محمد صادق د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت په غبرګون: پاکستان له دې پرېکړې «ناهیلی» شوی

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له زدهکړو د نجونو د بېبرخې کولو په تړاو د طالبانو د وروستي فرمان په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان افغانستان کې له لوړو زدهکړو د نجونو له منع کولو «ناهیلی» دی.
محمد صادق چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه نېټه د یوه ټویټ په خپرولو ویلي، چې په دې برخه کې د پاکستان دریځ روښانه او ثابت دی.
هغه له طالبانو د دې پرېکړې د بیا غور غوښتنه کړې ده.
صادق زیاته کړې: «موږ باوري یو چې هره ښځه او نارینه خپل حق لري او د اسلام د لارښوونو له مخې باید زدهکړې وکړي.»
د ویلو ده، چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې پراخ غبرګونونه پارولي دي.