محمود کرزی: طالبان دې په عینو مېنه کې لاسوهنه بس کړي

۸صبح، کندهار: د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور او په کندهار کې د عینو مېنې ښارګوټي مشر محمود کرزي د طالبانو رژیم، د ده د ښارګوټي په چارو کې په لاسوهنې او د سوداګرۍ د پراختیا په مخنیوي تورن کړ.

نوموړي دا څرګندونې د سنو فارما په نامه په کندهار کې د درمل جوړونې د یوې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

عینو مېنه ښارګوټی د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال په کندهار ښارکې جوړ شو، چې د هېواد په کچه له تر ټولو عصري ښارګوټو ګڼل کیږي.

په کندهار کې د درملو تازه جوړه شوې فابریکه هم په یاد شوي ښارګوټي کې موقعیت لري.

د طالبانو د رژیم پر مهال او تر هغه وړاندې هم محمود کرزی د یاد شوي ښارګوټي په جوړولو کې د ځمکو په غصب او مالي فساد تورن شوی و، خو هغه دا تورونه رد کړي دي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې ښاغلی کرزی د ښارګوټي د جنجالونو له امله له هېواده په نه وتو هم محکوم کړی و، خو وروسته یې سوداګریزو شریکانو سره د جنجالونو د حل خبر ورکړل شو.

محمود کرزی اوس وایي، چې په عینو مېنه ښارګوټي کې د سوداګرۍ د پراختیا او نورو فابریکو ته د ځمکې ورکولو پلان هم لري، خو د طالبانو رژیم یې د چارو مخه نیسي.

نوموړي وویل: « دا زما عینو مېنه دې د بې ځایه مداخلو څخه راوګرځيږي، دا په اوولسو کالو کې ما په دغه ترتیب جوړه کړه، دا کار ته ما پرېږدئ.»

د سنو فارما په نامه د درمل جوړونې د فابریکې مسوولینو وویل، چې د فابریکې چارې یې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې پيل شوې وې، خو اوس یې عملاً پر فعالیت پيل وکړ.

د دوی د معلوماتو له مخې، پر دغې فابریکې څه باندې ۵۰ میلیونه امریکایي ډالره لګښت شوی او ۷۱ سوداګرو په ګډه جوړه کړې ده.

د فابریکې مشر محمد سعید صدیق ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، چې فابریکه به یې د کار له پيل سره له درېیو تر څلورو ډولونو پورې درمل تولید کړي.

ښاغلي صدیق وویل، چې د درمل جوړولو نورې برخې به هم په راتلونکي کې فعاله کړي.

هغه زیاته کړه:« په دغه فابریکه کې به په ۸ ساعتونو کې ۵ میلیونه ۶ سوه زره ګولۍ، دوه میلیونه کپسول او ۶ سوه زره بوتله شربت تولیدیږي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، سنو فارما فابریکه د روغتیا نړیوال سازمان WHO او GMP پر معیار برابره جوړه شوې چې په هېواد کې به تر یوه حده د درملو اړتیا پوره کړي.

د یادې فابریکې مشر زیاتوي، چې درمل به یې په ټول هېواد کې په یوه بیه وي او دا بیه به پر درملو لیکل شوې هم وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محمد یونس مهمند بیا د طالبانو له رژیم څخه وغوښتل، چې سوداګرو ته د اسانتیاوو په موخه، د مالیاتو پیسې په نقدي ډول واخلي او په نورو برخو کې یې هم د چارو د ځنډ مخه ونیسي.

د افغانستان د خوړو او درملو د ملي ادارې لپاره د طالبانو واکمن ډاکټر عبدالباري عمر وویل، چې د افغانستان د درمل جوړونې په صنعت کې شوې پانګونه او تولیدات یې د هېواد د درملیزو اړتیاوو ۲۵ سلنه تامینوي.

په کندهار کې د درملو دا فابریکه په داسې مهال پرانیستل شوه، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره بیا- بیا سوداګر او پانګوال پر دوی د اضافي مالیو او نورو قیوداتو له امله شکایت کوي.

دوی طالبان د عوایدو د زیاتولو په پلمه، پر پانګوالو او سوداګرو په زیات فشار اچولو تورنوي او ترې غواړي، چې د داسې فشارونو له زیاتولو سره دې نور پانګوال له هېواده وتو ته نه اړباسي.

طالب چارواکي بیا ادعا کوي، چې سوداګرو ته یې اسانتیاوې زیاتې کړي او د ستونزو د حل هڅه یې کوي.

ورته لیکنې

Back to top button