محمد داوود لغماني د غزني د والي په توګه دنده پیل کړه
د ۸صبح پښتو مجله

د فاریاب پخوانی والي محمد داوود لغمانی د غبرګولي په اتمه نېټه د غزني د والي په توګه دنده پیل کړه.
نوموړی د سید عمر پر ځای د غزني د والي په توګه ټاکل شوی دی. هغه د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې، د دفتر رییس سمیع الدین حقمل لخوا ددغه ولایت اداري کارکوونکو وروپېژندل شو.
محمد داوود لغمانی، د روان کال د غویي په درېیمه نېټه د فاریاب د والي په توګه ټاکل شوی و.
د فاریاب د والي په توګه د نوموړي ټاکل کېدل د دغه ولایت د اوسېدونکو له مخالفت سره مخ شول او په څو شمالي ولایتونو کې د مارشال عبدالرشید دوستم پلویانو د نوموړي پر ضد لاریونونه وکړل.
کله چې د غويي په ۲۵مه نېټه ښاغلي لغماني غوښتل د خپل کار دفتر ته ولاړ شي، د میمنې ښار اوسېدونکو د ولایت مقام شاوخوا لاریونونه وکړل او د لغماني د سپرلۍ الوتکې د کېناستلو مخه یې ونیوله.
دوه ورځې وروسته لغماني په میمنه کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په لومړۍ لوا کې دنده پیل کړه.
د لاریونونه په لسمه ورځ، ښاغلی لغمانی له دندې ګوښه او د فاریاب ولایت د والي مرستیال د دغه ولایت د سرپرست په توګه وټاکل شو.