نابالغې ټولنې او د مخکښانو ترمنځ د خبرواترو اړتیا

افغانستان د نړۍ یو له ترټولو بې وسو هېوادونو دی او له هغه بندون نه چې دغه هېواد پکې اېسار پاتې دی، تېرېدل د ټولو یا ډيری ځواکونو مشارکت او ونډې اخیستو ته اړتیا لري، څو یو بل ته د لاس په ورکولو سره، دغه توفان ځپلې بېړۍ خوندي او ارام ساحل ته ورسېږي. د هر ډول همکارۍ وار له مخه شرط پر پوهاوي راټول وینا دود (ډېسکورس) دی، نه پر دښمنۍ متمرکز شور ماشور. که د دې خاورې ټول خلک د خبرواترو او پوهاوي امکان ونه لري، لږترلږه هغه مخکښان چې د علم، پوهې اوتجربې لوړو کچو ته رسېدلي دي، باید خبرواترو ته کیني.

خبرې اترې څه دي؟ د خبرو کولو له نورو ډولونو سره د خبرواترو پر توپير د پوهېدو لپاره، ښايي غوره وي چې انګلیسي او عربي معادلونه یې په پام کې ونیسو. په دغو ژبو کې له یو بل سره د خبرو د درېیو کچو لپاره بېل اصطلاحات شته، یوه مکالمه ده چې په انګلیسي کې ورته کانورېسيشن او په عربي کې محادثه یا مکالمه ویل کبږي او بل هغه خبرې اترې دي چې په انګلیسي کې ډیالوګ او په عربي کې ورته حوار راځي، بل هغه خبري دي چې په پښتو کې ورته وینادود، په انګلیسي کې ډیسکورس او په عربي کې ورته خطاب ویل کیږي. له یو بل سره د خبرو دغه درې کچې د درېیو جلا وضعیتونو ښودنه کوي. په عادي خبرو کې د غږېدا موخه له مقابل لوري سره د یو ډول تماس د باب پرانېستل او ژبنۍ اړېکې دي او بس، خو د ډيالوګ په مانا خبرې چې په عربي کې ورته حوار وايي، لږ ژوره مانا لري. کله چې د تمدنونو خبرې کیږي، نه شو کولای ووایو چې د تمدنونو مکالمه. د تمدنونو خبرو ته په عربي کې حوار الحضارات وایي. ډېسکورس تر دې ژوره مانا لري او په یوه پېر یا یوې سیمه کې د هغو مفاهیمو ټولګې ته ویل کیږي چې یوه لویه فکري منظومه ترې جوړه وي. لکه په فارسي کې چې ګفتمان چپ، یا  ګفتان فمینیستي او په عربي کې یې الخطاب الیساری یا الخطاب النسوی بولي.

په خبرو اترو کې دا فرضیه نغښتې ده، چې لومړی مقابل لوری ستاسو هم کچی دی او تاسو د هغه په پرتله له لوړ او ټيت مقامه خبرې نه کوۍ. دویم، د ځان او هغه ترمنځ پر توپېر پوهېږئ او دغه توپېر په ر سمیت پېژنئ. دریم، له خبرو اترو مو موخه پر ګډو او متفاوتو ټکو پوهېدل دي. څلورم، په هغو برخوکې د مقابل لوري د پوهولو هڅه ده چې له تاسو متفاوت فکرکوي او دې ته پوهاوی وایي، یعنې د متقابل درک رامنځته کېدل. هغو خبرو ته چې موخه ترې د خپل نظر ښه ثابتول او پر مقابل لوري یې منل وي، خبرې اترې یا ډیالوګ نه ویل کیږي،بلکې مناظره یا مناقشه ورته وایي چې انګلیسي معادل یې ډېبیټ یا ارګومنټ دی. خبرې اترې په اصل کې د مقابل لوري پر پوهاوي او ګډې ستونزې ته د حل لارې د پیدا کېدو لپاره همکارۍ پر رسېدو متمرکزې دي.

په افغانستان کې په وروستۍ نیمه پېړۍ کې ګڼ درزونه رامنځته شوي دي. له قومي درزونو نیولې تر ژبنیو، سیاسي، ايډیولوژيکو، فرقه يي او مذهبي درزونو پورې. که په ټولنه کې تنوع او تکثر د ژورو درزونو د رامنځه کېدو لامل شي، ټولیز خطر پېښږي او د ټولو مسوولیت دا دی چې د شنډولو لپاره یې تفاهم یا پوهاوي ته ورسېږي او د هر پوهاوي لپاره باید خبرې وکړي. بالغو او پرمختللو ټولنو د خبرو اترو په برخه کې د پاموړ مهارتونه ترلاسه کوي او د خپلو ترټولو سختو ستونزو پرسر حل لارو ته سره رسېږي.

په نابالغو ټولنو کې نه یوازې عام خلک بلکې ان مخکښان هم د خبرو اترو له مهارته بې برخي دي او د هرې وړې او لویې موضوع پرسر شخړې او ناندریو ته مخه کوي او زورواکۍ ته تسلیمږي. دغلته چې د خبرو اترو او پوهاوي امکان له منځه ولاړ شي، ځايي، قهر، تاوتریخوالی او کرکه ډکوي او هغه ټولنه د نورو بد مرغیو په کنده کې ډوبېږي، ایا د افغانستان مخکښان له یو بل سره د خبرو وړتیا لري، که به دا نابالغتوب همداسې روان وي؟

ورته لیکنې

Back to top button