په افغانستان کې څه دپاسه څلور سوه زره ماشومانو د خوارځواکۍ له امله درملنه ترلاسه کړی

۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې یې تر ۴۰۰ زره زیاتو ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوی او درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي.

د افغانستان د خوړو نړيوال پروګرام (WFP)  نن يکشنبه (د غبرګولي په ۲۱)، په يوه ټويټ کې ليکلي، چې دغه سازمان د جرمني، ايټاليا، اروپايي ټولنې، جاپان، فرانسې او جنوبي کوريا په همکارۍ، له هغو ماشومانو سره، چې کورنۍ يې د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی خپلو ماشومانو ته صحي خواړه ورکړي، دا مرسته کړې.

دغه بنسټ ویلي، چې په افغانستان کې د اړو ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي په برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د مرستندویه موسسو د راپور له مخې په هېواد کې، د کورنیو د اقتصادي ننګونو له امله د ماشومانو خوارځواکي زیاته شوې ده.

د روغتیا نړیوال پروګرام تېره میاشت اعلان وکړ، چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان، د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

دا اداره په داسې حال کې په هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د افغانستان خلکو ته د نړیوالې مرستې د بودیجې د کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

Back to top button