مککال: بلینکن له افغانستان څخه د وتو په اړه اسناد شريکولو کې ناغېړي کوي

۸صبح، کابل: د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس مایکل مککال، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير تورن کړی، چې له افغانستان څخه د سرتېرو د ويستو په اړه د اسنادو په شریکولو کې ناغېړي کوي.
نوموړي ويلي، چې انتوني بلینکن، له افغانستان څخه د سرتېرو د ويستو په اړه د ځواب ویلو د ضرب الاجل خبرداري ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.
فاکسنیوز د چارشنبې پر ورځ( د وري ۳۹ مه) د ښاغلي مک کال له قوله لیکلي: «که بلینکن د احضاریې اطاعت ونه کړي، دوی به ورسره دعوه واچوي. چې صادقانه ووايم، زه فکر کوم، چې دوی موږ ته د ځواب ویلو په برخه کې خنډونه جوړوي.»
هغه دغه راز زياته کړې:« زه یې د بللو ځواک لرم.»
د دغې احضاريې په اړه د بلينکن ناغیړي په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ولسي جرګې د څارنې کميسيون له چهارشنبې ورځې څخه، له افغانستانه د سرتېرو د ويستو په اړه خپلې استماعي غونډې پیلوي.
دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د امريکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس ګواښ کړی و، چې که د بايډن حکومت له افغانستان څخه د فاجعه زيږونکي وتو اسناد پټ کړي، احضار به کړل شي.
مخکې د امريکا کانګريس هم د دغه هېواد له حکومت څخه غوښتي وو، چې له افغانستان څخه د نا مسوولانه او فاجعه زيږونکي وتو په اړه ځواب ووايي.
سياسي کارپوهان باور لري، چې له افغانستان څخه د وتو او پايلو په اړه بحثونه به یې، د دغه هېواد د ۲۰۲۴ ولسمشريزو ټاکنو پر پایلو مستقيم اغيز ولري.