سمنګان او پنجشېر کې د سړې هوا له امله څه باندې ۱۱ زره څاروي له منځه تللي دي

۸صبح، سمنګان: په سمنګان او پنجشیر ولایتونو کې د طالبانو د کرنې ریاست ځايي چارواکي تاییدوي، چې په دغو دوو ولایتونو کې د سختې سړې هوا له امله زرګونه څاروی له منځه تللی دی.

د سمنګان ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست ځايي سرچينې پنجشنبه د مرغومې پر نهه‌ویشتمه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې په تېرو څو ورځو کې په دغه ولايت کې ۱۰۶۶۸ غواوې، پسونه، وزې او نور څاروي له منځه تللي دي.

د سمنګان د کرنې ریاست د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، په ټولیزه توګه ۷۰ سلنه مالداران د سختې سړې هوا له امله د څارویو د له منځه تلو په پایله کې زیانمن شوي دي. په دغو شمېرو کې د سمنګان مرکز او ولسوالۍ شاملې دي.

بل خوا، په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالمجیب مشفق هم په دغه ولایت کې د مالدارانو د ۶۵۵ څارویو د له منځه تلو خبر ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د سختې سړې هوا او د مالدارانو د څارویو د له منځه تلو له امله د ملګروملتونو اړوندو څانګو هم افغان مالدارانو ته د ستر مالي زيان اوښتل تایید کړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button