۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د روغتیایي مرکزونو د چمتووالي لپاره له خپلو ژمنیو پروګرامونو خبر ورکړی دی.
دغه سازمان سهشنبه د لیندۍ پر لومړۍ نېټه د یوه ټویټ په خپرولو ویلي، چې د افغانستان په ۹۱ ولسوالیو کې ۳۰۱ روغتیایي مرکزونو ته روغتیایي مرستې لېږي.
په دغو مرستو کې ۶۹۳ ټنه د بېړنيو او روغتیایي تجهیزاتو بستې شاملېږي.
د دغه سازمان په وینا، یادې مرستې هغو ولسوالیو ته لېږل کېږي، چې د مناسبو شرایطو د نشتول له امله روغتیایي خدماتو ته له لاسرسي بېبرخې دي.
دغه مرستې په داسې حال کې کېږي، چې د ژمي موسم له رارسېدو سره په ټول افغانستان کې د ناروغیو له زیاتېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.