د دولت مرکچي پلاوي غړي له طالبانو سره د مذاکراتو بيا پيلولو په پار دوحې ته ولاړه

۸صبح

۸صبح، کابل: د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب د روان کال د وري په ۷مه نېټه د شنبې په ورځ وويل چې د افغان دولت مرکچي پلاوي غړي په کابل کې ؤ او د طالبانو سره د مذاکراتو د بيا پيلولو لپاره دوحې ته ولاړل. د افغان دولت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په ګډون د دغه پلاوي ځيني غړي په کابل کې ؤ.
د حمدالله محب په وينا، د استانبول ناستې په درشل کې دغه پلاوی له طالب لوري سره خبرې اترې له سره پيلوي.
د بين الافغاني مذاکراتو دويم پړاو د تېر کال د مرغومې په ۱۶مه نېټه پيل شو، خو تر دې دمه يې هېڅ کومه پايله نه ده ورکړې.
حمدالله محب وويل چې، بايد د استانبول د ناستې آجنډا روښانه شي څو دا مشخص شي چې تمه ده څه پايله له دغې ناستې ترلاسه شي.
د ملي امنيت شورا سلاکار همداراز وويل، دا ډېره مهمه ده چې څرګنده شي چې د طالبانو په استازولۍ کوم کسان په دغه ناسته کې ګډون کوي.
حمدالله محب وويل، هغه ډله چې د طالبانو په استازولۍ مسکو ته تللې وه، د سولې مخالفه وه او صلاحيت يې نه درلود.
محب زياته کړه چې، دغه ډله د تصميم نيولو صلاحيت نه لري او له دوی سره په دوحه کې مذاکراتو تر دې دمه کومه پايله نه ده ورکړې.
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو يو پلاوي د تېر کال د کب په ۲۸مه د مسکو په ناسته کې ګډون کړی ؤ.
تمه ده چې د استانبول ناسته په اپرېل مياشت کې ترسره شي.
حمدالله محب وويل، د دغې ناستې د آجنډا او د ترلاسه کېدونکو پايلو په اړه يې خبرې اترې روانې دي.
ډېری په دې باور دي چې د استانبول ناسته د «بن» ناستې ته ورته ده چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته ترسره شوه.

ورته لیکنې

Back to top button