له مامورینو سره د طالب چارواکو ناسم چلند؛ په پنجشېر کې کارکوونکي تر پوزې راغلي

په پنجشېر کې د طالبانو د يو شمېر سيمه ييزو چارواکو غير مسلکي او سپک چلند د ملکي ادارو کارکوونکي تر پوزې راوستي دي. په پنجشېر کې د استيناف څارنوالۍ او مستوفيت کارکوونکي ادعا کوي چې طالب مشران له خپلو مامورینو سره ناوړه او سپک چلند کوي. دغه چارواکي د پنجشېر د سيمه ييزو ادارو له پخوانيو کارکوونکو سره ناسم چلند کوې او په بېلابېلو دلايلو يې تحقیر او سپکاوى کوي. د پنجشېر د ملکي ادارو کارکوونکي وايي، چې د طالبانو له دغه کاره موخه پر هغوی فشار راوړل دي، ترڅو دوي له دولتي دندو لیرې شي. د شنونکو په نظر اداري له کارکوونکو سره د طالبانو ناوړه چلند شخصي، عقده یې او تعصب څخه ډک بولي.

احمد (مستعار نوم) د پنجشیر ولایت د استیناف څارنوالۍ له هغو کارکوونکو دی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم او مقام یې په دې راپور کې شامل شي. هغه ادعا کوي، چې د پنجشېر ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس قاري عبدالجلال منيب د دې رياست کارکوونکي، چې ډېرى يې د تېر حکومت د وخت کارکوونکي دي، سپکاوى او توهین یې کوي. احمد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «قاري منیب موږ ته په ښکاره توګه وايي چې تاسو د جمهوريت کارکوونکي یاست، فاسد یئ، د غربیانو نوکران یئ او د غربي او کفري هېوادونو قوانینو مو پلي کول. خو کارکوونکي د وېرې او اقتصادي ستونزو له امله نه دي توانیدلي چې د شکایت خوله خلاصه کړی. دا وضعیت موږ ټول ځوروي او ټول يې تر پوزي راوستۍ یو.»

د پنجشېر د استيناف څارنوالۍ دغه کارکوونکي زياتوي چې د قاري منيب د ناوړه چلند په اړه يې د طالبانو لوي څارنوالۍ ته هم شکايت کړى، خو دغه سيمه ييز مسوول د طالبانو د مرکزي چارواکو له حکم څخه سرغړونه کوي او د پخوانيو کارکوونکو سپکاوى کوي. هغه څرګنده کړه:«موږ دغه ستونزه د لوی څارنوالۍ لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړی او هغوى زموږ له شکايت وروسته قاري منيب مرکز ته احضار کړ، خو هغه د چا خبرو ته پام نکوي. زموږ ستونزه د لوی څارنوالۍ د چارواکو له خوا نه بلکې ټولې ستونزې پخپله قاري منيب جوړوي. پنجشیر ولایت دا مهال یو جنګ ځپلی ولایت دی. د نورو ولایتونو په څېر دې ولایت ته له مرکز څخه پلاوی نه لېږل کېږي چې د ملکي ادارو ستونزې او لاسته راوړنې وڅېړي. دلته هر څوک هر څنګه چې وغواړي حکومت کولای شي. موږ غواړو چې زموږ شکایت لویې څارنوالۍ ته ورسیږي. ډیری کارمندان دې ته اړ شوي چې استعفا ورکړي.»

د دې تر څنګ د پنجشېر د استيناف څارنوالۍ يو شمېر نور کارکوونکي هم د طالبانو د دغه اداري پر مشر د «اضافه‌کاری» او امتيازاتو په لوټلو تورنوي. عبدالله (مستعار نوم) وايي: «قاري منيب د مامورينو د نکریوالی او د قرطاسیه پيسې هم خپل جيب ته آچوي او هيچا ته حساب هم نه ورکوي. موږ قرطاسیه له خپل جیب څخه اخلو. بل خوا د تېرو حکومتونو له وخته يو شمېر مامورين چې له نورو ولايتونو څخه دي او د اوږده سفر او لاري له امله په خپلو دفترونو کې ويده کېدل، دوي ته هم ویل شوي چې نور بايد په دفترونو کې ويده نه شي او خپلو کورونو ته ولاړ شي. د دوي هر کسی د تګ راتګ لپاره د ورځې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ افغانیو پورې لګښت لري. همدا رنګه کارمندانو ته آن قانوني زخصتي هم نه ورکوي، او وايي چې ځی لاس مو خلاص، هرچا ته چې شکایت کوی کولای شي، زه چا ته رخصت نه ورکوم.»

په هغه مکتوب کې چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلی، لیدل کېږي چې د پنجشېر لپاره د طالبانو د استیناف څارنوالۍ ریس په دولتي ادارو کې د رسمیاتو پرته د کارمندانو موجودیت منعه کړی. په مکتوب کې راغلي:«ټولو کارمندانو ته لارښوونه کیږي چې په غیر رسمي ساعتونو کې په دفترونو کې له پاتې کیدو څخه ډډه وکړي، که نه نو په راتلونکی کې به مسؤلیت د دوی په غاړه وي.»

د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو پر بنسټ، د پخواني حکومت د هغو کارکوونکو شمېر چې اوسمهال د پنجشیر لپاره د طالبانو په څارنوالۍ کې کار کوي، ۵۳ تنو ته رسېږي. د دغو کارکوونکو له ډلې څخه يو شمېر يې د استوګنې د لرې والي له امله په دولتي ادارو کې شپې او ورځې تېروي. دا لړۍ د تېر حکومت پر مهال هم روانه وه او چا يې د شپې او ورځې په دولتي ادارو کې د پاتي کېدو مخه نه وه نيولې. خو اوس دوی باید یا د تګ او راتګ لګښت په غاړه واخلي او یا به هم خپلې دندې پریږدي.

د دې ترڅنګ د پنجشېر ولايت د مستوفيت اداری يو شمېر کارکوونکي هم د طالبانو د مستوفي مولوي ګل احمد حنفي له ناوړه چلند څخه شکايت کوي. د دې دفتر یو کارکوونکی چې نوم یې په دې راپور کې نه دی یاد شوی ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «مولوي حنفي د تېر حکومت له کارکوونکو سره ښه چلند نه کوي او تل زموږ سپکاوی کوي. هغه په ناحقه پلمې جوړوي ترڅو موږ مجبور کړي چې خپلې دندې پریږدو. په ځینو مواردو کې هغه موږ په تېر حکومت کې په مالي فساد تورنوي.»

د شته معلوماتو له مخې، د استيناف څارنوالۍ رييس او د پنجشېر لپاره د طالبانو مستوفي مولوي ګل احمد حنفي د دې ولايت اصلي اوسېدونکي دي او مولوي قدرت الله ته نږدې کسان دي. د پنجشېر ولايت د ملکي ادارو کارکوونکي وايي، چې د طالبانو له دغه اقدام څخه يې موخه د يادو ادارو پر پخوانيو کارکوونکو فشار راوړل دي او وايي، چې دغه فشار راوړل د دی لپاره دي چې کارمندان له دولتي دندو ګوښه شي.

دا پداسي وخت کې ده چې یو شمېر حقوق پوهان له خلکو او د هېواد له اداري نظام سره د طالبانو ناوړه چلند یو شخصي، عقده یې او تعصبي عمل بولي. د هېواد د حقوقي چارو کارپوه ارش شهیرپور له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «له خلکو او د هېواد له اداري نظام سره د طالبانو معامله شخصي، عقده یې، وروسته پاتي او له تعصبه ډکه ده او دوی دا خبره د افغانستان په ټولو اداري څانګو کې په عمل کې ثابته کړې ده. په پنجشېر ولایت کې له اداري کارکوونکو سره د طالبانو د چارواکو وروستۍ کړنۍ د دغې ډلې د عقده یې کړنې اوج ته رسېدلي او دا کړنه د افغانستان د ټولو داخلي اصولو، اخلاقو او د منلو وړ ټولنیزو دودونو، د اسلام د سپیڅلي دین او د نړیوال حقوقي نظام د حکمونو خلاف عمل دی.» شهیرپور زیاتوي: «طالب چارواکي باید پوه شي چې په ننني دور کې عقده پالل به نه یوازې د طالبانو رژیم نسکور کړي، بلکې د طالبانو د پسرلي سقوط ته به هم چټکتیا ورکړي.»

له بلې خوا یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې طالبان هڅه کوي پنجشیر له «اوسېدونکو» خالي کړي. د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه فرید احمد منیب له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو دغه عمل پلان شوی بولي. د دغه پوهنتون استاد زیاتوي: طالبان په پنجشیر کې مشخص پلان لري؛ دا پروګرام له دې ولایت څخه د پوځي او ملکي وګړو او حتی کورنیو د فزیکي شتون له منځه وړل دي. شونې ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې د طالبانو پلان بشپړ شي او پنجشیر به له اوسیدونکو، د محلي ادارې له کارکوونکو او د سیمه ییزو نظامي ځواکونو له شتونه خالي شي. دغه کړنه د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې هم عملي شوې ده. طالبان په قوانینو کې د نیمګړتیاو، د څارنې نیمګړتیا او د تطبیق نیمګړتیا له امله له نړیوالو معیارونو څخه غلطه استفاده کوي. په دې اساس، دوی هغه څه کوي چې دوی یې غواړي او باور پرې لري.»

طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په هېواد کې د واکمنۍ له پيل راهيسې يې په ډېرو ولايتي ادارو په ځانګړې توګه په پنجشير کې د قومي تصفيې لړۍ پيل کړې ده. د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، طالبانو د تلې په میاشت کې د دغه ولایت له دولتي ادارو څه باندې ۴۰۰ ملکي او نظامي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. په ګوښه شویو کسانو کې شاوخوا ۳۰۰ یې د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ اداري کارکوونکي او عسکر دي. دا کسان د روان کال په پای کې د امنیه قومندانۍ، د ولایت مقام، پاسپورټ مدیریت او نورو دولتي ادارو څخه ګوښه شول. له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې سرچینې څرګنده کړې، چې طالبانو د دغو کسانو پر ځای د کندهار او هلمند ولایتونو اوسېدونکي په دندو ګومارلي دي.

Back to top button