معدني زېرمې د طالبانو د امیر په واک کې
لیکوال: عیسا مهر

د طالبانو ډله سربېره پر دې چې پر افغانستان یې بیاځلي واک ترلاسه کړ، د دغه هېواد د زمکې لاندې په زېرمو یې هم منګولې خښې کړي دي؛ خو د دغو زېرمو وېش تل د طالبانو تر منځ خپلمنځي شخړې رامنځته کړې دي. کله ناکله دغه شخړې، د دوی تر منځ د نښتو لامل هم کېږي. ویل کېږي چې حقاني شبکه د طالبانو د نورو ډلو په پرتله د کانونو په کنټرول کې برلاسې ده او داسې هم ویل کېږي، چې د دې شبکې او نورو ډلو تر څنګ، د طالبانو مشرتابه او نور چارواکي د کانونو د شخصي کنټرول لپاره لسټوني رابډ وهلي دي. د سندونو پر بنسټ، یادو ډلو د حقانیانو پر خلاف چې په زور پر دغو سرچینو واک چلوي، هڅه کوي چې له نرم سیاست او له خپلو سیاسي واکونو څخه په ګټې اخیستنې، پر دغو زېرمو او پانګو واک ترلاسه کړي.
د کان په بدل کې د سړک جوړول؛ د هېواد د ابادۍ لپاره هڅه یا پر کان د واک ترلاسه کول؟
د کانونو د کیندنې لپاره د طالبانو د هڅو پر دوام، یادې ډلې د خپل امیرالمومنین د حکم پر بنسټ، د ۱۴۰۲ لمریز کال د وري په (۱۲) یوه کس ته د کندهار د خاکریز او د ارزګان د دهراود ولسوالیو تر منځ د سړک جوړېدو په بدل د کندهار ولایت د سربو او جستو د کان کیندل سپارلي دي. دا پرېکړه کېدای شي د هغو خلکو لپاره چې تر دا مهاله یې د خپلو زمکو لاندې له پانګو څخه ګټه نه ده ترلاسه کړې، د خوښۍ خبر وي چې طالبان ورته د کان له پیسو سړک جوړوي؛ خو حقیقت دا دی چې د سړکونو د جوړولو په بدل کې شرکتونو ته د کانونو سپارل، د دې تر څنګ چې د هېواد د ابادۍ او پرمختیا لپاره د طالبانو د امیر د ښه نیت ښکارندوی وي، له هغو څخه د ګټو او عوایدو ترلاسه کول بیا د طالبانو د خپلمنځیو شخړو او سیالیو لامل کېږي.
په تېرو دوو لسیزو کې د دې ډلې د بریا په برخه کې له کانونو نه د ترلاسه شویو عوایدو ته په پام، ویل کېږي چې د طالبانو مشر ښه پوهېږي چې هغه څوک کولای شي پر افغانستان واک وچلوي چې د دغه هېواد د زمکو لاندې پر زېرمو کنټرول ولري. د زمکو لاندې د زېرمو او پانګو ترلاسه کولو لپاره د طالبانو تر منځ د خپلمنځیو سیالیو له امله، د دغې ډلې د مشرتابه په کچه یو شمېر محدودیتونه رامنځته شوي دي. له همدې امله، د طالبانو امیرالمومنین پر ده پورې له تړلې ډلې سره له سلامشورو وروسته، دغو سرچینو ته د اسانه لاسرسي لپاره «له کانونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د عامه خدمتونو د ترسره سره کولو طرحه» چمتو کړې ده.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله د فرمان پر بنسټ، تر دې وروسته د افغانستان کانونه له قانوني تشریفاتو پرته، هغه کس یا شرکت ته ورکول کیږي، چې عامه خدمتونه ترسره کوي. دغه فرمان، امیرالمومنین پورې تړلې ډلې ته دا فرصت په لاس ورکوي چې د ټولګټو پروژو تر نامه لاندې د سړک، کلینیک او یا هم جومات جوړولو په پلمه، له هر ډول رسمي پروسې پرته د افغانستان په هر ځای کې د طلا، نقرې، د یاقوټو د ډبرو، لاجوردو، لیتیم، سربو، مس، اوسپنې او نور کانونه ترلاسه او استخراج کړي.
دغه فرمان چې د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري د کانونو وزارت ته لېږل شوی، پکې داسې ویل شوي دي: «هر هغه څوک یا شرکت چې د ټولګټو پروژو په بدل کې د کانونو د قرارداد ترلاسه کول غواړي، هغه به داوطلبۍ ته نه ورکول کېږي؛ بلکې په استثنایي ډول به د نړیوال نرخ له معلومولو او د اقتصادې کمېسیون له منظورېدو وروسته، یاد کس یا شرکت ته ورکول کېږي.»
له دغه فرمان وروسته، د سړک د جوړېدو په بل بدل کې د کندهار ولایت د بي بي مهرو سیمې د سربو او جستو کان د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري په مستقیم ډول او د داوطلبۍ او سیالۍ پروسې پرته، یوه کس ته سپارل شوی دی. کوم کس چې ددغه کان د کیندلو قرارداد یې ترلاسه کړی، نه د کان کیندلو او نه هم د سړک جوړولو په برخه کې تجربه لري. دغه کس یاد قرارداد د شرکت په توګه نه بلکې د «بلال بصیر د کان د کیندلو او پروسس» د انفرادي متشبث په توګه چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د کندهار ولایت په مرکزي اداره کې ثبت شوی دی، د ۵۰۰ زره افغانیو په بدل کې یې ترلاسه کړی دی.
د طالبانو مشر د خپل دغه فرمان له لارې ده پورې تړلې وفادارې ډلې ته له قانوني پروسې پرته د قراردادونو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړې ده او ښکاري چې د نوي فرمان په صادرولو یې د دا ډول قراردادونو ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د نورو چارواکو د لاسوهنې مخنیوی کړی دی. ددغه فرمان پربنسټ، د طالبانو چارواکو پورې تړلي شرکتونه نشي کولای د کانونو د قراردادونو ترلاسه کولو لپاره په داوطلبیو کې ګډون وکړي. له همدې امله، د طالبانو مشر او نوموړي پورې تړلې ډله یې د عامه خدمتونو وړاندې کولو په پلمه، له کانونو څخه د شخصي پانګو په توګه او د عوایدو ترلاسه کولو په موخه، د طالبانو له نورو ډلو سره تل په شخړه کې دي.
د خلکو ستونزې او کړاونه، له کانونو څخه د طالبانو د ناوړه ګټې اخیستنې وسیله
په یوه بل اقدام کې، د طالبانو مشر پورې تړلې ډله په دې هڅه کې ده چې د خلکو ستونزو د حل په پلمه، یو بل کان خپل د نظر وړ کس په واک کې ورکړي. د یوه معتبره سند پربنسټ، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دفتر چې د «ټولګټو پروژو په بدل کې د کان» د طرحې د پلي کېدو مسوولیت لري، هڅه کوي تر څو په غور ولایت کې د ښوونځي او کلینیک جوړولو په بدل کې د سربو کان د کیندلو قرارداد د ویس جمال یار په نوم کس ته ورکړي.
د ملا برادر آخوند د دفتر رییس مولوي ذبیح الله، د یاد کان په اړه د کانونو او پترولیم وزارت ته یو لیک لېږلی دی. په لیک کې ویل شوي چې د غور ولایت د ساغر ولسوالۍ د دلور سیمې اوسېدونکو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته د غوښتنلیک له لارې، له خپلو ستونزو یادونه کړې او غوښتنه یې کړې چې ددې ولسوالۍ د سربو او انتیموني کانونو د کېندلو چارې دې ښاغلي ویس جمال یار ته ورکړل شي ترڅو له هغه څخه د ترلاسه شویو عوایدو په مرسته، یاده سیمه کې ښوونځی او کلینیک جوړ کړي.
د هېواد د منرالي سرچینو د موقعیت او څرنګوالي په هکله د خلکو د آګاهۍ او د یوې سیمې په کچه د طالبانو چارواکو ته د خلکو د لاسرسي نشتون ته پام، ویلی شو چې دا ډول غوښتنلیک د خلکو له لوري ندی شوی او داسې ښکاري چې دا سناریو د طالبانو د مشر پورلې تړلې ډلې له لوري طرحه شوې ترڅو له سړک وروسته، دا ځل د کلینیک د جوړولو په پلمه، یو بل کان ته لاسرسی ومومي.
ولې د سربو او جستو کانونه؟
د سربو او جستو کانونه د نورو ارزښت لرونکو ضمني منرالونو لرلو له امله، د پام وړ ارزښت لري. لکه څرنګه چې پخپله طالبانو اعتراف کړی، کوم معدن چې د سړک په بدل کې ورکړل شوی، په هغه کې طلا او نقره هم شتون لري چې قراردادي یوازې د هغه سرب او جست استخراجوي. خو د طالبانو دغه ادعا دروغ ده؛ ځکه طلا او نقره له سرب او جستو سره یوځای وي او د کیندلو پرمهال، له سرب سره یوځای ترلاسه کیږي.
داسې ښکاري چې د ملا هبت الله ډله د زمکې لاندې له زېرمو او پانګو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د حقاني او نورو ډلو په پرتله، په ډېر زیرکتیا ډول عمل کوي. دغه راز ملا هبت الله پورې تړلې ډله غواړي چې هممهاله له یوه کان نه څلور ډوله منرالونه (سرب، جست، طلا او نقره) استخراج کړي او په لږ وخت کې ډېره پانګه ترلاسه کړي. د نړۍ په بازارونو کې یو کیلو ګرام طلا تر ۶۴ زره ډالرو او نقره تر ۸۰۰ ډالرو پورې پلورل کیږي. د سربو او جستو هر ټن هم له ۲۱۰۰ تر ۲۵۰۰ ډالرو پورې ارزښت لري.
ولې دا پروژه له کندهار نه پیل شوه؟
کندهار د طالبانو د مشرتابه نفوذي حوزه بلل کیږي او له پاکستان سره د ګډې پولې د درلودلو له امله، ددغه هېواد بازارونو ته لاسرسی هم اسانه دی. ورته مهال، کندهار کې د وزارتونو او ادارو دوهم واحدونه د اداري سلسله مراتبو له پلوه د امیر د امر تابع او د هغه په خدمت کې دي ښه بېلګه یې د کانونو او پترولیم وزارت له چارواکو پرته، په کندهار ولایت کې د کانونو او پترولیم ریاست له لوري ددغې پروژې د کارونو پیلېدل دي. په کندهار کې د دا ډول پروژو پلي کول، ملا هبت الله او نوموړي پورې اړوند ډلې سره مرسته کوي ترڅو د خپلو سیالو ډلو له مزاحمت پرته، له یاد کان څخه کیندل شوي منرالونه پاکستان ته ولېږدوي او په بدل کې یې نقدې پیسې ترلاسه کړي.
Hyperlink
https://bakhtarnews.af/dr/کار–استخراج–معدن–سرب–و–جست–بی–بی–گوهر–کن/
https://8am.media/the-order-attributed-to-the-taliban-leader-participation-of-taliban-officials-in-contracts-and-procurement-is-prohibited/
https://www.etilaatroz.com/168752/استخراج–معدن–جست–و–سرب
https://www.chards.co.uk/gold-price/live-gold-price-per-kilo-us-dollars
https://www.chards.co.uk/silver-price/live-silver-price-per-kilo-us-dollars
https://www.lme.com/en/metals/non-ferrous/lme-lead#Trading+day+summary
https://www.lme.com/en/metals/non-ferrous/lme-zinc#Trading+day+summary