په کاپیسا کې د طالبانو د والي پر دفتر توغندیز برید؛ درې تنه طالب جنګیالي ووژل شول

۸صبح، کاپیسا: سیمه ییزې سرچینې په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د والي پر دفتر د توغندیز برید خبر ورکوي.

دغه برید د دوشنبې په شپه خوا وشا ۱بجه (د غوایي په ۱۸ مه)، د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې شوی دی.

که څه هم ځايي اوسېدونکي د دې بريد د عاملينو او مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو د ازادۍ جبهې د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د ازادۍ جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې په کاپیسا کې د لومړۍ لوا د ځواکونو په توغندیز برید کې لږ تر لږه درې طالبان وژل شوي او د دغې ډلې څلور نور غړي ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د هوا په تودېدو سره داسې ښکاري چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو ضد وسله والو ډلو د دغې ډلې د جنګیالیو پر وړاندې خپل چریکي بریدونه بیا پیل کړي دي.

په وروستۍ پېښه کې د یکشنبې په ورځ (د غوایي په ۱۷ مه) د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ له نښتې وروسته دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

Back to top button