هند له څو کلونو راهیسې، د نړۍ د تر ټولو لوی دموکراسۍ لقب درلود؛ خو اوس داسې ښکاري، چې دغه ستره دموکراسي، د زوال په حال کې ده! ډېری کارپوهان په دې باور دي، چې د هند د دموکراسۍ زوال، له هغې ورځې پیل شو، چې نریندرا مودي او بهارتیاجاناتا ګوند واک ته ورسېد.
مودي او د هغه ګوند له سخت دریځې ښي اړخې ډلې سره تړاو لري او دغه ګوند، د هندو ملتپالنې، ملاتړ کوي. او هند د هندوانو خاوره ګڼي. کله چې مودي په ۲۰۱۴ زېږدیزکال کې، واک ته ورسېد، د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ، مذهبي تاوتریخوالی، زیات شوی او دا واټن د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي.
د هند اساسي قانون، چې په 1947 زېږدیزکال کې لیکل شوی، یو سیکولر اساسي قانون دی، چې د مساوات او عدالت په ارزښتونو ولاړ دی، د ټولو مذهبي او توکمیزو ډلو، په سولهییز ژوند، ټینګار کوي. هند له اندونیزیا او پاکستان وروسته، دریم لوی مسلمان نفوسلرونکې هېواد دی چې (۲۰۰ ملیونه مسلمانان) لري. جواهر لال نهرو، په هغه وخت کې وېلي و، چې په هند کې هېڅ رسمي مذهب نشته او ټول مذهبونه، په هند کې آزاد دي. تر هغې پورې چې مودي واک ته ورسېد، په هندوستان کې د دموکراسي ښه روانه وه. هند ته آن د دموکراسۍ جنت او په نړۍ کې ترټولو لویه دموکراسي هم وېل کېدله؛ خو اوس په دغه هېواد کې، فرقهييز او مذهبي اختلافات زيات شوي او دا مسله د هند ستره دموکراسي ګواښي.
ددې فرقهییزو اختلافاتو ریښه دې مسئلې ته ورګرځي، چې هند د چا وطن دی او څوک ددې پولې او ځمکې سره د تړاو احساس لري. وینایاک دامودار ساورکار په خپل کتاب «هندوتوا» کې- چاپکال ۱۹۲۳ – کې لیکلي چې یوازې هغه څوک چې هند خپل وطن ګڼي او د دوی مذهب هندو دی، په هند کې د ژوند کولو مستحق دی! د هغه په ګمان، په هند کې مېشت مسلمانان او عيسويان ښايي لومړی شرط پوره کړي، يعني هېواد سره مینه، مګر دوی نشي کولای دویم شرط پوره کړي! ځکه د دوی سپېڅلې خاوره، عربي ټاپووزمې او فلسطین دي. د هغه کتاب، د هندو ملتپالو لپاره یو منشور دی.
سیاست ته د ننوتلو دمخه، مودي د «راشتریا سوایامسواک سانگ» غړی و. دا ډله په هندو ملتپالنه کلک باور لري او هند د هندوانو سپېڅلې خاوره ګڼي. په هند کې د مودي په واکمنۍ کې، د مذهبي لږکیو وضعیت مخ په خرابېدو دی. په هند کې، د لږکیو د حقونو سازمانونه وايي، «د مسلمانانو او مسیحیانو پر وړاندې توکمیز چلندونه زیات شوي دي!» د بېلګې په توګه، پر جوماتونو او کلیساګانو د بریدونو شمېر ډېر شوی او آن دا چې مسلمانان او عیسویان د خپلو مذهبي مراسمو د ترسره کولو اجازه نه لري. ۲۰۲۱ زېږدیزکال، د مسیحیانو لپاره تر ټولو خونړی زېږدیزکال و. پدې زېږدیزکال کې تر ۵۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې، چې ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د هند په ډېرو ایالتونو کې، د غویې حلالول او غوښې خرڅول، منع دي او که څوک د غویې غوښه له ځانه سره ولري، د هغه سره ډېر بد چلند کېږي.
د روان زېږدیزکال د اپرېل پر ۱۴مه، د افراطي هندوانو یوه ډله، له پولیسو سره یوځای، یوې کلیسا ته ننوتله او په کلیسا کې موجود ټول عبادت کوونکي یې ونیول. دا پیښه په ښکاره ډول څرګندوي چې د هند حکومت، د وضعیت د اداره کولو لپاره، ډېره لیوالتیا نهلري او ځینې وختونه آن د افراطیانو ملګرتیا کوي.
مودي، د خپلو ملتپالو تمایلاتو له امله، د هندوانو په منځ کې، ډېر پلویان موندلي دي او په پرېکنده توګه یې د ۲۰۱۹ زېږدیزکال انتخابات وګټل. سیال ګوندونه هم د مودي د توکمپالو سیاستونو پر وړاندې، ډېر غبرګون نه ښیې؛ ځکه چې دوی نهغواړي د خلکو په منځ کې، خپل محبوبیت له لاسه ورکړي. له بلې خوا، مودي د خپلو پالیسیو له امله، په هندوانو کې، ډېر شهرت او محبوبیت ترلاسه کړی دی. دا شهرت هغه ته اجازه ورکوي چې خپله نژادپرسته پالیسي، په چټکۍ سره تعقیب کړي.
دي اختلافاتو، اوس د هند په کثرتي ټولنه کې، ریښې ځغلولي او دا ریښې مختلفو برخو ته ِغځیدلي دي. د کتونکو په اند، په تېرو څو کلونو کې، په ځانګړې توګه د مودي په حکومت کې، په هندي ټولنه کې، د زغم کچه راټیټه شوې ده. دغه وضعیت ددې لامل شوی، چې د بالیوود ستوری (شاهرخخان) په هند کې، د مذهبي زغم د نهشتون په اړه خبرې وکړي. د هند پولیسو تېر زېږدیزکال، د شاهرخخان زوی، د نشه يي توکو د کارولو په جرم نیولی و. پوهان په دې باور دي، چې دا کړنه، د هند حکومت او واکمن ګوند، د شاهرخخان د بدنامولو لپاره کړې وې! په یوه بله قضیه کې، هندو افراطیانو، د هند سینما بل وتلي ستوري(عامرخان) د «لال سینگ چدا» فلم هم بایکاټ کړی و. ددې افراطي ډلې په وینا، ددې فلم په څو صحنو کې، د هندوانو عقایدو ته سپکاوی شوی دی. عامرخان هم څو ځله وېلي چې په هند کې ځان خوندي نه احساسوي.
هغه خلک چې د تبعیض او ناوړه چلند قربانیان دي، د دوی دوسیو ته له نه پلټلو څخه شکایت کوي او محکمه او دولتي بنسټونه په بېکفایتۍ او غفلت تورنوي. لکه څنګه چې رسمي چارواکي نشي کولی اقلیتونه له ډلهییز تاوتریخوالی څخه وژغوري، یا آن په دې تاوتریخوالی کې برخه هم اخلي، حقوقي سیسټم هم د قضیو په څیړلو او مسئولانه ځواب ورکولو کې پاتې راغلي.
استبدادي، پاپوليزم او مودي
اوسمهال، مودي د هند هېواد د ډېرکي نفوس (هندوانوباورانو) په منځ کې، لوی وړ شهرت لري. آن دوی د خدای! په سترګه ورته عبادت کوي، او ځینې یې مودي د هندوانو ژغورونکی ګڼي! ډېری څیړونکي پدې باور دي چې مودي یو پاپولیسټ او استبدادي سړی دی. مودي د هند ټولنه ښه پېژني او د خلکو په منځ کې یې، پخپلو تېراېستونکو ویناوو سره، ځانته ځای پیدا کړی دی. د پاپولست کېدو سره سره، مودي یو استبدادي هم دی. له هغې راهیسې چې مودي د ۲۰۱۴ زېږدیزکال په می کې، واک ته ورسید، هغه د مطبوعاتو آزادۍ محدوده کړې او اوس مهال رسنۍ تر ډېره، د مودي په خدمت کې دي او د هغه پروپاګند خپروي. تر اوسه مودي له خبریالانو سره کومه خبري ناسته نهده کړې. ډېری ژورنالیستان د زنداني کېدو له ویرې، د مودي او د هغه له حکومت سره یوځای شوي او رسنۍ د بندېدو یا له درنو مالیاتو سره مخ کېدو له ویرې، د حکومت تبلیغاتي ماشین ګرځیدلي. مودي په کابینه کې، تر ټولو مخکښ دی لومړۍ او وروستۍ خبره هغه کوي. هغه له وزیرانو سره مشوره نهکوي او هر څه چې وايي باید له نیمګړتیا پرته عملي شي. په بل عبارت، د لومړي وزیر دفتر، د هند د حکومت د ټولو کارونو دفتر دی. د خپلو مشرانو برعکس، مودي په پارلمان کې، د اپوزیسیون خبرو ته غوږ نهنیسي او اکثره د ګوندي ویناو لپاره، پارلمان ته ځي.
د هند په کابینه کې یو دودیز قاعده وه، چې دولتي اړوندان باید د ګوند غړي نهوي. خو له ۲۰۱۴زېږدیزکال راهیسې، په ادارو کې ګوندي اړوندان زیات شوي دي. رامچندرا ګوها، یو مخکښ هندي تاریخپوه وايي: «مودي د کلیدي چارواکو په ټاکلو کې، د وړتیا په پرتله، په وفادارۍ ډېر ټینګار کوي. هر وزارت اوس د «راشتریا سوایامسواک سانگ» له سازمان څخه یو کس لري، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې کله یو لوړ پوړی ملکي کارمند تقاعد کیږي، د هغه ځای ناستی د هغوي د ایډیالوژۍ او سازمان سره سم دی.
سربیره پردې، دولتي ادارو ته د سیاسي اپوزیسیون د ډارولو او ماتولو لپاره، پراخ واک ورکړل شوی دی. د هند د «ایکسپریس» مجلې راپور ښيي چې له ۲۰۱۴زېږدیزکال راهیسې، د هند د ټولو هغو سیاستوالو ۹۵ سلنه چې د تحقیقاتو د مرکزي ادارې له خوا نیول شوي او تر پوښتنو لاندې راغلي، له مخالفو ګوندونو څخه دي. له هغه وخت راهیسې د اپوزیسیون لوی شمېر سیاستوال، له بهاراتیا جاناتا سره یوځای شوي او د دوی د قضیو د لغوه کېدو په لټه کې دي. د هند قضایي سیسټم نور د پخوا په څېر خپلواکي نهلري او تر ډېره حده، د اجرایوي څانګې تر اغیز لاندې دی او نهشي کولای په آزاده توګه دوسیې وڅیړي. هندي محکمه په ډېری مواردو کې، د قضیو د تحقیق لپاره، زړه نازړه وي او ځینې وختونه د محکمي غونډي ځنډوي.
پایله:
«د مودي د واک د کلونو قیمت»
«د مودي د واک د کلونو قیمت» د هندي لیکوال او د بشري حقونو فعال، (اکار پټېل) د کتاب نوم دی [۱]. پټیل، د ډېرو کلونو لپاره، د «بخښنې نړیوال سازمان» سره کار کړی. هغه په دې کتاب کې د خپلو تجربو په اړه لیکي، چې د مودي حکومت سره پدې موده کې لاس او ګریوان و. د «شیطان ورکشاپ» تر سرلیک لاندې په یوه فصل کې، پټیل ادعا کوي چې د مودي حکومت د «د نادولتي موسسو د دسیسې قربانیانو» په ادعا سره، د مدني ټولنې په وړاندې جګړه اعلان کړې. په خپل کتاب کې، پټیل د 58 شاخصونو په کارولو سره، د مودي حکومت فعالیت ارزونه کوي، چې د پراختیا شاخصونه (UNDP)، لوي انستېتیوت، د بېسرحده خبریالانو سازمان، فریدم هاوس او برانډ فینانس په شمول ارزیابي کړی. د سروېګانو پایلې ښيي چې د هند دموکراسي، د مودي د واکمنۍ پرمهال کمزورې شوې. یوازې په ۲۰۲۰زېږدیزکال کې ، د مودي حکومت په ټویټر کې، د پوسټونو لرې کولو یا د حسابونو بندولو لپاره ۲۷۷۲ قانوني غوښتنې درج کړې. د هند دموکراتیک معیارونه په وروستیو کلونو کې، راټیټ شوي دي. د «فریډم هاوس» د سیاسي او مدني آزادیو په درجه بندۍ کې ، هند یو له هغه هېوادونو څخه و چې په تېرو لسیزو کې یې، ترټولو لوی کمښت درلود، او په ۲۰۲۱ زېږدیزکال کې، هند له «ازاد» څخه «یو څه آزاد» ته راټیټ شو. د کاټو انستېتیوت د بشري حقونو د ازادۍ په شاخص کې، هند په ۲۰۱۵ زېږدیزکال کې، له ۷۵ څخه په ۲۰۲۱ زېږدیزکال کې ۱۱۹ ته راټیټ شو. د بېسرحده خبريالانو، په نړيواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې، هند په ۲۰۱۳ زېږدیزکال کې له ۱۴۰ ځای څخه په ۲۰۲۲ زېږدیزکال کې ۱۵۰ ځای ته راښکته شو. په نهایت کې ، د نړیوال اقتصادي فورم په وروستي نړیوال جندر راپور کې چې د جولای په میاشت کې خپور شو، هندوستان د روغتیا او بقا له پلوه، د نړۍ په ۱۴۶ هېوادونو کې ۱۳۵ ځای ترلاسه کړی. هغه په دی باوري دی چې هند به د مودي د پوپولیستي او توکمپالنې اقداماتو له امله، په راتلونکو کلونو کې درنه او غیر متوقع قیمت ورکړي. د مودي د اته کلنې واکمنۍ په موده کې، هندي ټولنه خورا قطبي شوې ده. د هندي ټولنې قطبي کېدل به، ددغه هېواد نیمه تړلې دموکراسۍ ته سخته ضربه ورکړي. په اوږد مهال کې د مذهبي ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی خطرناکې پایلې لرلی شي؛ لکه فرقهییزې جګړې او نسل وژنې! په هند کې د مسلمانانو پر وړاندې تبعیض، ددې لامل شوی چې افراطي اسلامي ډلې، د خلکو په منځ کې تبلیغ او خپل لارویان ډېر کړي. افراطیت د هندي مسلمانانو په منځ کې، د یو احتمالي ګواښ په توګه شتون لري، که چیرې تاوتریخوالی اداره نشي او د القاعده په څېر افراطي اسلامي ډلې لا ډېرې فعالې شي، نو امکان لري چې دا ګواښ به له احتمال څخه په واقعیت بدل شي.
په هر حال، دموکراسي په وروستیو کلونو کې، د پوپولیستانو او زورواکانو لخوا له زوال سره مخ شوې. په امریکا کې (ترمپ)، په انګلستان کې (جانسن)، په هند کې (مودي) او په برازیل کې (بولسونارو)، ددې مسئلې روښانه بېلګې دي. له مودي پرته، دا ټول د اوس لپاره، له واکه لرې شوي دي. په حقیقت کې، په هند کې، د لومړي وزیر په توګه، د مودي شتون، د نړۍ ترټولو لویې دموکراسۍ ته یو جدي ګواښ دی.
[۱] Aakar, Patel (2021). Price of the Modi Years. Westland.