په ارزښتناکه خزانه او مهمه جغرافيه پروت؛ خو بېوزله ولس
عبدالوحيد وحيد

په داسې حال کې چې افغانستان د څو تريليونه دالرو ارزښتناکه خزانه په خپله سينه کې لري، د انرژى لپاره وږي سويلي اسيا او د انرژي په برخه کې د بډایه مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ پروت دى؛ خو لاهم د لسیزو جګړو، فساد، په ولس کې د سياسي نبوغ د کچې ښکته والي او نيمګړي سياسي مشرتابه او نورو لاملونو له امله، نهدی توانېدلی له خپلو پراخو اقتصادي سرچینو او خپل ارزښتناک جغرافيايي موقعيته، د خپل هېواد د ښيرازولو او د خپل ولس د ژوند ښه کولو لپاره ګټه پورته کړي.
موږ د درې تریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې لرو. زموږ هېواد پخوا هم د مسلسلو جګړو او نيمګړې حکومتولۍ له امله، د بېوزلو هېوادونو په کتار کې، ځاى درلود؛ خو د طالبانو لخوا په زور د ارګ له نيولو وروسته، د هغوى د شډلو تګلارو او ژمنو ماتولو له امله، هېواد او هېوادوال، له سختو مالي محدودیتونو سره مخ دي. بندیزونو، د ۹ میلیاردو ډالرو څخه زياته مالي شتمنیو ته زموږ د لاسرسي مخه نيولې ده. هغه کمې نړیوالې مرستې چې لا هم دغه هېواد ته رسېږي، د بيکاري او ولسي عوائدو د ښکته کيدو له امله، د اړتیا د پوره کولو لپاره خورا کمې دي.
افغانستان په تېرو شلو کلونو کې، د نړیوالو مرستو پر مټ، ژوندی پاتې شوی هېواد دی. دغه ولس او هېواد په تېرو څلوېښتو کلونو کې له جګړې، فساد، چور، غصب، زورواکي او جنګسالارۍ پرته، بل څه نه دي ليدلي.
د ټریلیونونو ډالرو په ارزښت د مسو، سروزرو، صنعتي فلزاتو؛ لکه لیتیم، قیمتي ډبرې، اوسپنه او کوبالټ کانونه، د راسپړلو په تمه دي. صنعتي فلزات؛ لکه لیتیم چې د برېښنایي موټرو د بیټريو ، برېښنایي وسیلو او په زرګونو نورو وسایلو په توليد کې، کارول کېږي. دغو موادو ته د اړتیا نړيواله کچه هم لوړه ده، ځکه چې نړۍ د اقلیم له بدلون سره مبارزه کې، پاکې انرژي کارولو ته د لیږد هڅه کوي، خو عجیبه داده، چې افغانستان ددغو زيرمو له درلودلو سره سره يو بيوزله او نړيوالو مرستو ته محتاج هېواد دى.
له افغانستان سره د بهرنیو نغدي مرستو دوام یوه حساسه موضوع ده. حساسیت يې دادى چې افغان ولس ورته د اکسیجن په څېر اړتیا لري او اړينه هم دا وه، چې افغانانانو د تاريخ په نننيو حساسو شيبو کې، د سياسي دوکاندارانو د معاملاتو په ګرداب کې، د نښتي هېواد په هکله لږترلږه د اوس لپاره، له سياسي مخالفتونو ورهاخوا، فکر کړى واى. متاسفانه په بهر کې ميشت ځينې افغانان له طالبانو د مخالفت او له واک څخه د شړل کيدو له امله د په ناسنجول شوې توګه د دغو مرستو مخالفت کوي.
د تش په نامه جمهوريت په مهال، د افغانستان اتیاسلنه د دولتي بودیجې، له بهرنیو مرستو څخه پوره کېده، خو بيا هم را استول شوې مرستې، په حکومت کې دننه د فساد د مافیایي ډلو لاسونو ته ولوېدې. فساد د جمهوريت تر ټولو ستره ستره بدناموونکې ناروغي وه، چې مړینې په لور یې بوته؛ ځکه نو په افغانستان کې لږ پرمختګ شوى دى.
زموږ نننى بد او ستونزمن حالت، زموږ په نصیب، تقدير او قسمت پورې تړل، د توجيه او منلو وړ نهدي؛ بلکې نننى ناورين، د امریکا د پروني قمار او خپلو سياسي دوکاندارانو د بدو معاملو نتيجه ده. نېږدې ټول افغانان، او دغه راز ډېرى طالبان هم، د خپل مشرتابه له هغو تګلارو سره شديد مخالفت کوي چې نه په دين کې ورته مشروعیت موندلاى شي او نه هم په کلتور کې د توجیه وړ دي، خو اکثر طالب چارواکي له پټ مخالفته ورهاخوا، د خپلو امتیازاتو او لوړو پوستونو له امله په زغرده مخالفت نشي کولاى او ولس د نيولو سپکولو له ډاره چوپه خوله پاتې دى.
زموږ له هېواد سره د بشري مرستو کوونکو هېوادونو او بیا په سر کې یې امریکا- انګلستان، جرمني او اسيايي پراختيايي بانک ځای لري. چين د افغانستان په جغرافيه کې د ترانزیتي اسانتیاو رامنځته کولو, دافغانستان د اقتصادي زېرمو د راسپړلو، پروسس کولو او صادرولو په تړاو، په لوړه کچه روزل شوى مسلکي ځواک، ښه مارکېټ او دوه اړخیزو ګټو ته د پراختیا ورکولو لپاره، لوړ ظرفیت او امکانات لري.
دا به د افغانستان لپاره ښه فرصت وي که د چین (چين-پاکستان) په اقتصادي دهلېز (CPEC) کې، د افغانستان د شاملېدو پريکړه وکړي. د (يوکمربند او يوېلارې) پروژه، د چين بله اقتصادي پروژه ده، چې کېدلای شي د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته لاره پرانیزي. له دې سربېره بیجینګ او طالبان، د افغانستان په شمال کې، د تېلو د استخراج لپاره یوې نوې موافقې ته رسېدلي دي. ددغه پنځهویشت کلن تړون په اوږدو کې به، چين هر کال ستره پانګونه کوي، خو داسې ښکاري چې د بانکي بنديزونه به د پيسو د انتقال مخه بيا هم ونيسي. په هر حالت، دا تړون د طالبانو لپاره په نړیوالو اړیکو کې یو بل مهم پړاو دی، چې ممکن د انرژۍ د استخراج په برخه کې، له یوې بهرنۍ ادارې سره، ددې ډلې د لومړي ستر مشارکت پيل وي.
د طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو له نغدي مرستو څخه د ګټې اخیستنې له تورونو سره سره، نړیواله ټولنه هره اونۍ د د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان مرکزي بانک ته، له ۴۰ تر ۸۰ میلیونه ډالره، را استوي. د بشريناروین د لازیاتېدو د مخنیوي په موخه باید اوسنۍ نغدي او د خوراکي توکو نړيوالې مرستې باید وستايل شي.
البته د ملګرو ملتونو تر مخامخ مشرۍ لاندې پرمختيايي پروژو پيل به، د بيکارۍ، بېوزلۍ او کډوالۍ، ګراف راښکته کړي. او د سیاسي ناڅرګندتیا په له منځه وړلو کې به رغنده رول ولوبوي، خو په خواشینۍ سره باید ووايو چې د افغانستان وضعیت د ژر ښه کېدو امکان نه په سترګو کيږي او د افغانستان خلک د خپلو او پرديو سياسي ډلو د سياسي معاملو په اور کې سوځي.
افغانستان، د منځنۍ اسیا په سیمه کې پروت مهم هېواد دی. د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ د پله په توګه، د هر ډول بین المللي همکارۍ اړينې وړتیاوې لري. دغه هېواد که څه هم کمزورې او ناکامه حکومتولي او په فساد کې ښکېل بنسټونه لري، خو نن ورځ داسې فرصتونه شته، چې له خپلې ماضي سره خپله لاره جدا کړي. او د جګړو، فساد او سیاسي تاوتریخوالي له شیطاني حلقې څخه، د سیاسي ثبات او اقتصادي پراختیا پر لوري ګام پورته کړي.
افغانستان د اوبلنې او حرارتي برېښنا د توليد په برخه، د کافي زيرمو له لرلو سربېره، د لمريزې او بادي انرژي د توليد لپاره هم په زړه پورې سرچینې لري. خو د دغو سرچینو له درلودلو سره سره، دغه هېواد د برښنا د تولید په برخه کې ستره نيمګړتيا لري.
افغانستان د اوبو او ګازو له سترو تولیدوونکو هېوادونو سره نږدې موقعیت لري چې د منځنۍ آسیا د انرژي بازارونو ته لاسرسي ته لیواله دي. دغه هېواد کولای شي د انرژۍ له کمښت سره مخ، د جنوبي اسیا او د خورا زياتې انرژي درلودونکو هېوادونو ترمنځ، د انرژي د ليږد په مرکز بدل شي.
اساسي پوښتنې دادي، چې د ملګرو ملتونو اوسنى مرستې به تر څه وخته دوام وکړي؟
د څو تريليونو ډالرو خزانې مالک ملت ولې وږى دى؟
ددغه ملت تر سينې لاندې پرته خزانه، د چا انتظار کوي؟
د خزانې د راسپړلو مخه يې چا نيولې ده؟
څوک يې د چور او غصب لپاره تابيا نيسي؟
او د غم او درد دغه لړۍ به، تر کومه وخته پورې، دوام وکړي؟