طالبانو ته د محمد اشرف غني دیپلوماتیک ګوذار
لیکنه: عبدالصبور ساپی

یادونه: دغه مقاله د لیکوال نظر څرګندوي، مجله یې پخلی یا مخالفت نه کوي. اداره
د دوحې هوکړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر میلادي کال به فبرورۍ کې لاسلیک شوه له سترو سیاسي او حقوقي خلاوو ډکه وه، دې تړون نه یوازې افغانستان ته تاوان ورساوه بلکې امریکا یې هم زیانمنه کړه ځکه چې له دې تړون سره په نړۍ کې د امریکا اقتدار او دریځ زیانمن شو، اوس چې په امریکا کې یو نوی منتخب ولسمشر او نوی ګوند یعنی دیموکرات چارې په لاس کې اخیستي د دې تړون د ارزونې هوډ لري چې ډېر ژر به پیل شي، دا کار به ښايي د دواړو هېوادو ګټه خوندي کړي، دا صحیح خبره ده چې دا تړون د امریکا او طالب ترمنځ لاسلیک شو خو دې هوکړې هغه وخت سم مفهوم درلودلای شو چې د افغانستان د برخلیک په هکله پکې څه نه وای، کله چې د افغانستان د ګټو خبر منځته راځي نو د افغانستان د منتخب دولت د حضور مسئله هم په دې خبرو کې مطرح کېږي، نو دا تړون له سترو خلاو او تېروتنو ډک تړون بللی شو ځکه:
۱- یوه ستره تېروتنه دا وه چې د افغانستان دولت ته یې د اصلي لوري په توګه په دغو خبرو کې ځای ور نه کړ، آن تراوسه افغان دولت د دغه تړون له بشپړو جزییاتو خبر نه دی.
۲- بله تېروتنه او ستره سیاسي خلا په دې تړون کې دا ده چې د جنګ اړخونه یا خواوې پکې تعریف شوي نه دي، لازمه دا وه چې باید افغان دولت د جګړې د اصلي فریق په حیثت په دې تړون کې تعریف او شامل شوی وای چې ونه شو، نو ځکه دې خلا دا زمینه برابره کړه چې طالبان د جګړې د بل فریق په حیث افغان دولت په رسمیت ونه پېژني او ورته اهمیت ورنه کړي، چې دا کار د جنګ د نه ختمېدو او د نن ورځې د ناورین ستر عامل وګرځېد.
۳- د تړون بله تېروتنه دا وه چې امریکا یوې جنګي ډلې ته سیاسی هویت او نړیوال مشروعیت ورکړ، نو ځکه طالب کاذب غرور ترلاسه کړ تر هغه چې د طالبانو ډلې مرستیال مشر ملابرادر تېر دسمبر په کراچۍ کې خپلو ملګرو او ټپيانو ته وویل چې «ما له ترمپ سره نیم ساعت تیلفوني خبرې وکړې او ما تېلفون پرې کټ کړ هغه نه دی کټ کړی» یعنی ملا دادالله د ټرامپ پر خبرو په غوسه شوی او تیلفون ئې قطع کړی او داسې نورې خبرې، دا خبر د طالب د هغه کاذب غرور ښکارندويي کوي چې منشه یې همدا د دوحې تړون دی.
۴- دا تړون سبب شو چې د طالبانو جګړه خپله بڼه بدله کړي او خپل ځای ورکړي هدفي وژنو د عام المنفعه بنسټونو نړولو، د مقناطیسي ماینو ایښودلو ته.
اوس د جوبایدن ادارې هوډ کړی چې دا تړون به له سره ارزوي په دې هکله د پنتاګون ویاند «جان کِربي ووېل چې موږ اوس هم کوښښ کوو چې د خبرواترو په اساس له طالبانو سره یوې حل لارې ته ورسېږو که څه هم طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی»
جان کِربي ووېل چې د امریکا جمهوررئیس بایدن د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې لاسلیک شوې موافقې ته ژمن دی، د دغه تړون په اساس طالبان باید په امریکایانو بریدونه بند کړي، تاوتريخوالی ډېر کم کړي او له افغان دولت سره د سولې صادقانه خبرې مخته یوسي، امریکا په مقابل کې د ۲۰۲۱م میلادي کال تر مې میاشتې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي، ښاغلي جان کِربي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو او له القاعدې سره د اړيکو په پرې کولو عمل نه دی کړی، ښاغلي کِربي زیاته کړه ترڅو چې شرایط داسې وي «کار به د خبرو پر مېز سخت وي» که څه هم هغه ونه ویل چې تر مې میاشتې پنتاګون په افغانستان کې د خپلو سرتېرو کچه صفر ته رسوي او که نه.
د طالبانو وارخطايي له څه ده؟
په دوحه کې د طالبانو مرکچي پلاوی د خبرو له میزه تللی او په بهرني سفرونو تللی، طالبان چې د جوبایدن له راتلو ورسته سخت ناهیلي شوي دي نو ځکه یې بهرني سفرونه پیل کړل چې امریکا ته په غیر مستقیم دول ګواښ وکړي چې دوی متحدین لري او کولای شي بیا د امریکا پرضد جګړه ګرمه کړي د طالبانو درې پلاوي ایران، روسیې او ترکيې ته په سفر تللي. ښاغلي شېرمحمدعباس ستانکزي په مسکو کې دا اعلان وکړ: «که ډاکتراشرف غني استعفاء وکړي نو دوی به اوربند او له نوي حکومت سره به خبرې پیل کړي.»
په افغانستان کې مشروع او منتخب دولت او حکومت موجود دی نوی حکومت چې طالبان یې غواړي هغه خپل مشروعیت له چا نه اخلي دا د اساسی قانون خلاف، غیرعملي او د پاکستان د GHQاوISI غوښتنه ده!
ښاغلی ستانکزي دا خبرې په داسې حال کې مطرح کوي چې څو اونۍ مخکې ذبیح الله مجاهد له تکړه ژورنالست میرویس ستانکزی سره په مرکه کې چې له شمشاد تلویزیونه په ژوندۍ بڼه خپرېده د هر ډول موقت حکومت د جوړېدو خبر په کلکه رد کړ، اوس خبره دا ده چې څه سبب شول چې ستانکزی دا خبره په مسکو کې په بېړنۍ توګه اعلانولی شي چې په دوحه کې د خبرو پر مېز یې مطرح کړې وای، داسې ګونګوسې هم شته چې حامد کرزي او اسماعیل خان له عباس ستانکزی سره لیدلي او د موقت حکومت په هکله یې خبرې کړي دي، که څه هم عباس ستانکزي لا دمخه د افغانستان د اردو د انحلال خبره هم کړې وه، یوه خبره جوته ده چې د آی ایس آی سازمان د خپلو امکاناتو او ذرایعو په مټ په دې پوه شوی چې د طالبانو او امریکا د دوحې هوکړه په اوسني خط اوخال سره نور د منلو نه ده او له همدې کبله یې په بیړنۍ توګه د حامد کرزي او طالبانو لوري پټه ناسته ترتیب کړه چې اصلي پیغام یې د مسکو نه د شیرمحمد عباس ستانکزي په څرګندونو کې بربنډ شو.
دلته لازمه ده چې یو څه د موقتو حکومتونو په هکله رڼا واچوم، تراوسه نړۍ ۵۸ موقت او انتقالي حکومتونه تجربه کړي چې مطلق اکثریت ئې ناکام حکومتونه ول افغانستان هم داسې موقت حکومتونه تجربه کړي چې ناکام ول.
افغانستان کې موقت حکومتونه:
ترهغه ځایه چې ګورو موقت حکومتونه کومه مثبته پایله نه درلوده او وینې بهېدنې زیاتې شوې فقر او بدبختي خپل اوج ته ورسېده خلک بېکوره او بې پته شول، د اشرف غني په راتګ اوس څه ناڅه ویلی شو چې په افغانستان کې له ټولو ناخوالو او فساد سره سره بیاهم یو دولت لرو چې ډېر تلاش او کوښښ کوي چې مثبت کارونه وکړي او ډېر ئې هم ترسره کړي دي ،نسبي اداره ئې رامنځته کړې که جنګ جګړې نه وای نو ښې او سترې لاسته راوړنې به مو درلودلی.
اوس بیا حامدکرزي، اسماعیل خان، عطامحمدنور، میررحمان رحماني او یو شمېر نور ټوپکمارو، مفسدو او مافیائي کړیو هڅې پيل کړې چې موقته اداره رامنځته کړي، د جنوري ۳۱ مه میررحمان رحماني هم په ډاګه کړه چې د موقت حکومت طرحه ئې ترلاسه کړې او دی ئې هم ملاتړ کوي مقصد د موقتې ادارې نه د هغه مفسدو اومافیایی کړیو بیا قدرت ته رسېدل دي چې د ډاکترغني له خوا له قدرته ګوښه شوي دي، نن له ډاکتراشرف غني سره مخالفت او په هغه نيوکې په یو مُود بدل شوي او د پاکستان، طالبان او ایران نه د امتیاز اخیستو لپاره کېږي نه د وطنپالنې او ملي ګټو په خاطر.
د ډاکترغني دپلوماتیکې هڅې!
ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره د سلواغې په ۱۶مه نېټه تلېفوني خبرې وکړې، په هغه بیانیه کې چې د امرېکا بهرنیو چارو وزارت خپره کړې ده راغلي چې ښاغلي بلینکن له ډاکترغني سره په تېلفون کې « له سولې د امریکا دیپلوماتیک ملاتړ او سیاسی حل لارې داوم د یوې تلپاتې او عادلانه سولې او دائمي اوربند چې د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه وي ټینګار کړی. بلینکن زیاته کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون به له سره څېړي او هیله ئې وښوده چې د افغانستان ټول رهبران باید له دې تاریخي فرصته ګټه پورته کړي۰
له بلې خوا، محمد اشرف غني د دوستو هیوادو لکه کانادا، ناروې، سویدن، استرلیا، جرمنی ، چک او ترکیې له ولسمشرانو د امریکا د سنا جرګې رئیسې نانسي پلوسي او یو شمېر سناتورانو سره تیلفونی خبرې کړې او په کابل کې یې له یوشمېر سفیرانو سره لیدلي دي او د افغانستان د سولې، اوربند، د واک د مشروع انتقال په هکله ئې معلومات او مشورې ترسره کړي، همدا شان ښاغلي حمدالله محب د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره تیلفونی خبرې کړې، ښاغلي امرالله صالح سخت امنیتی تدابیر او د ترهګرو اړیکې له بهر سره د یوه ثبوت په توګه ترلاس لاندې نیولي او له یو شمېر سفیرانو سره یې پدې هکله لیده کاتهٔ کړي، د ډاکترغنی دا ټول دپلوماتیک کوښښونه ددې لامل شول چې د امریکا او اروپا په لیدلورو کې بدلون را شي په هغه اعلامیه کې چې اروپائي ټولنې ناتو او امریکا خپره کړې راغلي: «کابل کې د امریکا سفارت، د اروپايي ټولنې پلاوی، د استرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، جرمني او ایټالیا دیپلوماتیک ماموریتونه په افغانستان کې د هالنډ، اسپانیا، سویډن، بریتانیا امریکا دیپلوماتیک بنسټونه په افغانستان کې وژنې، سړي تښتونې او د حیاتي زېربناوو ویجاړول، چې زیان یې نېغ په نېغه ولسي وګړو ته رسېږي، غندي.»
په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي “له خپلو متحدینو او ملګرو سره یوځای موږ وژنې، تښتونې او د مهمو زیربناوو ویجاړول غندو، طالبان باید پر دې پوه شي چې د هغوی ویجاړوونکي او له تاوتریخوالي ډک اعمال نړۍ په غوسه کوي او باید په افغانستان کې د سولې په خاطر ترې لاس واخلي”.
بی بی سی پښتو د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې له قوله وېلي چې طالبان د دا ډول هدفي تاوتریخوالو د ډېری پېښو مسئولیت لري او د دوی بریدونه دولتي ادارې کمزورې کوي او د یوه نامنه چاپېریال له رامنځ ته کېدو سره مرسته کوي.
اوس خبره په دې ده چې په تړون کې بیا کتنه به څه وي، که چېرې د امریکا دولت لږترلږه په تل پاتې اوربند او د خبرو په دوام ټینګ پاتې شي دا به د دې سبب شي چې پاکستان خپلو تاکتیکونو کې د طالبانو د مطرح کولو په هکله بدلون رامنځته کړي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي لا د مخه له امریکا غوښتي چې تړون ته ژمن پاتې شي، که څه هم امریکا به کومې ګټې چې دلته یې په سیمه کې لري په کُلي صورت د طالبانو نه لاس په سرنشي او له دوی سره به خپلې اړیکي وساتي.
طالبان د اسلامي نظام غوښتونکي دي خو هېڅوک ترې دا نه پوښتي چې هغه اسلامي نظام چې طالبان یېغواړي باید خلکو ته ئې تعریف کړي چې دا څه ډول نظام دی په دا ۵۷ اسلامي ملکو کې ئې ساری نشته ده، ولی طالب د خپل نظام له تعریفه وېره لري!؟
طالب وائي چې اویا سلنه خاوره یې په لاس کې ده خو خپله په قطرکې دفتر لري او کډې ئې په پېښور، کراچۍ او کوېټه کې ژوند کوي.
طالبان وائي چې اویا سلنه خاوره یې لاس کې ده خو له چاودنو او د نور ډلو له شتون نه منکر ده خیر دا نور ترهګر چېرته ژوند کوي په دولتي سيمو کې خو څو ورځې ښائي ژوند ونه شي کولی یا به نیول یا به وژل کېږي.
طالبان بې له جګړې او قدرت ته د رسېدو بل هېڅ کړنلاره د وطن او راتلونکي لپاره نه لري او پدې هکله خبرې نه کوي معلومه ده چې طالبان همهغه تېر طالبان دي چې تراوسه د نړۍ له علم او تمدن سره لېوالتیا او آشنائي نلري دا عصر و زمان د علم و تکنالوژی ده او له نړۍ سره باید همګام اوسو چې دا هيله د امارت په وجود کې تحقق نه مومي انسانان خدای پاک د ژوند لپاره پیداکړي او دا دنیا ئې د نعمتو سره ورته تحفه ورکړې ترڅو ئې د خپل عقل او فکر چې خداج ورکړی ځانته جنت جوړ کي او ترې خوند واخلي او د خدای شُکر پرځای کړي.
د امنیتي کارپوهانو په آند که سم تدابیر ونیول شي په کراچۍ کې په تېر دسمبر کې د ملابرادر له خبرو او حالاتو داسې ښکاري چې طالبان به ډېر ژر یا ختمېږي او یا به له دولت سره جوړ راځي، جمهوریت ډېر ټينګ او د نړۍ والې ټولنې کلک ملاتړ له ځانه سره لري نو د دې لپاره د موقتی ادارې خیال ته صبر جمیل د الله له درباره غواړم، اوس نو د یوې پایدارې او واقعي سولې رسېدو ته باید زغم او حوصله ولرو چې دا ټول د داسې یوه نظام ترسیوري لاندې ترلاسه شي چې په هغه کې انساني حقوقو ته درناوی، دموکراسی، ټولنیزعدالت، قانون علم و تکنالوژي شتون ولري او د ولس زعامت د ولس په خوښه او مستقیم ګډون د دیموکراتیکو ټاکنو په مټ ترلاسه شي، نظام او جمهوریت ساتل د هر با درکه وطنپال او په ترقي مئین افغان ایماني او انساني دنده ده.
د تل پاتې سولې او جمهوریت دبریا په هیله