متقي: په افغانستان کې یوه ترهګره ډله هم نشته

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په اسلام اباد کې ویلې، چې په افغانستان کې یوه ترهګره ډله هم نشته.

دغه څرګندونې د طالبانو د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير اميرخان متقي نن دوشنبه (د غوایي په ١٨مه) د پاکستان د ستراتيژيکو مطالعاتو په مرکز کې په خپله وينا کې کړې.

هغه زیاته کړه: «دا خبره چې دوی وايي په افغانستان کې څو ترهګرې ډلې شتون لري هغه پروپاګند دی چې له تېرو شلو کلونو راهیسې زموږ پر ضد ترسره کېږي. څومره ترهګرې ډلې، نه، داسې ترهګرې ډلې لټوي چې وجود نه لري. دوی یو ثبوت هم نه لري.»

هغه زیاته کړه: «دا ټولې زموږ د بدنامولو هڅې دي.»

متقي د تحريک طالبان پاکستان ته په اشارې سره وويل، دغې ډلې ته له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي؛ ځکه د ده په وینا دا کار د طالبانو او پاکستان په ګټه نه دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي زیاته کړه چې د دې ډلې اراده دا ده چې هیڅ فرد یا ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

هغه دا هم وویل چې د شنبې په ورځ د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې نورو خواوو هم ژمنه کړې چې د هیچا فضا او ځمکه به د یو بل پر ضد نه کارول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې امیر خان متقي له څلورو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې دی.

په دې موده کې یې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو او نورو پاکستاني چارواکو سره لیده کاته درلودل.

ورته لیکنې

Back to top button