مـور

م. ظ. صمیم

مور د خدای تعالی داسې بېساری سوغات او ورګړه ده چې ټولې ښېګڼې د هغې په وجود کې نغښتې دي. د مور مینه بې بدیله، بې مطلبه، بې سارې، سوچه او سکون بښونکې ده. زما په اند د انساني نسل تر ټولو خوږه، تر ټولو ستره او تر ټولو ښکلې کلمه مور ده او تر ټولو نرم فریاد زما مورې دی، د مور کلمه د مینې او هیلې څخه جوړه ده، د زړه له تله راوتلی خوږ او ملهم غږ د مور کلمه ده. د فطرت هر شی د مور د هستۍ ښکارندویي کوي، لمر د طبیعت مور ده چې بدن ته یې تودوخه ورکوي، د کرۍ ورځې ستومانه ځمکه په غېږ کې بیده کوي او ځمکه د ګلونو او بوټو مور ده چې راټوکوي یې او را زغونوي یې او وروسته یې په خپله سینه کې پالي، بوټي او ګلان بیا خپلو تخمونو او مېوو ته د مور بڼه لري، لنډه دا چې مور د نړۍ د ټولې هستۍ او ژوند اصل ده. د مور کلمه زموږ په زړونو کې داسې ناسته ده چې د غم او ښادۍ پرمهال داسې زموږ له شونډو راوځي لکه د ګل د سېنې نه چې وږمې راپورته شي. لویي او نومیالیتوب خو نارینه ترلاسه کولای شي خو بیه یې ښځه او په ټول کې مور ادا کوي او سرچینه یې هماغه مور ده. مور د غم په تیارو کې د هیلو څرک، په دردمنو شېبو کې د آرامۍ پټۍ، د بې وسۍ په تیارو کې د هیلو شمع او د مینې، رحم، مهربانۍ او بخشش سرچینه، د ستونزو او کړاوونو پر مهال لارښوونکې او د غمونو او ناخوالو په وخت سکون ورکوونکې ده. اخلاص چې د ټولو جذبو او احساساتو جوهر دی؛ مور د اخلاص بېلګه ده د هغې له سترګو مینه له ورایه ښکاري، د مور مینه خوږه، بې دریغه او تونده ده. د مور مینه بې بدیله، یو اړخیزه، بې مطلبه، بې بیې او بې سارې ده. څوک چې له موره بې برخې دي ددې فاني نړۍ له هرې لنډمهاله خوښۍ څخه بې برخې دي. هو، زه نه له ستونزو خبر وم نه مې ناخوالې پېژندلې او نه مې له خوښۍ په بل څه فکر کړی و. د ژوندانه د تنکۍ ځوانۍ نوی پیر مې په پیلېدو و، د ژوندانه له هرڅه مې خوند اخیست، د ماشوماتوب لوبې او د خوښیو شېبې تېرول زما یوازینی بوختیا وه، خو د خوښيو په دې پړاو کې ناڅاپه د نړۍ له بې بدیله او بې سارې مینې او د مور له آرامې غېږې بې برخې شوم، هغې یوازې پرېښودم او هر څه یې راته په تورتم بدل کړل، د خوښیو شېبې یې راته په غم کړې، له هماغه ماشومتوبه یې له غمونو سره بلد کړم لکه څوک چې له خواږه خوبه راپاڅېږي او په تورتم یې سر شي، هر څه په یوه شېبه کې راته بدل شول. مور زه د تل لپاره یوازې پرېښودم.
د هغې بېلتون په اور کې د پخو شویو زړونو په څېر و، ځکه د دې نړۍ هېڅ یوه مینه د مور د مینې ځاي نشي نیولی او نه یې بیا څوک په دې نړۍ کې بېلګه لیدلی شي. نو راځئ په خورا صداقت او اخلاص سره د خپلو میندو خدمت وکړو او هېڅکله داسې څه ونه کړو چې مور رانه ناراضه شي، که څه هم مور چې د اولادونو لپاره څومره ستونزې ګاللې یوه کوچنۍ برخه یې هم موږ نه شو ورادا کولی خو باید لوڼې او زامن باید تر خپله وسه د خپلو میندو خدمت وکړي، ځکه کله چې مور نه وي هغه وخت یې بیا په قدر پوهېږئ چې د مور مینه رښتیا هم بې بدیله او بې مطلبه وي. ټولو میندو په تېره بیا د هېواد کړېدلو او ځورېدلو میندو ته د مور د ورځې له امله مبارکي وایم.

ورته لیکنې

Back to top button