د مور نکلونه
سيد شاه سقیم

سيپارې د حليمې د مور نکلونه
ايتونه د عربو متلونه
توره خونه د مکې کوټه سنګي ده
د پيشو د پلار خبرې حديثونه
لمونځ په خپله په ولاړه د ځان سپکه
عربانو ته دعاوې درودونه
توره تيږه د تيارو د ښامار خوله ده
دا حزبونه مذهبونه يې نېښونه
ابراهيم هم حقاني جلال الدين دی
له اسمانه را روان ورته پسونه
ما ليدله د کابل د سيند پر غاړه
فرخنده په څراغونو کې ولاړه
ما ليدل چې د غبرګلاسي کونه وسوه
ما ليدل چې د مکې شيشکه ولاړه
ستا دا تکه زېړه زنه کوچلنه ده
ستا دا تکه سپينه غاړه ګاړه ګاړه
ستا خبرې د سنځر دوولس زمن دي
زما د زړه پر ګوسه اوري بارانونه
غيبانه امير په خپله سامېری دی
په رمباړو وزيران يې سخوندرونه
ما ليدل چې اسمايي له منځه چوي
ما ليدل د ملغلرو بارانونه
دا سينه دې د هلمند د بست کلا ده
ستا دا لېڅې د غوريانو منارونه
ستا دا غېږه د درنې شپې ماخوستن دی
ستوري ستوري مشالونه څراغونه
له حرا تر چهل زينو د کندهاره
را روان دي، بس له غيبو فرمانونه
عرفه د ګل غونډۍ پر سر مېله ده
دا حجونه طوافونه رواجونه
دلته دې د غرو لمنې ګاره ګاره
زموږ کېږدۍ دي پکې پلنې کردیګاره
دين راغلی، خلک غلي دي له ډاره
چې تکبير شي، ځمکه وچوي له واره
د نازو د اولاد زړه له غمه چوي
ستا به کله ځمکه وځي له مداره؟
د عربو حبل الله د غاړې طوق دی
عذابونه، غضبونه، لعنتونه