۸صبح، نیمروز: نیمروز ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې ګڼ مخکیني پوځیان له بایومتریک وروسته په ډلهییزه توګه له دندې ګوښه کړي دي.
د هغو اسنادو پربنسټ، چې یکشنبه د لیندۍ پر دیارلسمه ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلي دي له بایومتریک بهیر وروسته په دغه ولایت کې د طالبانو لیکو د تصفیې کمیسیون دغه مخکیني پوځیان ګوښه کړي دي.
په دغه سند کې راغلي، چې «د ساتنمنانو او افسرانو د شهرت نوملړ چې د جمهوریت په نظام کې یې په ملي پولیسو او ملي اردو کې فعالیت درلود، له بایومتریک بهیر وروسته ګوښه او منفک شوي دي.»
په دغه نوملړ کې د مخکینیو پوځیانو نهو تنو نومونه، چې د افسر، د لوجستیک د امر، د روزنو امر، د نیمروز د مخکیني والي ویاند او سرتېري په توګه یې د طالبانو په لیکو کې کار کاوه، لیکل شوي دي.
دغه مخکیني پوځیان په داسې حال کې له دندې ګوښه کېږي، چې په نیمروز ولایت کې طالب چارواکو څو ځله د مخکیني حکومت له پوځیانو او کارکوونکو وغوښتل ترڅو خپل هېواد ته ستانه شي او بېرته خپلو دندو ته دوام ورکړي.