د کم عمره نجونو ودول؛ په افغانستان کې زوړ امر له نوي بعدونو سره

لیکنه:عایشه خراساني

په کم عمر کې د نجونو ودول په ډېری هېوادونو کې له لویو ننګونو نه دي چې د ښځو ژوند یې تر اغېز لاندې راوستی چې په ټولنه کې بېلابېلې پایلې پرځای پرېږدي. د ماشومانو ودول هغه پدیده ده چې په افغانستان کې تاریخي ریښه لري. تېر ته په کتو، دې پایلې ته رسېږي چې دغې پدیدې مستقتیم خط سیر نه درلود او له ډېرو ننګونو سره مخ وه. سره له دې چې په تېرو دوو لسیزو کې د نجونو او هلکانو د ودولو د عمر د قانون په ټاکلو ددې پدېدې د کمېدو لپاره ډېرې هڅې وشوې، خو لیدل کېږي چې د یاد قانون تصویب په ټولنه کې د پام وړ د بدلون لامل نه شو. د افغانستان مدني قانون د ماشومانو ودول منع کړي و. د جمهوري نظام له سقوط وروسته د طالبانو دوه کلنه واکمني، د دغه امر ښکارندی دی چې افغانستان نه یوازې د دې بد فرهنګ په برخه کې ګام اخیستی، چې لا یې دا فرهنګ په خپل پټو او ښکاره لایو کې ساتلی دی. د ښځو شرایط او په هغوی پورې ورپورې پېښې ښيي چې نارینه تر ښځو ډېر د ارزښت وړ بلل کېږي او د ښځو د ژوند بې ارزښته بلل د ټولنې، بنسټونو او د افغانستان د خلکو د کورنۍ د اړیکو په شبکه کې ریښه لري او طالبان په خپلو کړنو سره په هغه د تایید مهر لګوي او دغه فرهنګ ته یې لا هم شدت ورکړی دی.

په کم عمر کې د نجونو د ودولو ډېروالی، زمونږ د فرهنګ او ټولنیزو بسترونو ښکاروندی دی چې هر یو یې شننې او څېړنې ته اړتیا لري. د هغو ټولو خبرو پر خلاف چې ویل کېږي، دغه پدیده په بېلابېلو سیمو کې دود ده. د پلارتوب او د نر غوره والي فرهنګ ددې پدېدې یوازې یو لامل دی، په داسې حال کې چې د ماشومانو ودول کولای شي په سیاسي واک، اقتصادي شرایطو او فرهنګي چلندونو کې ریښه ولري. په ټوله کې د ماشومانو د ودولو شرایط کولای شو د اقتصادي فقر، فرهنګي-ښوونیز فقر،  د کورنۍ د ناسمو شرایطو، جنسیتي تبعیض او ښځو ته په کم نظر کتلو ووېشو. په دې لیکنه کې، د ماشومانو په کم عمر کې د ودولو د شرایطو په رامنځته کولو، دغې پدیدې ته مسلط لیدلوري، له هغې نه د زیانمنونکو پایلو او د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدلو له امله د ماشومانو په کم عمر کې د ودودلو د شرایطو اسانه کېدو په اړه بحث شوی دی.

الف) فرهنګي لاملونه

فرهنګ د خلکو له ارزښتونو او باورونو جوړېږي. په واقعیت کې اصلي سرچینه چې خلک د هر امر د ترسره کولو او توجیې لپاره هغه ته مخه کوي، فرهنګ دی. خو په افغانستان کې له ښځو سره د زیات تبعیض له امله، فرهنګ په خپله د ښځو لپاره د رنځ او تاوتریخوالي لامل شوی دی. سره له دې چې د ناسمو چلندونو شتون لکه د ماشومانو ودول په هر فرهنګ کې ممکن دی او په تېر کې په ډېری ټولنو کې یې دود درلود، خو په افغانستان کې د بې سوادۍ او نا پوهۍ له امله دغه امر په هماغه پخواني حالت کې په ټولنه کې لا هم دود لري.

د دغې پدیدې له اصلي لاملونو چې زمونږ په فرهنګ کې دا ډول ریښه لري، عرف، عادات او کړنې دي چې د خلکو ترمنځ په پراخ ډول دود دي. نجلۍ له ماشومتوب نه ددغه لیدلوري له مخې چې ګواکې «د خلکو مادی» ورته کتل کېږي. له ماشومتوب پرته سره له دې چې د ژوند په اړه یې لږ څه زده کړي وي، په ماشومانه لوبو او یا هغه زده کړې چې کوي یې، د مورتوب او ښځې توب رول ته وردرومي. بل لوري ته، د ناموس په توګه د ښځې یادول د دې لامل کېږي چې کورنۍ د خپل شرف او ناموس ساتلو لپاره په کم عمر کې د نجلۍ ودولو ته غاړه کېږدي.

بل بحث، د ښځو په اړه د کلیشو او فرهنګي باورونو شتون دی. په ټولنه کې ښځې ته د یوه شي په سترګه کتل ددې لامل شوي دي چې ښځه د مفسد یا فساد کوونکي موجود په توګه ده نو باید تر ساتنې لاندې وي. دغه راز د واده کولو په وخت کې د یوه پاک او ارزښت لرونکي امر په توګه د باکره توب په نظر کې نیول، ځان پسې د نجونو د جنسي چلند کنټرول لري او د دې لامل کېږي چې کورنۍ خپلې نجونې ژر واده کړي. د ډېری کورنیو اندېښنه داده چې څرنګه خپلې لورګانې د واده تر شېبې پورې پاکې وساتي او خاوند ته یې وسپاري او په دې کړنې سره ګواکې خپل مسوولیت او دین یې ترسره کړی او راحته کېږي.

د نجونو د جنسي چلند کنټرول، هغوی ته د نیکنامۍ په توګه کتل او د کورنیو اندېښنه د دې لامل کېږي چې د خپلو لورګانو د ودولو په چاره کې له عجلې کار واخلي او دا امر ددې لامل کېږي چې نجلۍ د اجباري واده قرباني شي چې پلار/ د کور سړی ورته په نظر کې نیولی دی. په زوره واده کول هغه واده ته ویل کېږي چې په هغه نجلۍ او هلک او یا یو له هغو هغه ته رضایت ونلري او په اکراه او جبر واده ته غاړه کېږدي. دا غلط دود زمونږ د ټولنې د فرهنګي ستونزو له ډلې دي چې زمونږ د خلکو ترمنځ دود دی. نا خوښ دودونه او چلندونه، ښځو ته د یو څه شي په سترګه کتل، ناامنه او د جګړې فضا، بې وزلي، د بدل واده، په بدو کې د نجونو ورکول، ناپوهي او بې سوادي له هغو مواردو دي چې په ټولنه کې د جبري ودونو لامل کیږي او خلک دغې لارې ته هڅول کېږي.

په ماشومتوب کې واده کول، کولای شو د جبر د واده په توګه وشمېرو. هر ماشوم چې په نکاح ورکول کېږي، په واقعیت کې د اجباري واده قرباني شوی دی. په ماشومتوب کې د نجونو ودول د هغې د رضایت په اړه ترېنه نه پوښتل کېږي او نه هم اساسا دا کار سم دی؛ ځکه ماشوم لا هغه عمر ته نه دی رسېدلی چې د خپل واده په اړه پرېکړه وکړي. هغه لا تر اوسه نه د اړیکې سواد لري او د ښځې او مېړه د اړیکو په اړه په څه پوهېږي. په دې صورت کې حتی که څوک ادعا وکړي چې ماشوم په خپل رضایت واده کړی دی، بیا هم د منلو نده. د خلکو په منځ کې چې بېلابېل جبري ودونه دود دي، له هغې ډلې په بدو کې ورکول، په ماشومتوب کې یوه نجلۍ د یوچا په نوم کول، ددې تر څنګ چې دغه دودونه په خپل نفس کې غلط دي، په ډیری مواردو کې چې نجلۍ واده کیږي، لا هم ماشومه وي.

په «نوم کول» واده زمونږ په هېواد کې د جبري ودونو له ښکاره بېلګو دي. دغه ډول پیوند د نجلۍ د ماشومتوب په دوره کې ترسره کېږي. نجلۍ د مور په خېټه او یا هم کله چې نوې وزېږېږي، په هماغه وخت کې یې پلار خپله لور د بل نارینه په نوم کوي. نجلۍ هېڅ ډول د اعتراض حق نه لري. د ژوند په اړه یې لا مخکې پرېکړه شوې ده او اړ ده چې هغه ومني. کله چې لویه شي، په رسمي ډول د هماغه نارینه په نکاح ورکول کیږي چې په کوچنیوالي کې د هغه په نوم شوې وه.

په هغه پیوند کې چې نجلۍ په «بد» ورکول کېږي، نجلۍ د هغه جرم د وینې د ورکړې په بدل کې ورکول کېږي چې د کور نارینه ترسره کړی دی. دا واده له نجلۍ نه له پوښتنې پرته او د هغې په مخالفت سره ترسره کیږي. په بدو کې د نجونو ورکړه، دومره حتمي عمل دی چې هغه کورنۍ که پېغله نجلۍ ونه لري، اړ دي چې خپله ماشومه لور و یا حتی نوې زېږېدل شوې ماشومه، په بدو کې ورکړي. د بدل په واده کې چې د دوو کورنیو ترمنځ یو ډول دوه اړخیزه معامله ده. دا واده د فقر په بد حالت کې ترسره کېږي (لکه څنګه چې نن یې شاهد یو) دغه راز په ځینو مواردو کې لیدل کېږي چې کله د کورنۍ نارینه قمار بایلي، هغه مهال هم خپله خور او یا لور د هغوی عمر ته له نه پاملرنې پرته، هغه چاته چې قمار یې بایللی دی، په نکاح ورکوي.

ب) په ماشومتوب کې د ودولو اقتصادي لامل

نجونې د ټولنې د یوې برخې په توګه له فقر نه د خلاصون او تېښتې لپاره له غوره وسایلو څخه بلل کېږي. د ماشومانو نجونو ودول او خرڅلاو هغه که د زېږېدنې یا هم د ځوانۍ او نوې ځوانۍ پرمهال وي، اقتصادي لاملونه لري. په ډېری سیمو کې د ماشومانو ودول یو ډول اقتصادي معامله ده چې د هغې له مخې کورنۍ تنخوا ترلاسه کوي. کورنۍ له فقر نه د خلاصون لپاره، خپلې ماشومې لورګانې د یوې اندازې پیسو په بدل کې بل نارینه ته په نکاح ورکوي. دا امر د افغانستان په ټولو سیمو کې په بېلابېلو ډولونو شتون لري، تر دې چې د خلکو ترمنځ په یوه دود بدل شوی دی. په تېرو دوو کلونو کې، له خپلو ټولو حقونو نه د ښځو بې برخې کېدل او د خلکو ترمنځ د پراخه بیکاري، د ماشومانو نجونود قرباني کېدو لامل شوی دی. د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجلۍ د خرڅلاو یوه ښکاره بېلګه، په فاریاب ولایت کې بهشته ده. په ماشومتوب کې د نجونو د ودولو په اړه ډېر راپورونه شته چې د هغوی اصلي انګیزه اقتصادي فقر په ګوته شوی دی.

پر دې سربېره، یو بل څه چې په ټولنه کې د ماشومانو نجونو د ودولو لامل شوی دی، د نر په خدمت کې له نوموړې نه تعریف دی. له ډېرو تېرو کلونو راپدېخوا کورنۍ ددې ترڅنګ چې د زیاتو لورګانو په لرلو خوښ ندي، بیا ههم خپلو لورګانو ته د ګنج او پانګې په سترګه ګوري. د بېلګې په ډول پلار یا هغه نارینه چې د کورنۍ رییس دی، مېړه ته د نجلۍ په ورکولو سره، ثروت او منزلت ترلاسه کوي. په ډېر دقت سره د خلکو په ورځنیو خبرو اترو کې هم کولای شو دغه امر ته پام وکړو چې خلک تر کومې کچې خپلو او د نورو خلکو لورګانو ته د پانګې یا ګنج په سترګه ګوري. تېر تاریخ ته په کتو له تېرو حاکمانو نه نیولې د نن ورځې تر واکمنو پورې چې وینو نو نجونې د سیاسي چارو او د کورنیو د نارنیو د نیرنګ قرباني شوي دي. هغوی له نجونو نه د پانګې د ساتلو یا زیاتوالي او د خپل ځان د واکمن کېدلو لپاره ګټه اخلي. نن ورځ هم د نجونو ودول د واک ترلاسه کول او د پانګې د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړې ده.

ج) د طالبانو جهاد‌النکاح او د کم عمره نجونو د ودولو زیاتوالی

طالبان د یوه ترهګرۍ ډلې په توګه چې د بشر حقونو ته هېڅ ډول درناوی نه لري، سیاستونه یې د ماشومانو د ودونو په برخه کې دي. هغوی په ښکاره ډول د ماشومانو د ودونو په هکله تبلیغ کوي. له کومه ځایه چې طالبان  د ښځو پر وړاندې تبعیض لري او د هغوی په باور ښځه فساد راوړنکی موجود، ناقص العقله او د شهوت او تباهۍ سرچینه ده، هڅه کوي ښځه تر خپل کنترول لاندې راولي او د ټولنې له منځ نه د هغې نښې لمنځه یوسي. هغوی ځانونه د خدای پاک او سپېڅلي سربازان او خپل امارت بشپړ اسلامي بولي او د پاکې اسلامي ټولنې رامنځته کولو لپاره داسې تګلارې یې ترلاس لاندې نیولي ترڅو ټولنه طالباني-اسلامي کړي چې د ښځو له لوري د نظام پر وړاندې یې نیوکه ونشي. ددغه عمل د پرمخ بیولو لپاره د هغوی چلندونه، له زده کړو نه د ښځو منع کول، د مورتوب د پاکوالي تبلیغ، د نجونو ودول او د نویو پیغلو نجونو جنسي کنټرول دي. طالبان ښځې د نسل د تولید ماشین او د نارینه و د خواهشتاتو د ارضا وسیله بولي. له همدې امله، یوازينۍ دنده چې د ښځو لپاره یې روا بولي، ښځه توب او مورتوب دی.

په افغانستان کې د جمهوریت د نظام له سقوط سره، طالبانو یوځل بیا «جهاد النکاح» بیا مخه کړې ده. په تېرو دوو لسیزو کې، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د نورو تاوتریخوالو ترڅنګ، دغې ډلې په جهاد النکاح لاس پورې کاوه. هغه مهال دا پدیده کمه او د طالبانو تر واک لاندې سیمو پورې محدوده وه؛ خو واک ته تر رسېدلو وروسته دغه امر په ټولو سیمو کې پراختیا موندلې ده. له همدې امله، ډیری کورنۍ له دې وېرې چې لورګانې یې د طالبانو لاس ته ونه لویږي، هغوی مېړونو ته ورکوي.

دا چې ښځې په مردسالاره او د ښځو په ضد ټولنه لکه افغانستان کې چې له نارینه و نه په ټیټه درجه کې دي، زیانمنونکې دي، په ناورین حالت کې، د یو شمېر لاملونو لکه ښځې ته د ناموسي په سترګه کتل او د غوسه ناکه جګړه مارانو په دام کې د لورګانو د نه لوېدلو له امله، کورنۍ د خپلو لورګانو نه د ساتنې لپاره هغوی مېړه ته ورکوي. په دې مرحله کې د نجونو ژر ودول له جنسي تاوتریخوالي نه د هغوی د ساتنې او یا هم د هغه نارینه په دام کې له لوېدلو نه چې په خوښه یې نده، د یوې تګلارې په توګه په نظر کې نیول کیږي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو تبعیض په مستقیم او غیر مستقیم ډول په ټولنه کې د ماشومو نجونو د ودولو د پراختیا لامل شوی دی. په دې وروستیو کې، د ملګرو ملتونو د سازمان د ماشومانو صندوق (یونیسف) د نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو تړل په افغانستان کې د ماشومو نجونو د ودولو د پراختیا له لاملونو بللی دی. طالبان لکه څنګه چې په ښکاره یې اقرار کړی دی، ښځې د شرارت او شهوت سرچینه بولي، لکه څنګه چې د هغوی په باور د ښځو د بوټونو غږ په ټولنه کې د فساد د اور لګېدنې لامل کیږي او باید د نجونو جنسي کنټرول په لاس کې واخیستل شي. ددغه امر د ترسره کولو لپاره د هغوی له عملي اقداماتو څخه، د حجاب اجباري کول او د نجونو پرمخ د ښوونیزو مرکزونو د دروازو بندول او له عمومي فضا نه د هغوی بې برخې کول دي. له شک پرته په کور د نجونو کښېنول او له زده کړو نه د هغوی بې برخې کول، ددې لامل شوي دي چې کورنۍ اړې شي ترڅو د خپلو لورګانو د غوښتنو او عمر په نظر کې نه نیولو پرته هغوی مېړه ته ورکړي.

لکه څنګه چې تر دې وړاندې (په لومړۍ برخه کې) په بشپړ ډول په ماشومتوب کې د نجونو د ودولو له لاملونو یعنې اقتصادي فقر ته اشاره وشوه، فقر د کم عمره نجونو د ودولو له اصلي انګېزو نه شمېرل کېږي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ټولنه کې بې وزلي او فقر پراخوالی موندلی دی. طالبانو نه یوازې د خلکو د اقتصادي شرایطو د ښه والي لپاره دریڅه پرانیستې ده، لایې د ټولنې په بې وزلي کولو لاس پورې کړی دی. د خلکو بېکارۍ او د لاس تنګۍ شرایط په ټولنه یې ډېرې بدې اغیزې پرېښودلي دي چې له ډلې یې د کم عمره نجونو ودول دي.

دغه راز طالبان سیاسي واک ته له رسېدلو وروسته، د جمهوریت د دورې اساسي قانون یې لغوه کړی دی. د هغه په لمنځه وړلو، ټولنه په تېرو دوو کلونو کې د قانون په خلا کې ژوند کوي او هر فرمان چې په شفاهي او کتبي ډول د هبت الله یا هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لوري صادرېږي، پر خلکو پلي کېږي. د ښځو په برخه کې، نه یوازې له هغوی نه د ملاتړ او ساتنې لپاره هدایت صادر شوی دی، چې پر هغوی ممنوعیتونه او محدویتونه لا هم زیات شوي دي. د طالبانو تبعیض ډوله چلندونه ددې لامل شوي ترڅو د ښځو پر وړاندې تبعیض قانوني بڼه پیدا کړي او په ټولنه کې د هغوی پر وړاندې تبعیض عادي روال او په ورځنیو چارو بدل شي.

 

له ښځو نه د ملاتړ کوونکي حقوقي نظام نشتون ددې لامل شوی چې هغوی د تاوتریخوالو په زنځیر کې خفه کړای شي. بل لوري ته، دغه شرایط د ښځو پر وړاندې نارینه و ته د تاوتریخوالي زمینه لا نوره برابره کړې ده. له هغه ځایه چې د افغانستان ټولنه له تاوتریخوالي ډکه ټولنه او واکمن رژیم هم د تاوتریخوالي د پراختیا لامل دی، ښځې په دغو دوو وضعیتونو کې حیرانې پاتې او د خپلو ځانونو لپاره د تېښتې لار نه ویني؛ هغه ښځې چې د کورني تاوتریخوالي سره مخ دي او ملاتړ ته اړتیا لري.

د افغانستان په پخواني نظام کې، د ملاتړو بنسټونو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون سربېره، له تاوتریخوالي سره مخ ښځو لپاره د امن کورونو شتون درلود، خو طالبانو هغه کورونه له منځه وړي دي. له همدې امله، نن که یوه نجلۍ وغواړي د جبر او کم عمر واده ته نه ووایي او د کورنۍ د غوښتنې پر وړاندې مقاومت وکړي، شا یې تشه ده او ملاتړ کوونکی او له کوره بهر پناه ځای نه لري. نن که چيرې یوه نجلۍ له کوره وتښتي چې احتمال یې ډېر لږ دی او د طالبانو لاسته ولوېږي، طالبان هغه سنګساروي او یا یې په درو وهي.

لنډه دا چې کولای شو ووایو چې طالبانو په خپلو چلندونو ټولنه له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې او ماشومان او ښځې یې زیانمنې او حتی له نابودۍ سره مخ کړي دي. د دې ترڅنګ چې د طالبانو غړي عملا په جهاد النکاح لاس پورې کړی او له کم عمره نجونو سره یې ودونه کړي دي، د قانون خلا، له ښځو نه د ملاتړ کوونکي حقوقي نظام نشتون، د ښځو د زده کړو او کار ممنوعیت، د ښځو د ازادیو سلبول او پراخ فقر او بیکاري، ټولو سره لاس ورکړی او د کم عمره نجونو د قرباني کولو لپاره یې شرایط ساده کړي دي.

د) د کم عمر واده پایلې

د ماشومو نجونو ودول هغوی له ښکاره او پټو زیانونو سره مخ کوي. د ماشومو نجونو ودول ددغه څرخ د بیا تولید لامل کېږي او نه یوازې د ښځو ژوند، بلکې ټوله ټولنه تر خپل اغېز لاندې راولي. هر څومره چې ټولنه ددغې شومې پدېدې تورې څاه ته ورولیږي، په هماغه کچه تاوتریخوالی له خپلو ټولو ډولونو سره د کورنۍ په ژوندانه او د خپلوانو د کورنیو په اړیکو کې پراختیا مومي. که په روښانه ډول وویل شي، په کوچنیوالي کې د نجلۍ ودول له هغوی نه د ژوند کولو امکانات اخلي او هغوی اجباري قبر ته په ننویستلو اړ کوي. په کم عمر کې د واده کولو پایلې کمې ندي، له ډلې کولای شوو له زده کړو نه د هغوی بې برخې کېدل، له کور نه د نجونو تېښته، د فقر زیاتوالی، په ماشومتوب کې مور کېدل، په ماشومتوب کې کونډه کېدل، رواني او جسماني تاوتریخوالی، خفګان او ټولنیزې انزوا نه یادونه وکړو.

د افغانستان په ډیری کورونو کې نجونې د مېړه د ټاکنې حق نه لري. څه چې مهم دي، د کورنۍ د نارینه و رضایت دی. له نارینه و سره یولاس کېدلو پر مهال د کورنۍ مور په دې لړ کې د رضایت اخیستونکي رول لوبوي.

کله چې نجلۍ، خپله مور د خپلو غوښتنو پر وړاندې د یوه مانع په توګه ګوري، او هېڅ ملاتړ کوونکی نه ویني، که چېرې ددې جسارت او وړتیا ولري، د کور د نارینه و د غوښتنې پر وړاندې خپل مقاومت له کور نه په تېښتې ثابتولی شي. له کور نه تېښته، له واده نه د تېښتې یوازېنې لاره ده چې د افغانستان په څېر ټولنه کې ښه پایله نه لري؛ ځکه د نجلۍ په بېرته نیولو او کورته د هغې ستنولو، او دغه راز « داچې د کورنۍ آبرو یې تر پښو لاندې کړې ده» په غلي ډول په قتل رسیږي او یا هم د بل سړي په نکاح کې ورکول کیږي. بل لوري ته، ددې ترڅنګ چې ټولنه له هغې نجلۍ نه چې تېښته یې کړې ده ملاتړ نه کوي، د طالبانو تر واک لاندې، حقوقي دستګاه هم له نوموړې نه ملاتړ نه کوي. په پایله کې، هغه نجلۍ چې د تېښتې لاره یې خپله کړې، بې سرپناه او قرباني کیږي.

ماشومتوب هغه دوره ده چې یو کس پکې د ژوندانه د مهارتونو په زده کولو بوخت وي. دا دوره د خپل ځان لپاره یو فرصت دی. وړتیا لوړونې او د تجربو ترلاسه کولو دوره. په دې دوره کې د ماشومانو ودول، د هغوی د وروسته پاتې والي لامل کیږي او د ځان جوړونې فرصت له هغوی نه اخلي. د بېلګې په توګه، هغه نجلۍ چې د زده کړې لېوالتیا لري او ښوونځي ته ځي، د واده کولو له امله له زده کړې پاتې کیږي. چې وروسته ښوونځي ته د نه تللو یو لامل یې هم د مېړه ممانعت دی. بل لامل یې هم، د ښځې او د مېړه د ژوندانه د دروند بار زغمل دي.

هغه نجلۍ چې په ماشومتوب کې مېړه ته ورکول کیږي، له ژوند نه د لازمې پوهې نه برخمنه نه وي او د اړیکې سواد نه لري. د ښځې او مېړه د ژوندانه مخته بیول یو لړ پوهاوي ته اړتیا لري چې په ترڅ کې یې د ګډ ژوند د زغمولو وړتیا ته اړتیا ده. هغه څه چې په ماشومتوب کې له واده کولو سره نشته او نه لیدل کیږي. د واده اجباري کېدل او له ژوند نه د ماشومې نجلۍ بې خبري او د مېړه د کورنۍ د احتمالي ظلم، د روحي، رواني، غوسې، خفګان او استرس فشار لامل کیږي او هغه په رواني ناروغیو اخته کوي. دا امر له ډلییز ژوندانه نه د نجلۍ د ګوښه کېدو او دغه راز له مېړه نه د کرکې لامل کیږي. په پایله کې دا واده یا له هماغه تاوتریخوالي سره دوام کوي او یا هم خبره تر طلاق او جلاواليتوب پورې رسېږي.

دغه راز په داسې وخت کې چې د نجلۍ مېړه د بېلابېلو لاملونو له ډلې یې جګړې او دغه راز د نارینه و د ډېر عمر (چې ډېری ماشومې نجونې له سپین ږیرو نارینه و سره د واده کولو قرباني شوي دي) مړ شي، ماشومه نجلۍ له ګڼ شمېر ستونزو سره یوازې پاتې شي. که اولاد ولري، اړ ده د ژوند له ګڼ شمېر ستونزو او ننګونو سره عادت وکړي. دا چې نجلۍ په ماشومتوب کې واده شوې او په بل مهارت هم نه پوهېږي او د خپلو ستونزو د حل وړتیا هم نه لري، دا امر ددې لامل کیږي چې دا ماشومه نجلۍ د خپل وفات شوي مېړه له خپلوانو سره بیاځلي واده وکړي او په پایله کې د ډېرو زیانونو لامل کېږي.

د ښځو په منځ کې د بې وزلي د پراختیا یا د فقر ښځینه کېدل، ډېر بحثونه له ځان سره لري. یو له لاملونو چې په مستقیم ډول د ښځو پر بې وزليتوب بد اغېز کوي، په ماشومتوب کې واده کول دي. په ماشومتوب کې واده کول په ماشومتوب کې د مورکېدلو لامل کېږي او د طلاق، مړینې او یا د مېړه د معتاد کېدلو په حالت کې، ښځه په یوازې ځان اړ ده چې د خپلې کورنۍ سرپرستي په غاړه واخلي. د کار نشتون، د ټولنیز ملاتړ نشتون، حقوقي محدودیتونه، د مدني ازادیو نشتون او د مهارت نه لرل ددې لامل کیږي چې ښځه د فقر په څرخ کې ولوېږي. فقر که په هر ډول وي، د ټولنې لپاره بدې پایلې لري؛ خو ښځینه فقر ډېرې منفي او نه جبرانېدونکې پایلې لري چې له ډلې یې سوال کول او جنسي کار یادولی شو.

اوسمهال، په ماشومتوب کې د ودولو پدیده هغه هم د طالبانو تر واک لاندې او د قانون او حقوقي دستګاه په نشتون کې چې له ښځو ملاتړ وکړي،د ټولنې په بې وزلي کولو، له زده کړې او کار نه د ښځو منع کول او د ښځو لپاره د امن د پناه ځای نشتون لاپسې تر تاوتریخوالی لاندې راولي. په داسې وضعیت کې چې ښځې حتی له خپلو لومړنیو حقونو نه بې برخې دي، د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره د تګلارو په اړه خبرې کول بې ځایه او بې مفهومه دي او له امکان نه لیري دي. خو بیا هم کولای شو په ټیټه کچه، د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره ځیني کارونه ترسره کړو. په دې امر کې، ازادې رسنۍ کولای شي ددې پدیدې د کموالي لپاره اطلاع رسونه وکړي او دغه راز خصوصي سازمانونه او غیردولتي بنسټونه کولای شي خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې ګټور ثابت شي.

ورته لیکنې

Back to top button