د یکشنبې ورځ د زمري ۲۴مه چې د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو مهمه ورځ ثبت شوې، زما، زما د نورو همکارانو او هېوادوالو لپاره یوه نه هېرېدونکې ورځ وه.
په هغه ورځ کله چې کابل پوهنتون ته ننوتم، لومړی د خپل کار دفتر (د ټولنیزو علومو پوهنځی) ته ولاړم په دې ورځ مې خپل کاري پروګرام وکوت. ټاکل شوې وه په دې ورځ د پوهنځي د درسي او اداري چارو پر ارزونې سربېره له غرمې وروسته د پوهنتون د مشرتابه په یوه ناسته کې ګډون وکړم.
هغه ورځ د رسمي ساعت په پیل کې کله چې د درسي بهیر د کتلو لپاره ټولګيو ته ولاړم، درسي فضا او په پوهنتون کې د محصلینو او استادانو د حضور څرنګوالی په بشپړ ډول له نورو ورځو سره توپیر درلود. هر یوه د ولایتونو په تېره بیا د کابل شاوخوا ولایتونو له پرلپسې سقوط په اړه خبرې کولې. کله چې بېرته دفتر ته ولاړم، څو دقیقې وروسته یو شمېر نجونې محصلینې زما دفتر ته راغلې او پوښتنه یې وکړه، که کابل د طالبانو لاس ته ورشي د دوی برخلیک به څه ډول شي. ما ورته وویل، خدای مهربانه دی، خو د حکومت د مشرانو په خبرو او عمل کې د توپير له امله د افغانستان د وضعیت په اړه اټکل کول ناشوني و. هغه استادان او همکاران چې زما دفتر ته راغلل، دوی هم د طالبانو د پوځي پرمختګ او کابل ته د نږدې کېدو خبره کوله.
په هغه پروګرام کې چې ټاکل شوې وه د کاري زمینو په هکله د پالیسۍ او تحقیقاتو په ملي مرکز (NCPR) کې جوړ شي ما ته هم بلنه راکړل شوې وه چې پکې ګډون وکړم. د هغې ورځې د بدلونونو په اړه په اندېښنې سره له دفتره ووتم او دغه مرکز ته ولاړم. کله چې نوموړي مرکز ته ورسېدم، له نوم لیکنې وروسته د غونډو تالار ته ننوتم. پام مې شو چې د لوړو زده کړو له وزیر او علمي مرستیال پرته چې باید په دې پروګرام کې یې ګډون کړی وای، د کابل پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو یو شمېر رییسان او نور مېلمانه راغلي وو. د ګډونوالو له خوا د ټولنیزو رسنیو له لارې د خبرونو هره شېبه کتلو سره د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه د دوی اندېښنه له ورایه ښکارېده.
پروګرام د قران کریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شو او له هغې وروسته د کابل پوهنتون رییس خبرې وکړې. له دې امله چې په دغه ورځ امنیتي وضعیت کړکېچن ښکارېده، د کابل پوهنتون رییس لنډې خبرې وکړې او د پروګرام له برابروونکو یې هم وغوښتل چې زرترزر پروګرام پای ته ورسوي.
ټاکل شوې وه چې له غرمې وروسته په یوه نیمه بجه د علمي شورا په تالار کې د پوهنتون د مشرتابه شورا ناسته ترسره شي. له دې امله چې مشرتابه شورا زیات شمېر غړو د کاري زمینو برابرولو په پروګرام کې ګډون درلود او هره شېبه د کابل په لور د طالبانو د پرمختګ خبرونه هم رارسېدل، د پوهنتون له رییس څخه مې هیله وکړه چې ددې پروګرام پر پای ته رسولو سربېره د خپل دفتر آمر ته سپارښتنه وکړي ترڅو د پوهنتون د مشرتابه شورا نور غړي په هماغه وخت کې د علمي شورا د تالار پرځای د پالیسۍ او تحقیقاتو ملي مرکز ته راوبولي. هغه زما وړاندیز ومانه، لږ وروسته، د پوهنتون د مشرتابه شورا د نورو غړو په راتلو سره، د کابل پوهنتون رییس ښاغلي بابري د کاري زمینو برابرولو پروګرام ختم او د مشرتابه شورا غونډه یې پيل کړه. سره له دې چې د مشرتابه شورا په ناسته کې شپږ مهم موردونه شامل وو، یوازې څو مهمې او بیړنۍ پرېکړې وشوې او د اجنډا پر نورو مسایلو د دې ورځې وضعیت ته په پام سره خبرې ونه شوې.
ټاکل شوې د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، د پوهنځیو رییسان خپلو اړوندو پوهنځیو ته ولاړ شي او اړین کارونه ترسره کړي. په دوولسو بجو کله چې د تحقیقاتو او پالیسۍ له مرکزه ووتلو، ومو لیدل چې کارکوونکي او زده کړیالان د پوهنتون په انګړ کې په بيړه د دروازو په لور روان دي او هڅه کوي چې زرترزره ځانونه کورونو ته ورسوي. هغه ورځ د کابل ښار پر بېلابېلو لارو د ګڼې ګوڼې له امله، زیات شمېر کابل ښاریان تر کورونو پورې پلي تللي وو.
د ټولنیزو علومو پوهنځي ته تر رسېدو، د تدریسي د عمومي مدیر په همکارۍ مو په پوهنځي پورې اړوند مهم اسناد امن ځای ته ولېږدول او ځینې نور اړین کارونه مو د اسنادو د خوندیتوب لپاره ترسره کړل. وروسته له پوهنتونه د کور په لور روان شوم.
کور ته له رسېدو او د ډوډۍ له خوړلو او لمانځه وروسته، مې د تلویزیون او ټولنیزو رسنیو خبرونه وکتل چې هره شېبه یې د کابل د سقوط او د پلازمیني بېلابېلو برخو ته د طالبانو د رسېدو خبرونه ورکول. د هغې ورځې د ډېری خبري رسنیو پروګرامونه ګډوډ شوي وو او تر ډېره یې هره شېبه امنیتي خبرونه خپرول.
د ماسپښین په څلورو بجو له کوره ووتم او د پوهنتون په اړه د اندېښنو له امله، د نورو ورځو په توپیر په شخصي جامو کې پوهنتون ته روان شوم؛ په دې موخه چې خدای مه کړه پوهنتون ته نامسووله خلک دننه شي، هغه کارونه چې د دې کار د مخنیوي لپاره مې له وسه کېدل ترسره مې کړل.
کله چې پوهنتون ته ورسېدم، د پوهنتون د دروازو ساتونکو شخصي جامې اوغوستې وې او بې له وسلو ولاړ وو. په پوهنتون کې دننه د ودانیو له ساتونکو پرته، نور هېڅوک نه و. یو شمېر ساتونکي د پوهنتون د ریاست مخې ته راغونډ شوي وو. کله چې هغوی ته نږدې شوم، یوه ساتونکي سلام وکړ او پوښتنه یې رانه وکړه چې ولې په داسې وضعیت کې پوهنتون ته راغلی یې؟ له هغه مې پوښتنه وکړه چې تاسو ولې دلته یئ؟ وې ویل چې موږ خو ساتونکي یو. ما ورته وویل چې زه هم د پوهنتون ساتونکی یم.
له ساتونکو سره له څو شېبو خبرو وروسته، په ځانګړې توګه د دې په اړه چې له بده مرغه په وروستیو کلونو کې موږ په هېواد کې د ډېرو بدلونونو او بېلابېلو انقلابونو شاهدان وو چې په ټولو مواردو کې بنسټونه، له دې جملې علمي او اکاډمیک بنسټونه ډېر زیانمن شول، علمي بنسټونه چې هر حکومت اړتیا ورته لري او له دې بنسټونو پرته د دولتونو شتون هېڅ معنا نلري او… له هغه ځایه د ټولنیزو زده کړو پوهنځي ته روان شوم. په پوهنځي کې هم یوازې ساتونکي وو. له هغوی سره مې هم د طالبانو له رارسېدو سره د پوهنتون د ساتلو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې. ډاډ مې ورکړ چې د اړتیا پرمهال، هر شېبه له ماسره اړیکه نیولی شي. بیا له هغه ځایه ولاړم او بېرته کور ته روان شوم.
پر لاره مې پام شو چې په ځینو سیمو کې د واټونو ترڅنګ، پوځي جامې او د پوځي رتبو نښانونه چې پر دغو جامو لګول کېږي پراته وو.
د ویلو ده چې د هغې ورځې په مازدیګر، د پوهنتون چاپېریال په پوره توګه بدلون کړي و. داسې ښکارېده چې د حکومت له بدلون سره به، کابل پوهنتون د دوامداره مودې لپاره وتړل شي. له بده مرغه چې همداسې هم وشول.
اوسمهال چې له هغې ورځې درې میاشتې تېرېږي، د هغې ورځې پېښې نشم هېرولی؛ هیله من یم چې طالبان به ټولې ادارې، په ځانګړې توګه علمي او اکاډمیک بنسټونه په منظم ډول فعال کړي.