پاکستان ته د متقي خبرداری: د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې کړکېچ د هېچا په ګټه نه دی

۸صبح، کابل: د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستۍ سرحدي نښتې وروسته تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست کابل کې په یوه ناسته کې ویلي، چې دا ډله پاکستان ته د ورور په سترګه ګوري او دغه هېواد هم باید همدا کار وکړي.

امیرخان متقي یکشنبه د مرغومي پر څلورمه د طالبانو د سوداګرۍ وزارت له مالیاتي جرمونو د معافیت په ناسته کې ویلي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې کړکېچ د هېچا په ګټه نه دی او پاکستان باید له افغانستان سره تعامل ولري.

هغه زیاته کړې: «خپل نږدې ګاونډي ته خبرداری ورکوو چې د کرښې [ډیورنډ] په اوږدو کې کړکېچ د هېچا په ګټه نه دی.»

نوموړی چې وایي فشار ګټه نه لري، د ستونزو د هواري لپاره نړۍ له طالبانو سره تعامل ته رابولي.

د امیرخان متقي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې پاکستان څو ځله طالبان د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټي‌ټي‌پی) څخه پر ملاتړ تورن کړي او ویلي یې دي، چې دغه ډله د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې امن پټنځایونه لري.

په دې وروستیو کې پاکستان د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ته د افغانستان په خاوره کې د ټي‌ټي‌پي د خوندي ځایونو او مالي ملاتړ په اړه معلومات ورکړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button