مېندې د طالبانو د تګلارو اصلي قربانیانې

هر کال د افغانستان د خلکو په منځ کې څو ځلي د مور او ښځې نوم خوله په خوله کېږي او زموږ د هېوادوالو یوه لویه ډله په ځانګړو مناسبتونو کې د مېندو او ښځو مقام نمانځي. ځینې دغه مناسبتونه ځایي او مذهبي دي او ځینې یې نړۍوال دي. دوه ورځې وړاندې په رسنیو کې د مور مقام ونمانځل شو او ځینو کسانو د خپلو کورنیو مېندو او مېرمنو ته د مینې او مهربانۍ پیغامونه واستول. تر طالبانو مخکې په دې مناسبت عمومي کمپاینونه هم ترسره کېدل او د ښځو د وضعیت او د هغوی د محرومیتونو په اړه په تلویزیونونو، دفترونو او ادارو کې خبرې او اطلاع رسونه کېده. په عمل کې هم، د ښځو د حقونو د خوندي کېدو او د هغوی د محرومیتونو د کمېدو په ځانګړې توګه د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د مېندو د مړینې د مخنیوي لپاره ګامونه پورته شوي وو.
طبي امکاناتو ته د مېندو لاسرسي په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې طالبانو پکې نفوذ نه درلود، د مېندو د مړینې کچه د پام وړ کمه کړې وه. د کورنۍ تنظیم او د زېږون تر منځ د واټن رامنځته کول هم د ټولنې په ځینو برخو کې دود شوي وو. زده کړو او د ښځو د پوهاوي د کچې لوړولو په اجباري ودونو کې کموالی راوستی و، د هغو سلګونو زرو ښځو په منځ کې چې کار او تحصیل یې کاوه، د واده عمر زیات شوی و او د سالمو او پياوړو کورنیو په جوړولو کې یې مهم رول لوباوه، د وخت په تېرېدو سره د ښځو او کورنیو د دې ډلې زیاتېدو په ټولنه کې رغنده او الګو بښوونکې اغېزې پرېښودې او هیله کېده چې هېواد به په تدریجي ډول له هغو لویو ستونزو او ډېرو خنډونو چې پر ښځو او د هغوی له لارې پر ټولې ټولنې تحمیل کېدې، وژغورل شي. خو د طالبانو راتګ دا هیله د نامعلومې مودې لپاره له منځه یوړه او اوس یې میندې په رسمي ډول یرغمل نیولي دي او طالبانو ښځو ته د جنسي غلامانو او د بچیانو د زېږولو د ماشینونو حیثیت ورکړی دی. ټول هغه څه یې له منځه وړي دي، چې مېندو ته د شخصي، کورني او ټولنیز ژوند د سمبالولو لپاره خپلواکي او لازم پوهاوی ورکوي. د ښځو چارو وزارت لغوه کړی او ځای یې یوې داسې ادارې ته سپارلی دی چې اصلي ماموریت یې پر ښځو د محدودیتونو لګول دي. د ښځو زده کړې، تحصیل او کار یې چې د مېندو په مادي او معنوي پياوړتيا کې مهم رول لري، د امارت ضد او ناروا بللي دي. د هغو روغتیایی امکاناتو د وېش مخه یې نیولې چې د کورنۍ په تنظیم او د زېږون ترمنځ د واټن په رامنځته کولو کې له ښځو سره مرسته کوي. د دغو تګلارو په پایله کې، مېندې له بې سارو محرومیتونو او دردناک حالت سره مخ شوي چې د هغوی ژوند لنډ او له ډېرو دردونو او کړاوونو ډکوي.
په داسې شرایطو کې چې هېواد له اداري، اقتصادي او چاپېریالي ناورینونو سره مخ دی، اجباري او کم عمره ودونه هڅول کېږي او د وږو او محروو ماشومانو شمېر هره ورځ زیاتېږي. په دې توګه د طالبانو واکمني زموږ پر بې دفاع ټولنې د وروسته پاتې والي، بې تعلیمۍ، بې وزلۍ او ناروغۍ لړۍ تحمیل کړې ده، چې اصلي قرباني یې میندې دي. په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د ښځو ضد تګلارو پر وړاندې ډېر لاریونونه شوي دي. د ښځو ځينې ډلې په زړورتیا سره د لاریونونو په کولو او واټونو ته په راوتو سره الهام بښونکې شوې. ښکاره او پټ اعتراضونه په ټول هیواد او ان هغو لیرو پرتو سیمو کې لیدل شوي چې له کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې دي. هغو کسانو چې رسنیو ته یې لاسرسی درلود، د ښځو د غږ پورته کولو هڅې وکړې. ځینو بهرنیو بنسټونو هم په دې اړه راپورونه او اعتراضونه لرلي دي. خو تر اوسه نه یوازې دا چې کومه لاره نه ده پرانیستل شوې، بلکې د طالبانو ډلې تل د ښځو پر ژوند کړۍ راتنګه کړې ده. په دغه وضعیت کې ان که د طالبانو د واکمنۍ د بدوالي او ورسره د مبارزې اړتیا لپاره بل هڅې دلیل نه وي، له هغه زندانه چې امارت نوم پرې اېښودل شوی، د ښځو ژغورل د هر چا او په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې خپلې مېندې، خوېندې، لوڼې او مېرمنې پرې ګرانې دي، له طالبانو سره مبارزه اړینه کوي.