لوګر کې د ماین چاودنه؛ یو کس وژل شوی

۸ صبح، لوګر: په لوګر کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د برکي برک ولسوالۍ په تقي کلي کې یو تراکتور په ماین وربرابر شوی او د تراکتور چلوونکی وژل شوی دی.

د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه تراکتور نن دوشنبه له غرمې مخکې (د غوایي په ١١مه) په ځمکه کې پر کار بوخت و، چې پیښه رامنځته شوی ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا ماین د شوروي د برید له وخت پاتې و.

ویل کېږي چې دا سیمه د تېر حکومت پر مهال د طالبانو تر ولکې لاندې وه.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو اوونيو کې دا دويمه چاودنه ده، چې په دغه ولايت کې د ماين له امله رامنځته کېږي، چې مرګ ژوبله اړوي.

ناچاوده ماینونه وخت په وخت د هیوادوالو ژوند اخلي.

 

ورته لیکنې

Back to top button