وسله والو په خوست کې یو ځوان وواژه

۸صبح، خوست: په خوست کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یو ځوان د ناپېژاندو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

دغه ځوان چې (قدرت الله) نومېده، د چهارشنبې په ورځ، (وري په ۳۰مه)، د خوست ښار لرګیو پلورلو په سیمه کې، د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو لخوا، په ډزو وژل شوی دی.

ويل کيږي چې وسله وال کسان ددغه ځوان له وژلو وروسته، له سیمې تښتيدلي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، قدرت الله يو هټيوال و او تر اوسه معلومه نه ده، چې د ولې د ناپېژاندو وسله والو لخوا ورباندې ډزې شوې دي.

په خوست کې طالبانو د دغې پېښې لامل شخصي دښمني بللې ده.

په همدې حال کې، د خوست اوسېدونکي په دغه ولایت کې د جنايي جرمونو زیاتوالي په اړه، اندېښنه څرګندوي او طالبان د خلکو د امنیت په ساتلو کې بې‌وسه ګڼي.

تېره اوونۍ هم د خوست ښار په زاړه بازار کې یو صراف په خپلې هټۍ کې ووژل شو. د تېرې جمعې په ورځ وسله والو غلو، یو ټکسي چلوونکی هم وواژه او موټر یې ترې یووړ.

ورته لیکنې

Back to top button