د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ متقي سمرقند ته ولاړ

۸صبح، کابل: د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمې غونډې په درشل کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي ازبکستان ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال (حافظ ضیا احمد) نن پنجشنبه سهار مهال (د وري ۲۴ مه)، په یو لړ ټویټونو کې خبر ورکړ، چې د امیرخان متقي په مشرۍ، د طالبانو پلاوی په دې غونډه کې د ګډون لپاره سمرقند ښار ته تللی دی.

د ضیا احمد په وینا، تمه ده چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمې غونډې په څنډه کې، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو له یو شمېر وزیرانو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال‌ویاند دا نه دي ویلي، چې متقي به د کومو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره دوه اړخیزې خبرې وکړي.

امیر خان متقي په داسې حال کې سمرقند ته تللی، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو، د بهرنیو چارو وزیرانو په تېرو درېیو غونډو کې، طالبانو ته بلنه نه وه ورکړې.

دا غونډه په داسې حال کې د طالبانو د استازي په حضور سره جوړېږي، چې د افغانستان شمالي ګاونډي هېوادونه د ټوليز امنیت تړون د غړیو په توګه، د افغانستان له پولو د ترهګرۍ د ګواښونو پر پېښېدو او د مخدره توکو د قاچاق پر زیاتیدو، اندیښنه ښودلې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دا د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور سره، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه ده.

Back to top button