ملا برادر: امریکا، له نورو هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو مخه نیسي

۸صبح، کابل: د طالبانو د لومړی وزیر مرستیال، ملا عبدالغنی برادر ویلي، چې امریکا نه یوازې له دې ډلې سره اړیکه نه لري؛ بلکې نور هېوادونه هم له طالبانو سره له اړیکو منع کوي!
د طالبانو مرستېالصدراعظم، دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (کب ۱۰مه)، په کابل کې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون د درېیمې کلیزې د لمانځنې لپاره جوړو شویو مراسمو کې وکړې.
د طالبانو د رهبري شورا دغه غړي، د هغو هېوادونو نومونه وانهخیستل چې امریکا یې له طالبانو سره، د اړیکو مخه نیولې.
ملا برادر دا هم وویل، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ، د دوحې تړون، د افغانستان د دیني عالمانو په مشوره، چمتو شوی او ټول اسلامي او افغاني ارزښتونه په کې مراعات شوي دي.
نن چهارشنبه، د کب لسمه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې د لاسلیک درېیمه کلیزه ده. د یو شمېر سیاسي کارپوهانو په اند، ددغه تړون لاسلیکول د تېر افغان حکومت د سقوط مهم لامل و.