د افغانستان په برخه کې د روسیې د بهرني سیاست یوه مسوول ضمیر کابلوف رسنیو ته ویلي چې د افغانستان په تړاو د مسکو غونډه د امریکا له رابللو پرته جوړېږي. روسیه د دا ډول غونډو په جوړولو سره غواړي د افغانستان په قضیو کې خپل نفوذ او اغېز وښيي، په داسې حال کې چې د شوروي د پوځونو له وتلو راهیسې په افغانستان کې د دغه هېواد رول انفعالي او غبرګوني دی او د یوه فعال رول د ترسره کولو وړتیا یې نه ده لرلې. له دغو نمایشونو د روسیې موخه دا ده، چې د اوکراین په څېر قضیو کې د چنې وهلو امکان پیدا کړي او په نورو برخو کې د امتیاز اخیستو فرصت ترلاسه کړي.
په دې غونډه کې به روسیه هڅه وکړي چې د طالبانو باور خپل کړي او له دې ډلې سره د اوږدمهالو همکاریو لپاره لارې چارې ومومي. که داسې وشي، دا به د مسکو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وي؛ ځکه چې د نړۍ په یوې کړکېچنه او ننګوونکې سیمه کې به خپله پښه ټینګه کړي. یو له هغو اهرمونو چې روسیه یې د طالبانو د هڅولو لپاره لري دا دی چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې به د طالبانو پر تګلارو هېڅ اعتراض ونه کړي او هغه به د هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې سیاست وبولي. طالبان له داسې حکومتونو سره کار کول خوښوي، چې د دې ډلې په ځپونکې تګلارې هیڅ کار ونه لري او دا کار یې حق وګڼي. خو دا اهرم دومره اهمیت نه لري چې د پیسو او امکاناتو ځای ونیسي.
بل اهرم چې روسیه یې لري دا دی چې د طالبانو مخالفو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې له هغه هیواد او تر نفوذ لاندې هیوادونو یې د دغې ډلې پر ضد فعالیت وکړي، هغه تګلاره چې په تېرو دوو کلونو کې څه ناڅه تعقیب شوې ده. په مقابل لوري کې طالبان روسیې ته ډاډ ورکوي چې د منځنۍ اسیا او قفقاز وسله والو ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له پولو بهر عملیات وکړي او د روسیې او د هغې د شاوخوا هېوادونو د اندېښنو لامل شي.
دا ټول کارونه سلبوونکې دي او له ځینو اقداماتو پر ډډه کولو متمرکز دي او د فعال او اغېزناک رول د ترسره کولو لپاره بسنده نه دي. که روسیه غواړي چې په افغانستان کې خپل رول له منفعله فعال ته بدل کړي، باید تګلاره یې له سلبي حالته ایجابي ته بدله شي، او دا کار لګښت ته اړتیا لري، لکه د ډیرو پیسو لېږلو، د وسلو او لوژستیکي امکاناتو لېږلو، او هغو پانګونو ته چې د طالبانو پر عوایدو مهم اغېز ولري. ظاهراً روسیه د دې ډول اقداماتو توان نه لري او طالبان هم پر دې پوهېږي. له همدې امله طالبان خپلې د پردې تر شا ډېری غونډې له هغو هېوادونو سره کوي چې ډېرې پیسې او نه ختمیدونکي امکانات لري.
هغه ګټه چې طالبان یې مسکو ته له تللو ترلاسه کوي لږ تر لږه په دوو برخو کې ده. لومړی له دې ډاډمنېدل دي چې د دې ډلې مخالفان ونه کړای شي د روسیې ملاتړ خپل کړي او د دې ډلې پر ضد د فعالیت امکان ولري. دویم دا چې د نړۍوالو پېرېدونکو په سترګو کې خپله بیه لوړه کړي او امریکا او اروپا ته دا سیګنال ولېږي چې که کله هم د دغو هېوادونو مرستې کمې شي، دا ډله کولای شي په نورو احتمالي ملاتړو پسې ولاړه شي. طالبانو ان له واکمنېدو مخکې هم دغه تګلاره خپله کړې وه او غوښتل يې چې له روسيې او چين سره د اړيکو په ټينګولو سره امريکا او اروپا ته وښيي، چې دغه ډله ډېر پېرېدونکي لري. دا ځل به طالبان له دې غونډې اصلي ګټه واخلي او روسیه به د تېر په څېر چندانې ګټه خپله نه کړي.