متقي اسلام اباد ته ولاړ

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارسمبلی امیر خان موتقي د پاکستان، چین او طالبانو ترمنځ په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون په موخه د یوه پلاوی په مشرۍ اسلام اباد ته روان شو.
د طالبانو د وياند مرستيال ضياء احمد تکل يو ويډيويي کلیپ خپور کړى او ويلي يې دي، چې متقي او ورسره پلاوى يې نن جمعه (د غوایي په ١٥مه) اسلام آباد ته تللی.
د هغه په وينا، د افغانستان سياسي او سوداګريز پلاوى به د پاکستان او چين له چارواکو سره پر سياسي، سوداګريزو او ترانزيټي مسايلو خبرې وکړي.
پاکستان ته د طالبانو په پلاوي کې د دې ډلې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ترانسپورت وزارت یو شمېر چارواکي شامل دي.
د تكل په وینا، اميرخان موتقي به د شنبې به ورځ د غوایي په ۱۶مه نېټه د پاكستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري او د چين د بهرنيو چارو وزير شین گانگ په ګډون د دواړو هېوادونو له چارواكو سره پر سيمه ييزو مسايلو خبرې وكړي.
په همدې حال کې تمه ده چې د پاکستان امنیتي اندېښنې او د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستي کړکېچونه به د نورو مسایلو ترڅنګ د خبرو اتر په مېز مطرح شي.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا پاکستان ته د متقي دويم سفر دى.
متقي اسلام اباد ته لومړی سفر د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې کړی و.