په قطر کې د نړیوال جام سټډیومونو په جوړولو کې له ونډې د طالبانو میلیونونه ډالر ګټه

تلګراف ورځپاڼې په یوه ځانګړي راپور کې د قطر په نړیوال جام کې د سپورتي سټډیومونو د وسایلو په برابرولو کې د طالب چارواکو له پراخې پانګونې پرته پورته کړې ده.

ددغه راپور له مخې، چې جمعه د نومبر په ۲۵مه خپور شوی، طالب چارواکو په قطر کې ودانیزو شرکتونو ته د دغو وسایلو د خرڅلاو او اجارې له پلوه، میلیونونه ډالر ترلاسه کړي دي.

په دوحه کې د طالبانو له سیاسي دفتره یوې سرچینې ویلي: «طالبانو د نړیوال جام د سټډیومونو په جوړولو کې ډېره پانګونه کړې او دا سیالۍ طلايي فرصت و چې دوی میلیونونه ډالر پکې ترلاسه کړل.»

ددغه راپور پر بنسټ، د طالبانو ځینو غړو هر یوه په دوحه کې له شپږو تر لس درانه ماشینونه لرل او هره میاشت د یوې دستګاه په بدل کې تر لس زره پونډه عاید درلود.

په رپوټ کې زیاته شوې چې د قطر حکومت له امریکا او ملګروملتونو سازمان سره په موافقې، په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو ته هره میاشت زرګونه پونډه ورکړي دي.

تلګراف ویلي چې دا پيسې لومړی په نقدي توګه ورکول کېدې او وروسته په مستقیم ډول د طالبانو بانکي حسابونو ته لېږدول کېدې؛ خو د امریکا او قطر لپاره ددغو پیسو د مصرف روښانه کول ستونزمن کار و.

په دوحه کې یوه پخوااني افغان ديپلومات ویلي: «دا په دوحه کې د افغانستان په سفارت کې یو روښانه راز و چې مرکچي پلاوي او د طالبانو سیاسي دفتر د قطر له رژیم څخه ښه معاشونه اخیتسل او دوی دا پیسې د نړیوال جام لپاره د وسایلو او توکو پر برابرولو ولګولې.»

هغه زیاته کړې: «د حقاني شبکې آن په نورو عربي هېوادونو کې له مېشتو افغانانو پیسې او مالي مرستې ترلاسه کولې او ژمنه به یې ورسره کوله چې په دغو پیسو د قطر د نړیوال جام په پروژو کې پانګونه کوي.»

د طالبانو دوو لوړپوړو چارواکو هم له تلګراف سره په خبرو کې ویلي چې له دې ډلې سره د قطر حکومت مرستې څه ډول د نړیوال جام د سټډیومونو په جوړولو کې لګول شوې دي.

ډېری سرچینو ویلي چې د طالبانو په تېره واکمنۍ کې د کانونو او پټرولیم وزیر حاجي احمد جان، د نړیوال جام د سټډیومونو جوړونکو شرکتونو ته د درنو ماشینونو د کرایې ورکولو د څارنې مسوولیت درلود.

په راپور کې زیاته شوې، چې د طالبانو زیات شمېر مشران له ۲۰۱۳ کال وروسته، د قطر په پلازمینه دوحه کې اوسېدل او هلته له امریکا او ملګروملتونو سازمان سره په اوږدمهاله مذاکراتو بوخت وو.

ورته لیکنې

Back to top button