د چین او امریکا ترمنځ د کړکېچ په دوام کې د امریکا لوی درستیز اندونیزیا ته سفر کړی دی.
د اسوشیټدپرس د راپور له مخې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي یکشنبه د جولای پر ۲۴ جاکارتا ته په خپل سفر کې د چین د پوځ د ځواک له زیاتوالی اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه امریکایي جنرال ویلي، چې تېرو پنځو کلونو کې د چین پوځ یرغلیز او خطرناک شوی دی.
جنرال میلي زیاته کړې، چې په ارام سمندر کې د چیني بېړیو او الوتکو لار نیول د پام وړ زیاتوالی موندلی او د چین ناامنه کوونکي اقدامات هم په ورته کچه زیات شوي دي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز زیاته کړې: «زما پیغام دا دی چې د چین پوځ په دې ځانګړې سیمه (ارام سمندر) کې ډېر یرغلیز شوی دی.»
دغه اندېښنه او خبرداري په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په دې وروستیو کې د تایوان پر سر د واشنګټن او پکن ترمنځ اړیکې ترېنګلې شوې دي.