ناپېژانده وسله‌والو په بلخ کې یو سوداګر تښتولی دی

۸صبح، کابل: بلخ کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې ناپېژانده وسله‌والو د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه تولیدی شرکت خاوند تښتولی دی.

ځايي باوري سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې د بلخ ولايت يو سوداګر او په مزارشريف ښار کې د سیلوي سلام د اوړو د توليد شرکت مسوول حاجي نبي‌الله چهارشنبه د کب میاشتې پر درېيمه نېټه تښتول شوی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وسله‌والو د حاجي نبي‌الله د سپرلۍ موټر درولی او له موټره يې ښکته کړی، او نامعلوم ځاى ته يې بیولی.

په بلخ کې طالبانو د حاجي نبي‌الله تښتول کېدل تاييد کړي او په دې اړه يې د څېړنو د پيل خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په بلخ کې د سړي تښتونې پېښې زیاتې شوې دي.

د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو پر بنسټ، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۱۳ سوداګر تښتول شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button