د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، چې تېره شپه له ۴۰۰ څخه زیاتو بې پیلوټه الوتکو دغه ښار په نښه کړ.
سرګي سوبیانین دوشنبه د جولای پر ۲۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر مسکو د بې پیلوټه الوتکو د برید هڅه په وروستیو کلونو د تر ټولو ستر بريد هڅه وه.
هغه زیاته کړې: «ډېری دغه بې پیلوټه الوتکې د هوايي دفاع سیسټمونو له خوا له لېرې واټنه له منځه یوړل شوې او ۸۵ نورې یې مسکو ښار ته د نږدې کېدو پر مهال وویشتل شوې.»
تر دې وړاندې د روسیې پر پلازمېنه د تر ټولو لوی بريد راپور د جولای د ۶مې پر ماښام ورکړل شوې و چې د جولای د ۷مې تر سهاره روان و.
سوبیانین ویلي وو، چې د هوايي دفاع سیسټمونو له ۴۳۰ زیاتې بې پیلوټه الوتکې ویشتلې وې، چې ۳۶ یې مسکو ښار ته د نږدې کېدو پر مهال له منځه یوړل شوې.





