متقي: ۱۲۰ افغانان په سوډان کې بند پاتې دي

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي وایي، چې د سوډاني پوځ او د چټک غبرګون د ملېشو ترمنځ په نښتو کې، ۱۲۰ افغانان بند پاتې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ (غویې ۳) په خوست ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې وکړه.
متقي ويلي: «نن پدې کار مشغول وم چې په سوډان کې د بندو پاتو افغانانو ساتنه وشي.»
خو دغه طالب چارواکي په سوډان کې د بندو افغانانو د ژغورنې لپاره، د دغې ډلې د هڅو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.
اوس مهال د نړۍ بېلابېل هېوادونه په جګړه کې له ښکیل سوډان څخه د خپلو وګړو په ایستلو بوخت دي.
ویل کېږي چې تر اوسه امریکا او برتانیا توانېدلي چې له سوډانه خپل ډیپلوماتان او خپل نور وګړي وباسي.
د راپورونو له مخې، د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون د ملېشو ترمنځ له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په جګړو کې، ۲۵۰ ملکیان وژل شوي دي.