۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د طالبانو له دفاع وزیر ملا یعقوب سره په لیدنه کې ویلی، چې د طالبانو کورنی او نړیوال مشروعیت تر ډېره له افغان مېرمنو سره د هغوی په چلند پورې تړلی دی.
وېسټ د چهارشنبه شپه د لیندۍ پر ۱۷ ابوظبۍ کې له ملا یعقوب سره د لیدنې په هکله په یوه ټویټ کې خبر ورکړی او ویلي یې دي: «د هېواد اقتصادي او ټولنیز ثبات او د طالبانو کورنی او نړیوال مشروعیت د افغانستان له میندو او لوڼو سره د هغوی په چلند پورې اړه لري.»
وېسټ زیاته کړې، چې له ملا یعقوب سره په ناسته کې یې د «بشري حقونو د خراب وضعیت او په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقوقو» په اړه خبرې کړي دي.
وېسټ په ټويټ کې ویلې چې هغه د طالبانو د دفاع له وزير سره «په باثباته، سوکاله او سولهییز افغانستان کې د ګډو ګټو پربنسټ» خبرېاترې کړې دي.
وېسټ وویل: «موږ په افغانستان کې د امنیتي وضعیت، د داعش پر وړاندې د طالبانو پر روانو هڅو، د سوداګرۍ د فضا د ښه کولو لپاره د ګامونو اخیستل او د روان بشري ناورین پروړاندې د نړیوالې ټولنې د قوي غبرګون په اړه هم خبرې وکړې.»
په دې ورځو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ملا یعقوب او ټام وېسټ په متحده عربي اماراتو کې دي. وېسټ له دې مخکې له کرزي سره د ليدنې خبر ورکړى و.