۸صبح، غور: غور او بادغیس ولایتونو کې سیمهییزې سرچینې وايي، چې تېر کال په دغو ولایتونو کې خوارځواکۍ د ۵۴ ماشومانو ژوند اخیستی دی.
ځایي سرچینې یکشنبه د سلواغې پر دویمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د غور او بادغیس په ولایتي روغتونونو کې ثبتې شوې شمېرې پر خوارځواکۍ د اخته کېدو له امله د ۵۴ ماشومانو مړینه ښيي.
غور ولایت کې د یوې باوري سرچینې د معلوماتو له مخې په تېر یوه کال کې ۱۲ ماشومانو د پوره او سالمو خوړو د نشتون له امله ساه ورکړې ده.
اخوا بادغیس کې ځایي سرچینې وایي، چې خوارځواکۍ په دغه ولایت کې د ۴۲ ماشومانو ژوند اخیستی دی.
ویل کېږي، چې نږدې ۱۵ میندې هم په دغو دوو ولایتونو کې په ورته وخت کې د خوارځواکۍ له امله مړې شوې دي.
د شمېرو له مخې په غور او بادغیس کې نږدې ۵۰ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته پر خوارځواکۍ د ماشومانو اخته کېدل زیات شوي او د بېوزلۍ او لوږې لمن پراخه شوې ده.