موسوي له طالبانو سره د سرحدي جګړې په اړه: هوښیاري پکار ده، د استعمارګرو دسیسې دوام لري

۸صبح، کابل: د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیدرسول موسوي په نیمروز ولایت کې د دغه هېواد له پوله ساتو ځواکونو سره د طالبانو نښته «د استعمارګرو ددسیسو دوام» بللی دی.

موسوي دا خبره نن یکشنبه (د غبرګولي په ۷ مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي دي: «که په ۱۸۷۲ کال کې ګلد‌سمیت په خپلو دسیسو سره آباد سیستان اوسني حالت ته راوړی، نن غواړي وارثین یي ایران او افغانستان وران کړي.»

دغه ایراني دیپلومات د ایران او افغانستان د دواړو هیوادونو له خلکو او مشرانو غږ کړی چې هوښیار و اوسي.

سیدرسول موسوي ټینګار وکړ چې د ایران او طالبانو ترمنځ هر ډول سرحدي شخړه به د دواړو هېوادونو د ستراتیژیک زیان لامل شي.

پرون له غرمې مخکې د پولې په صفري نقطه کې د طالبانو او ايراني پوله ساتو ترمنځ سخته نښته وشوه.

درارسيدلو راپورونو له مخې، په دې جګړه کې يو وسله وال طالب او دوه ايراني سرحدي ساتونکي ووژل شول، د پولې له هغه خوا د هاوان دتوغولو په نتيجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په نيمروز ولايت کې شاوخوا لس تنه د سیمې اوسيدونکي ټپيان شول.

د طالبانو او د ایران پوځي چارواکو په یو بل د دغې جګړې د پیلولو تورونه لګلوي او هوکړه شوې چې د جګړې د پیل لامل به د داوړو غاړو له خوا څېړل کېږي.

Back to top button