د هېواد مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه له وتلو وروسته خپل پیغام په ټولنیزو شبکو کې خپور کړ.
محمد اشرف غني د زمري په ۲۴مه نېټه په پټه او پرته له دې چې اعلان وکړي له افغانستانه ووت او له هغې لږ وروسته طالبان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل.
د هېواد مخکیني ولسمشر له افغانستانه له وتلو وروسته په خپل پيغام کې ولیکل: «نن له یوه سخت انتخاب سره مخامخ شوم؛ دا چې ودرېږم او له هغو طالبانو سره چې ارګ ته یې د ننوتلو نیت درلود، مخامخ شم او یا له خپل ګران هېواده چې تېر شل کاله مې یې د ساتنې او پرمختګ لپاره تېر کړل بهر شم.»
محمد اشرف غني ویلي که پاتې شوی وای، زیات شمېر خلک وژل کېدل یا هم ښار ورانېده چې د هغه په وینا، پایله یې په دغه شپږ میلیوني ښار کې بشري ناورین و.
هغه ویلي: «روښانه وه چې طالبان چمتو دي زما د ګوښه کولو لپاره پر کابل او اوسېدونکو یې خونړي بریدونه وکړي، ددې لپاره چې د وینو توېیدو مخنیوی وشي، غوره مې وګڼله چې بهر شم.»
غني جوته کړې چې د تورې او ټوپک قضاوت له طالبانو سره دی او دا ډله اوس د هېوادوالو د ناموس، مال او ځان د خوندیتوب مسووله ده.
له بلې خوا، غني ویلي چې طالبانو د زړونو مشروعیت نه دی ترلاسه کړی، ځکه چې هېڅکله په تاریخ کې د زور له امله چا ته مشروعیت نه دی ورکړ شوی او نه هم ورکول کېږي.
هغه زیاته کړې چې طالبان اوس له لوی امتحان سره مخامخ شوي چې یا د افغانستان نوم او عزت خوندي کوي، یا هم نورو هېوادونو او شبکو ته لومړیتوب ورکوي.
غني باوري دی چې ډېری خلک او د ټولنې بېلابېلې پرګنې په وېره کې ژوند کوي او پر راتلونکي باور نه لري.
هغه ویلي چې اړتیا ده طالبان ټولو افغانانو، قومونو، د ټولنې بېلابېلو پرګنو، ښځو او نارینه وو ته ډاډ ورکړي چې د مشروعیت د خپلولو او د خلکو د ډاډمنېدو لپاره روښانه طرحه جوړوي او له خلکو سره یې شریکوي.
محمد اشرف غني د خپل پيغام په پای کې ویلي چې تل به خلکو ته د خدمت او سوکالۍ په فکر کې وي او په راتلونکي کې تر ډېره دغو برخو ته پام کوي.
اشرف غني د زمري په ۲۴مه نېټه له حمدالله محب او فضل محمود فضلي سره یو ځای تاجکستان ته ولاړل؛ خو لږ وروسته سرچینو وویل چې تاجک چارواکو ددغه هېواد په هوايي ډګر کې د نوموړي د سپرلۍ الوتکې د ښکته کېدو مخنیوی وکړ او محمد اشرف غنی عمان ته تللی دی.
محمد اشرف غني د خپل کار په وروستیو ورځو کې د افغانستان پر پخواني پاچا امان الله خان نیوکې کړې وې او هغه یې په پېچلیو شرایطو کې له هېواده بهر ته په تېښته تورن کړی و.
خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکي بیا هغه د واک په تشه او افغان ولس او دولت ته په خیانت کولو تورن کړی دی.