تېره ورځ په نړۍ کې د مورنۍ ژبې د ورځې په توګه نومول شوې وه، ترڅو په انساني ژوند کې د دغې پرتمېنې ورځې ارزښت نورهم وپېژندل شي او په ټولنه کې د ژبو ګڼوالی تر پخوا ډېر په رسمیت وپېژندل شي. خو په افغانستان کې د ژبې مسأله د دې خاورې د خلکو تر منځ د ترینګلتیا او مخالفت یو لامل دی. په بله وینا، هغه څه چې په خپل ذات کې یو نعمت دی، د دې خاورې د اوسیدونکو لپاره په یوه کړاو بدل شوی دی. په قرآن کریم کې د لویو الهي نعمتونو د بیانولو وړتیا او د ژبو تنوع د خدای له نښو ګڼل شوې ده. د مسیحیانو په سپېڅلي کتاب کې ویل شوي چې په پیل کې کلمه وه او کلمه له خدای سره وه. په یوناني تمدن کې خبرې له حیواناتو نه د انسان جلا کوونکې پوله ګڼل کیده او انسان یې ناطق حیوان باله. کنفوسیوس ویلي چې د انسان په تاریخ کې تر ټولو لوی ظلم له کلمو سره شوی دی. په ننني پېر کې د انساني شعور په جوړولو کې د ژبې د رول کشف د انسان د پوهې په ډګر کې یو انقلاب راوستی دی چې په علم کې د ژبې بدلون بلل کیږي. دا هرڅه د ژبې اهمیت او ارزښت بیانوي.
په افغانستان کې ولې وضعیت اپوټه دی او ژبه څنګه د بیلوالي او تفرقې لامل ګرځیدلې؟ ځواب پیچلی نه دی. د ژبې سیاسي کولو او د دولت په کچه د واک او ځواک د وسیلې په توګه ترې کار اخیستو خبره تر دې ځایه راورسوله. واک ته د رسېدو او یا د هغه پیاوړتیا لپاره له ژبې، دین او هرې بلې ښکارندې نه د وسیلې په توګه کاراخیستل د غمیزې لامل کیږي. دغه کار په ظاهره ژبې او يا د ژبې ويونکو ته د خدمت په پلمه کېږي، خو په عمل کې له دې لارې نه ژبه پرمختګ کوي او نه يې ويونکي نیکمرغۍ ته رسېږي. سمه لاره دا ده چې ژبې د خپل طبیعي پرمختګ لاره ووهي او د واک دستګاه د وطن له ټولو ژبو سره یو شان واټن وساتي؛ نه د یوې ځانګړې ژبې ملاتړ کوي او نه یوه ځانګړې ژبه وځي.
له حقوقي اړخه، په مورنۍ ژبه خبرې کول او د تبعیض او سپکاوي احساس نه کول په هر هیواد کې د ټولو وګړو تر ټولو اساسي حق دی. له خپلې مورنۍ ژبې سره د هرې ټولنیزې ډلې عاطفي تړاو یوه طبیعي خبره ده. ځکه په هغې سره یې نړۍ پېژندلې او له ژوند سره يې اړيکې له همدې لارې پيل شوې دي. دا حق باید له توپیر پرته په رسمیت وپیژندل شي او په دې برخه کې د ټولو ژبو ویونکو ته باید مساوي حقونه او فرصتونه ورکړل شي.
که څوک غواړي چې ژبه یې وده او پرمختګ ولري، نو اسانه لارې یې شته. په واقیعت کې د یوې ژبې وده، وړتیا او ټیکاو په یوه ژبه کې د پوهې د تولید په کچې، د هغې د هنري او کلتوري محصولاتو په اندازې او تر ټولو مهمه دا چې د ژوند په ښه کولو کې د هغې د رول په څومره والي پورې تړاو لري. دغه وضعیت په اوسنۍ نړۍ کې ډیری ژبې ننګولي دي او پر وړاندې یې داسې ستونزې راټوکولې چې د ځینو ژبو د ورکیدو لامل به شي.
کله چې د ژبو د سیاسي کولو مخه ونیول شي، د طبیعي ودې لاره ورته هوارېږي او د یوې خاورې اوسیدونکي به د ژبې پر سر له نښتې او ترینګلتیا پرته له یو بل سره د خواخوږۍ ګډ ژوند ولري. لکه مولانا چې ویلي وو.
«ای بسا هندو و ترک همزبان/ وی بسا دو ترک چون بیگانگان
پس زبان محرمی خود دیگر است/ همدلی از همزبانی بهتر است»