متقي: د بین الافغاني خبرو په اړه؛ مقابل لوري یو نظر نه درلود، کومې پایلې ته و نه رسېدو

۸صبح، کابل: د دوحې د تړون په اړه د بحثونو په دوام او دا چې طالبان په ډېرو مواردو کې له دغه تړونه په سرغړونې تورن دي، په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، پر امریکا تور ولګاوه چې له دې هوکړې څخه یې سرغړونه کړې او سیاسي مشران یې د یوه واحد نظر په نه لرلو تورن کړي دي.
متقي دغه څرګندونې له (درار) عربي شبکې سره په مرکه کې کړي، چې یوه برخه یې نن شنبه (وري ۱۹) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خوا خپره شوې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادعا کړې چې؛ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي و او دوام یې درلود؛ خو مقابل لوري د مذاکرې په میز کې ګډ نظر، فکر او اجنډا نه لرله. خبرو اترو څو میاشتې دوام وکړ؛ خو پرمختګ پکې ونه شو.»
نوموړي دا هم ویلي، چې امریکا په افغانستان کې لاسوهنې ته دوام ورکوي او دا کار د دوحې له تړونه سرغړونه ده.
متقي د دوحې تړون د یوې مهمې مادې په اړه چې د ښځو حقونو ته درناوی دی او طالبان ورڅخه په پراخه کچه په سرغړونه تورن دي، یادونه ونه کړه.
د طالبانو ډله د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه په افغانستان واکمنه شوه. له هغه وخت راهیسې دغه ډله په پرلپسې ډول د دوحې له تړونه په سرغړونو تورنه شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې متقي پداسې وخت کې سیاسي مشران او د پخواني حکومت چارواکي د یوه نظر په نه لرلو تورنوي، چې يو شمېر سياسي مشران وايي، طالبان د ټولشموله حکومت جوړولو پرځای بشپړ تسليمېدل غواړي.