معنوي: د انسانیت دښمنانو مې کتابتون ته اور ورته کړ

۸صبح، کابل: پنجشېر کې د مخکیني حکومت د عدلیې د وزیر فضل‌احمد معنوي د اړوند کتابتون له سوځېدو وروسته، هغه وایي چې کتابتون ته یې د «انسانیت دښمنانو» اور ورته کړی دی.

فضل‌احمد معنوي جمعه د مرغومي پر ۲۳ ویلي: «د انسانیت دښمنانو زموږ په پلرني کلي کې زموږ کتابتون ته اور ورته کړ.»

د مخکیني حکومت د عدلیې وزیر زیاته کړې، چې په دې کتابتون کې ترټولو زیات ارزښت لرونکي دیني، تاریخي، عرفاني او ادبي کتابونه وو، چې ځینو یې څو پېړۍ مخینه لرله.

هغه د ده د کتابتون سوځول «له علم او تمدن سره د نامرده دښمن دښمني» بللې ده.

د نوموړي په وینا د هېواد مادي او معنوي ارزښتونه د سوځېدو په حال کې دي.

پنجشېر کې سرچینو ویلي، چې د فضل‌احمد معنوي کتابتون د طالبانو پر پوځي مرکز بدل شوی و او نن سهار یې اور واخیست.

د سرچینو په وینا طالبانو خلکو ته اجازه نه ده ورکړې، چې اور مړ کړي.

د فضل‌احمد معنوي کتابتونه نن جمعه سهار د مرغومي پر ۲۳ وسوځېد.

ورته لیکنې

Back to top button