ملا یعقوب له محمد بن سلمان سره په یوه عامه میلمستیا کې ولیدل

۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د دې ډلې د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د حج په سفر کې د سعودی عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره لیدلی دي.
د طالبانو ویاند د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۸مه) په یوه میلمستیا کې د شهزاده محمد بن سلمان او ملا محمد یعقوب مجاهد د روغبړ انځور خپور کړی.
په ټولنيزو شبکو کې خپرې شوې ويډيوګانې ښيي چې د سعودي وليعهد د طالبانو د دفاع له وزير سربېره د اسلامي هېوادونو له يو شمېر چارواکو سره چې د سږ کال د حج په مراسمو کې يې برخه اخيستې وه، وکتل او روغبړ یي ورسره کړی.
تر اوسه سعودي چارواکو د محمد بن سلمان او د طالبانو د دفاع وزیر ترمنځ د رسمي ناستې په اړه څه نه دي ویلي.
طالبان هڅه کوي چې لږ تر لږه عربي هېوادونه قانع کړي چې دغه ډله په رسمیت وپېژني، هغه هڅه چې تر دې دمه نه ده بریالی شوی.
سعودي عربستان چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې دغه ډله په رسمیت پېژندلې وه، ظاهراً په دې دوره کې د داسې کولو نیت نه لري.
دغه هېواد په بېلابېلو اعلامیو کې له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او په افغانستان کې دې یو ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.