په جهادي مدرسو کې عصري مضمونونه
لیکنه:محمد علي نظري

دوه کاله د حکومت یو شمېر چارواکو او عامو خلکو، طالبان وپوهول چې په مدرسه یي زده کړو د هېواد ستونزې نه حل کېږي. دوی دې ته متوجه شوي چې هغه څه چې په مدرسو کې لولي، د ژوند او لږ ترلږه د حکومتولۍ په درد نه لګېږي. هغوی متوجه شوي چې د طالبانو د لومړۍ دروې او دوهمې دورې ترمنځ شل کاله واټن، د حکومتولۍ په اړه یې د خلکو په لیدلوري کې زیات بدلون راوستلی دی. دغه ډله هم د خپلې ادعاوې پر بنسټ، ژوند ته ډېر ارزښت ورکوي. کله چې د خلکو د ګټو او د هغوی د ژوندانه د وضعیت مسله رامنځته شي، طالبان د اخرت په اړه خبرې کوي او دا چې دوی ماموریت لري تر څو جنت له افغانانو ډک کړي، خو کله چې د خپلې ډلې ګټې یې مطرح وي، ژوند ته لېوالتیا ښيي. اوسمهال چې پر هېواد ددې ډلې د واکمنۍ له پیل نه نږدې دوه کاله تېرېږي، د فاني نړۍ لپاره دقیقې برنامې په لاره اچوي او په دې لړ کې اوږدمهاله طرحې تر لاس لاندې نیسي تر څو د دې ډلې واکمني بشپړه شي. یو له دغو اوږدمهالو برنامو هم، د ښوونیز نصاب بدلول دي. طالبانو چې پر هېواد د خپلې واکمنۍ نه وړاندې د پوهنې د نصاب د ارزونې لپاره یې یوې کمېټې ته مسوولیت ورسپارلی و ترڅو هغه طالبانیزه کړي، دا ځلي د دیني-جهادي مدرسو په ښوونیز نصاب کې د بدلونونو په راوستلو سره هڅه کوي دغه بنسټونه د ښوونځیو ځایناستي کړي.
د طالبانو د جهادي مدرسو عمومي رییس شیخ عبدالواحد طارق، له سیاسي مرستیال او ددې ډلې د ریاست الوزرا له سرپرست مولوي عبدالکبیرسره لیدلي دي. په دې لیدنه کې، مولوي عبدالکبیر ویلي دي چې «عصري مضمونونه» باید هم د جهادي مدرسو په ښوونیز نصاب کې شامل شي. سره له دې چې له عصري زده کړو سره د طالبانو دښمني ښکاره او روښانه ده، خو ددې ډلې یو شمېر څېرې کله ناکله د رژیم له رسمي سیاست نه جلا سیاست غوره کوي.
طالبانو بېلابېلې لوبې په لاره اچولي دي. یو له دغو لوبو، د ښه او بد طالب لوبه ده. یو شمېر کابل مېشتي طالبان لکه، مولوي عبدالکبیر، ملا یعقوب، سراج الدین حقاني او څو نورې څېرې هڅه کوي د « بدل شوي طالب» روایت په همدې ډول ژوندی وساتي او له خپلو ځانونو انعطاف منونکي او له عصري ژوند سره د هغوی لېوالتیا وښيي. ددې حلقې غړي هڅه کوي خپل ځانونه له ملا هبت الله او ډلې یې یو څه په توپیر کې وښيي او په یوه ډول اعلان کړي چې د زده کړو پر خلاف د نوموړي له له تړلو سیاستونو سره مخالف دي. په مدرسو کې د غیر دیني مضمونونو د زده کړو په اړه خبرې کول، کولای شي تبلیغاتي بڼه ولري او په همدې موخه ترسره شوی وي. سربېره پر دې، که چېرې دا خلک په رښتیا هم د ملا هبت د پرمختګ ضد له سپارښتنو سره مخالف وي، د طالباني په سلسله مراتو کې د حاکم سنت پر بنسټ، دوی نه د روښانه خبرو کولو وړتیا لري او نه هم ددې ډلې د مشرتابه په پرېکړو اغېز کولای شي. په ښوونځیو، دیني مدرسو او پوهنتونونو کې د ښوونیزې موضوع او د ښوونیز نصاب د څرنګوالي په اړه مهمې پرېکړې په کندهار کې نیول کیږي او کابل مېشتې طالبان ډیری اجرايي مامورین دي، نه پرېکړه نیوونکي. په همدې حال کې دا ډول هڅې کولای شي د بدل شوي طالب روایت نوموړی له وړاندې مخکې مړینې نه وژغوري. سره له دې چې داسې ښکاري دغه روایت په افغانستان کې مړ شوی وي، خو د طالبانو لوبو وکولای شول تر یوې کچې له پولو بهر د دا ډول روایتونو پای ته رسېدل وځنډوي.
د مولوي عبدالکبیر ددې سپارښتنې تبلیغاتي بڼه، د وضعیت د درک په اړه خبر ورکوي؛ دا چې مدرسه یي زده کړې ددې نړۍ درد نشي دوا کولای او دنیايي ستونزې نه شي حلولای. کله چې طالبان واک ته بېرته راستانه شول، د دولت په جوړښت کې ټول سیاسي او مدیریتي بستونه یې د غیر طالب له شتون نه تش کړل او د هغوی پر ځای یې ملایان او نیم چه ملایان وګمارل. له هغې وروسته یې ورو ورو خو تل هڅه کړې ده ترڅو غیرطالب ځواکونه د دولت له دستګاه نه لیرې کړي. د بېلګې په ډول ملا هبت الله یو ځلي د طالبانو تر کنترول لاندې د ټولو دولتي ادارو د بشري سرچینو له رییسانو سره په لیدنه کې، هغوی ته سپارښتنه کړې ده چې د کارکوونکو د ګمارنې پرمهال مجاهدینو (طالبانو) ته لومړیتوب ورکړي او د هویت یا سندونو د تایید لپاره هغوی ونه ځوروي. دغه هڅې کېدای شي په هر ځای کې ځواب ورکړي، خو هر کله چې تر تخنیکي مسایلو پورې خبره رسیږي، له بن بست سره مخ کیږي؛ ځکه چې متخصص او تخنیکي طالبان د ګوتو په شمېر دي. هغوی اوس اړ دي غیر طالب کسان خو تخنیکي او په کار پوه په داسې حال کې چې فرمانبرداره وي، د حکومت په بدنه کې ځای پرځای کړي. بل لوري ته، هغوی پردي بولي او پر هغوی بشپړ باور نشي کولای.
تر کومه ځایه چې دغه ډله له عصري زده کړو سره مخالفه ده، یوازې د ساینسي مضمونونو یوه برخه چې په راتلونکي کې ورته ستونزه نه پېښوي، د دیني- جهادي مدرسو په نصاب کې ځای پرځای کوي ترڅو د هېواد له نویو ځوانانو او ځوانانو نه څو کاره روباتونه جوړکړي؛ هغه روباتونه چې هم ځانمرګي واسکټونه واغوستی شي او د لاسي بم په توګه عمل وکړای شي او هم که چېرې ژوندي پاتې شول، د غیر طالب تخنیکي ځواکونو ځای ونیسي. په دې کار سره به طالب دوه موخې ترلاسه کړي: ۱. که چېرې رژیم اوږد عمر وکړي- د طالب له ځواکونو نه به یې ډک کړي. د طالب په ځواکونو د ادارو ډکول، د بیا ځلي د سقوط د احتمال په صورت کې، دغه ډله به یا په کافي توګه نیابتي ځواکونه او ملاتړي ولري او یا له سقوط وړاندې، د دولتي ادارو بشپړ انحصار به د طالبانو ترکنترول لاندې وي.
طالبان له عصري زده کړو سره په بشپړه توګه ستونزه نه لري. هغوی یو شمېر عصري مضمونونه ستونزمن بولي چې په رښتیا هم کولای شي د طالباني فکر پاېښت ته ګواښ پېښ کړي. دغه ډله عصري مضمونونه په ساینسي او ټولنیزې تجربې وېشي. هغو مضمونونو ته چې ساینسي تجربې ویل کیږي، له هغو سره مخالفت نه لري. هغوی له انجینیر او داکتر سره چې د هغوی اطاعت وکړي نه یوازې ورسره ستونزه لري، بلکې د هغوی شتون حتمي بولي. هغوی د خلیجې حوزې عرب شیخان د خپلې د حکومتولۍ لپاره الګو بولي چې په هغوی کې پیسې، د ښارونو پرمختګ، صنعت او سوداګري شته، خو آزادي او د نیوکې فکر نشته.
اوس که «له جهادي مدرسو» یو انجینیر او ډاکتر په مستقیم ډول پوهنتون ته لار ومومي او هلته هم په طالباني فکر د ۲۴ کریدیټونو په اخیستلو سره اسلامي ثقافت زده کړي، هماغه فرمان وړونکي او اطاعت کوونکي تخنیکي ځواکونه به وي چې که چېرې یوه ورځ اړتیا شي، ټوپک په لاس کې واخلي یا د ځانمرګي برید واسکټ واغوندي، خو هېڅکله د وضعیت د بدلون په اړه فکر ونکړي او نه هم نیوکه پرې وکړي. له همدې امله، کله چې مولوي عبدالکبیر وايي: «د دیني مدرسو په نصاب کې دې عصري علوم هم ورزیات شي ترڅو د جهادي مدرسو فارغین هم په ادارو کې د کار کولو وړتیا ولري.» له دې خبرو نه یې موخه د فلسفې، تاریخ او ادبیاتو مضمونونه ندي. منطق، سیاست او ټولنپېژندنه هم د مولوي عبدالکبیر هدف ندي. هغه مضمونونه چې فکر کول وهڅوي او په هغو کې له ازادۍ، انساني حقونو، د حکومتولۍ مسوولیتونه، د حکومتولۍ مولفې، د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو څرنګوالی یا د خلکو او د خلکو ترمنځ اړیکې او نورو اړینو ټولنیزو مسایلو په اړه بحث وشي، د طالباني په نصاب کې ځای نه لري. طالبان آرامه او فرمان وړونکي تخنیکي ځواکونه غواړي چې وکولای شي پلونه، سړکونه او ودانۍ جوړې کړي او که چېرې لازمه وي ویجاړې یې کړي. خو ونه پوښتي چې ولې یې جوړوي یا هم په کوم دلیل یې ویجاړوي.
د طالبانو په جهادي مدرسو کې د عصري مضمونونو تدریس (ساینسي- تجربې) دغو مدرسو ته د ښوونځيو ترکچې لوړتیا ورکوي او حتی تر هغې یې هم لوړوي. له ښوونځي نه فارغ کېدل د مدرسو له فارغ کېدلو سره توپیر لري. هغه څوک چې په مدرسه کې زده کړې کوي، ځان له اسلام نه په دفاع مکلف بولي، خو هغه څوک چې په رښتیا هم له ښوونځي فارغ شي، ځان د اسلام په پېژندنې یا بل هر دین او پدیدې مکلف بولي. مدرسو ته تللي دغه مدافع ځواکونه که چېرې د طالبانو له جهادي مدرسو نه فارغ شي، له طالباني اسلام نه به دفاع وکړي او د حکومتولۍ تخنیکي ځواکونه او راتلونکي جګړه ییز ځواکونه به د طالبانو مشران وي.