د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ د اونۍ په پای کې د خبرو اترو اجنډا وټاکل شوه

۸صبح، کابل: د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به، د روانې اونۍ په پای کې، د دغه هېواد د وضعیت په اړه څلورمه غونډه وکړی.

د تسنیم خبري آژانس، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له قوله، د جمعې په شپه (وري ۱۸)، خبر ورکړ چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه، را روانه پنجشنه (وري ۲۳) به د ازبکستان د سمرقند په ښار کې، جوړه شي.

د افغانستان د سیاسي هواري لپاره د سیمه ییزو شریکانو د راتلونکو ګامونو څیړل، ترهګرۍ ته په پام سره ستونزمن امنیتي وضعیت، به د سیمې د هېوادونو د اوونۍ په پای د خبرو د اجنډا په سر کې وي.

د دې ترڅنګ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د بشري او ټولنیز-اقتصادي وضعیت ثبات، له نشه یي توکو سره مبارزه او له ترهګرۍ سره د مبارزې د هڅو همغږي، د خبرو له نورو محورونو څخه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې په دې غونډه کې به «د سیمه ییز اقتصادي یووالي پراختیا او د کابل په ګډون د ترانسپورتي او انرژۍ د پروژو تطبیق، د پخوانیو موافقو له مخې ترسره شي.»

دا لا څرګنده نه ده چې په دې غونډه کې به طالبان هم رابلل کېږي او که نه.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه به د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیوچارو وزیرانو په ګډون، جوړه شي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه غونډه تیر کال د وري میاشتې په ۱۰مه په چین کې جوړه شوی وه.

ورته لیکنې

Back to top button