مولوي عبدالباقي حقاني د طالبانو د ازموینو ملي ادارې سرپرست شو

۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې مولوي عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي ادارې د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.

مجاهد شنبه د لړم پر ۲۱ د یوه ټویټ په خپرولو ویلي، چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په امر د لوړو زده‌کړو وزارت مخکینی سرپرست عبدالباقي حقاني، اوس د ازموینو ملي ادارې د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.

له دې مخکې عبدالقدیر خموش په تېر حکومت کې د ازموینو ملي ادارې د رییس په توګه ټاکل شوی و، او د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې تر ننه خپل کار ته دوام ورکاوه.

اخوا د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې د طالبانو د کلیو د پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال صلاح‌الدین ایوبي زابل ولایت کې د دې ډلې د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

په همدې حال کې طالبانو ډاکتر ګل محمد د افغانستان د طبي شورا د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې مولوي ندامحمد ندیم د عبدالباقي حقاني پر ځای د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست په توګه ګومارل شوی و.

ورته لیکنې

Back to top button