۸صبح، کابل: هندي رسنیو راپور ورکړی، چې تمه ده د دغه هېواد لومړی وزیر نریندرا مودي له افغان سیکانو او هندوانو سره په نوي ډیلي کې وګوري.
هندي زینوز خبري اژانس نن جمعه د سلواغې پر ۲۹ ویلي، تر دې وړاندې د هند د نړیوالې ټولنې رییس پونیت سنګ چاوندک، مودي ته د یو لیک په استولو له نوموړي افغان سیکانو او هندوانو ته د تابعیت غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی و، چې دغو لږکیو ته د ویزو په ورکړه کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.
چاوندک په دې لیک کې د هند له لومړي وزیر څخه غوښتي، چې د افغان هندوانو د ګورودواراو او معابدو په ساتنه کې ډيپلوماتيکې هڅې وکړي.
ورته مهال د هند څوملیتي خبري چینل «Wion» د هند د نړیوالې ټولنې لیک خپور کړی او ویلي يې دي: «د هند دولت ممکن افغان لږکیو ته اسانتیا رامنځته او نویو غوښتنو ته يې پام او د تابعیت ورکولو په تړاو فکر وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې هندي دولت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.