ملا برادر: افغانستان د غیر متمرکز نظام پر ځای پیاوړي اسلامي نظام ته اړتیا لري
د ۸صبح پښتو مجله

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او ددې ډلې مرستیال د (څرنګه یو پرمختللی، پياوړی او باثباته افغانستان ولرو) تر عنوان لاندې د سولې د بهیر او د راتلوونکي نظام په اړه د طالبانو دریځ بیان کړی دی. ملا برادر په دغه لیکنه کې ثبات ته د رسېدو لپاره د اسلامي پیاوړي نظام پر جوړولو ټینګار کړی او وایي چې د باختیاره غیر متمرکز او فاسد نظام پر ځای پیاوړی، متحد او له فساد پرته افغانستان د ملګروملتونو په ګډون د نړیووالې ټولنې په ګټه دی.
د طالبانو سیاسي مرستیال د دوحې هوکړه هغه لار بللې چې په باور یې د سولې لپاره یې ښه فرصت منځته راوړی دی. نوموړي لیکلي د دغې هوکړې په عملي کېدو سره چې د بندیانو خلاصون، د تور لېست ختمول او پاتې موارد د اوسني کړکېچ د اواري لپاره زمینه برابروي.
ملا برادر ټینګار کوي چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو په بهیر کې باید د خلکو د ارمان او غوښتنې پر اساس د یوه نظام پر جوړولو کار وکړو. هغه لیکلي چې واقعي اسلامي نظام د افغانانو د ستونزو د حل غوره لار ده. عبدالغني برادر په دغه لیکنه کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د رامنځته شویو اندېښنو په اړه وایي چې دغو اندېښنو ته په بین الافغاني مذاکراتو کې ځواب ویل کېږي او باید له وړاندې په ګمانونو سره د سولې فرصت له لاسه ورنه کړو.
هغه له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې افغانانو ته اجازه ورکړي د خپل برخلیک او د هېواد د راتلونکي په اړه تصمیم ونیسي.
د طالبانو سیاسي مرستیال د وګړو او ښځو د حقون په اړه ویلي طالبان د اسلام مبارک دین او د افغاني ټولنې منل شویو دودونو په رڼا کې د خپل هېواد د ټولو وګړو حقونو لکه د بیان آزادي، زده کړه، کار او داسې نورو ته ژمن دي او ټینګار کوي چې د ښځو د کار او زده کړو لپاره به مناسب چاپېریال او اسانتیاوې برابروي.
ملا برادر په دغه لیک کې نورو مواردو لکه نشه يي توکو، د نورو هېوادونو پرخلاف د افغانستان د خاورې نه کارول او له نړۍ سره اړیکو ته هم اشاره کړې ده.