۸صبح، کابل: د پښتون ژغورنې غورځنګ پخوانی غړی او د پاکستان د پارلمان اوسنی غړی وایي چې،د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، باید کابل ته د هغه هېواد د استخباراتو ادارې (ای اس ای) د مشر د سفر د موخې په اړوند وضاحت ورکړي.
محسن داوړ په یوه ټویټ کې لیکلي چې، دا پوښتنه د پارلمان په ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیره شوې ده.
هغه په ټینګار سره ویلي چې، دا د پارلمان لپاره مهمه ده او د پاکستان خلک باید پوه شي چې د پاکستان د څارګرې ادارې رییس فیض حمید په افغانستان کې څه کول او چا هغه ته ددغه سفر اجازه ورکړې وه، ولې پارلمان ته د دې سفر په هکله خبر نه و ورکړ شوی؟
هغه د دې سفر په د موخو او جزیاتو په تړاو ځینې پوښتنې کړې دي. محسن داوړ دغه راز پوښتلي دي چې، د افغانستان د تېر او راتلونکي وضعیت په اړه د پاکستان ارزونه څه ده؟
د پاکستان د استخباراتو رییس، فیض حمید د وږي میاشتې په ۱۳مه کابل ته راغلی ؤ. ویل شوي ؤ چې، دا سفر د طالبانو په بلنه ترسره شوی ؤ. د فیض حمید ډېرۍ لیدنې او کړنې رسنیزې نه شوې. طالبانو ویلي چې، د پولو په تړاو اندېښنې د دغه سفراساسي موخه وه. دطالبانو دویاند، ذبیح الله مجاهد په خبره،پاکستان وړاندیز کړی چې له افغانستان سره به د کابل هوايي ډګر د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي.
د فیض حمید د خبرو یوه لنډه ویډیو چې د کابل په سرینا هوټل کې ثبت شوې وه، خپره شوې ده. هغه په دې ویډیو کې په لنډو خبروکې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وایي: «اندېښنه مه کوئ، هرڅه به سم /ښه شي» د پاکستان درسنیو د رپوټونو له مخې، کابل ته د فیض حمید سفر یوه ورځنی ؤ.