په ارزګان کې تر ۱۰۰ زره زيات ماشومان له زده کړو بې برخې دي

اروزګان د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې پکې طالبانو زیاتې جګړې کولې او په دې ولایتونو کې زیات شمېر خلک د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخې پاته سوي وو او لا هم په هماغه حالت کې ژوند کوي.

په دغه ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې په دې ولايت کې نېږدې سل زره ماشومان هېڅ ډول زده کړو ته لاسرسۍ نه لري.

د اروزګان پوهنې رییس خیرالله حق‌نما وايي چې د تېرو جګړو په نتیجه کې ګڼ ښوونځي له منځه‌ تللي چې یو شمېر یې د دوی له لوري رغول شوي او ۳۳ نور یې لا هم بې‌ودانیو دي.

د پوهنې رییس وړاندې وايي چې د ښوونځیو د ودانیو د نشت تر څنګ په لرې پرتو سیمو کې شاوخوا سل زره ماشومان له زده‌کړو هم بې‌ برخې دي چې دوی دغه ستونزه له نړۍوالو مرسته کوونکو سره هم شریکه کړې او هیله ده چې ډېر ورته یوه حل‌لاره وموندل شي.

«موږ مدرسې ورته جوړې کړې دي. محلي ټولګي مو په سيمو کې فعال کړي دي، موږ خپل وس توان کړی دی. تر يو لک پورې ماشومان شته چې دا مهال بې‌زده کړو دي او خلکو زموږ څخه په سيمو کې د زده‌کړو زمينې برابرولو غوښتنه کړې ده، زموږ چې څه په وس کې وي هغه مو کړي دي.»

په ورته وخت کې ددي ولايت عام خلک هم ورته ادعا کوي او زياتوي چې د دوی ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.

د دي ولايت د مهراباد د سيمي يو اوسېدونکی شفيع الله وايي چې کلونه کلونه کېږي چې د دوی په سیمه کې کوم ښوونیز مرکز نه شته او د سیمې ټول ماشومان له درس او تعلیم څخه محروم پاتې دي.

نوموړی زیاتوي چې د دوی د سیمې ماشومان د ورځې ډېری ساعتونه په لوبو او نورو بې‌ ګټو بوختیاوو تېروي او د سبق له هر ډول اسانتیاوو لرې پاتې دي.

شفیع الله داسې وايي: «مکتبونه او ښوونيز مرکزونه زموږ په سيمه کې نه شته، زموږ زيات ماشومان چې سهار له کور څخه راووځي، دلته په لوبو بوخت دي، تعليم هغه شی دی چې زموږ ستاسو د پرمختګ لامل کېږي»

دا یوازې د اروزګان مهراباد سیمه نه‌ ده چې د سیمې ماشومان په کې له درس او تعلیم څخه بې‌ برخې دي، بلکې د اروزګان ګیزاب ولسوالۍ په شیران سیمه کې هم ورته وضعیت دی.

د دغې سیمې اوسېدونکی سید نبي وايي چې هېڅ ډول خدمتونو ته لاسرسی نه‌ لري او ټول ماشومان یې بې‌ تعلیمه لوی شول.

نوموړی وايي يواځې په دې سیمه کې تعلیم نه بلکې په روغتیا او پراختیايي برخو کې هم په دې سیمه کي هېڅ نه دي شوي.

د سید نبي په خبره : «د کيزاب ولسوالۍ د شيران سيمه کې موږ ډېره اړتيا لرو، هېڅ ښوونځۍ دلته نه شته، روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لرو، زموږ سيمه له هر ډول خدمتونو څخه بې‌ برخې ده.»

د شیران سیمې بل اوسېدونکی صادق‌ علي هم د ستونزې پخلی کوي، خو ورسره ورسره له حکومت غوښتنه لري چې د ماشومانو لپاره ورته ښوونیز مرکزونه فعال کړي.

نوموړي وايي :«زموږ په سيمه کې مکتبونه نه شته، ښوونيز مرکزونه نه شته او په ډېرو نورو برخو کې هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ يو، باید اسلامي امارت زموږ ستونزو ته پاملرنه وکړي.»

له دې سره سره د مرکز ترینکوټ لرې پرتو سیمو ځینې اوسېدونکي هم شکایت لري چې ماشومان یې له درسي اسانتیاوو بې‌برخې دي.

د مرکز ټرینکوټ، ښورنګ او ګوګرک سیمو دوه تنه اوسېدونکي عبدالجبار او مصطفي همدا خبره کوي او وايي:

عبدالجبار وايي : «دغه غوښتنه مو د مسوولینو څخه ده چې زموږ په سيمه کې مکتب فعال کړي، اوبه يې راته برابرې کړي او ښه ښوونکي په دندو ورته وګوماري. زموږ په سيمه کې باید دغه د ښورنګ مکتب فعال کړي.»

مصطفی هم داسی وايي : «زموږ په سيمه کې مکتب شته، خو اوس مهال غير فعال دی. د ګوګرک په سيمه دی او هغه هم غير فعال دی، هلته يوه مدرسه هم شته، خو په هغه کې هم دومره امکانات نه شته.»

په ورته وخت کې د ترينکوټ د کوټوالو د سيمي اوسېدونکي او د همدې سيمې په مکتب کې ښوونکی افضل جان وايي چې د تېرو شلو کلونو جګړو پر مهال يې د ښوونځۍ ودانۍ په بشپړ ډول ويجاړه شوې ده او زياتوي چې دا مهال يې د سيمې ماشومان زده کړو ته لاس رسۍ نه لري.

هغه وايي د طالبانو د حکومت په راتګ سره هېڅ هيله نه لري چې يو ځل بیا دې په سيمه کې ماشومان له زده کړو څخه برخمن شي.

د اروزګان په لرو پرتو سیمو کې، داسې مهال ابتداییه تعلیم ته د ماشومانو د نه‌ لاسرسي او محرومیت په اړه راپورونه ورکول کېږي چې کابو یو نیم کال راهیسې، په ډېری هغو سیمو کې چې د ښوونځیو او ښوونکو اسانتیاوې هم لري، له شپږم ټولګي پورته نجونې له تعلیمي محرومیت سره مخ شوې دي او حکومت وايي چې د منظم درسي چوکاټ تر جوړېدو وروسته به دا بهیر بېرته له سره پیل شي.

په اروزګان ولايت کې دا مهال ۴۵۰ دولتي ښوونځۍ او ۱۱۴ رسمي مدرسې شتون لري چې پکې زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

ورته لیکنې

Back to top button