«لاس مې تنګ دی او دسترخوان مې تش، خو اړه یم چې په اخترونو کې قرباني وکړم»

لیکواله:عایشه خراساني

اختر ته یوه ورځ پاتې ده، د عرفې په ورځ د یوه انګړ دروازه وهم چې په یوې څنډه کې یې یوه مېرمن له ځپلو څو ماشومانو سره ژوند کوي. د انګړ په پورتنۍ برخه کې، لوی رنګ شوی او ښایسته کور ښکاري او په ښکته برخه کې یې په دوو خټینو خونو کې چې مینا (مستعار نوم) له خپلو اولادونو سره ژوند کوي. د مینا خاوند چې څو کاله وړاندې یې په پوځ کې دنده لرله، د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالیانو له لوري وژل کیږي. د ژوند غم او سختیو مینا دومره غمځپلې کړې چې باور نه کیږي هغه دې تر اوسه د دېرشو کلنو عمر ته نه وي رسېدلې. نوموړې په ډېرې سختۍ د خپلو ماشومانو ورځني لګښتونه پوره کوي. په داسې حال کې چې د سیمې خلک وايي داسې اختر نه دی چې مینا قرباني نه وي کړي. په دې اختر کې هم نوموړې د قربانۍ لپاره یوه اوزه اخیستې ده چې د ژوند وضعیت ته په کتو یې مناسبه نده. ټول له مینا نه په نیکۍ یادونه کوي او داسې القاب لکه «دین داره ښځه» او «د خدای په لار روانه ښځه» نوموړې ته کاروي. مینا ددې لپاره چې په ځوانۍ کې یې د خاوند له مړینې وروسته دوهم واده ونکړ، خلک یې ستایي. کله چې د دا ډول تعریف کولو پوښتنه یې کوم، وايي چې «د خاوند له شهادت نه یې څو کلونه تېریږي؛ خو نوموړې له خپل یوازیني زوی سره خوشحاله ده او بل واده یې ونکړ» دغه راز کله چې خلک ویني چې له بې وزلۍ سره- سره، هرکال قرباني کوي، هغې ته چک چکې کوي او نوموړې په دیندارۍ کې نمونه ښځه بولي.

خو دا چې د دغو ټولو جریانونو تر شا څه دي، یوازې مینا پرې پوهیږي چې د سیمې د ښځو په خبره هغه یوه بي بي ښځه ده چې ډېره لږ له کوره بهر وځي، ډېره لږ خاندي، ودونو ته نه ځي او ښکلي او زړه راښکونکي جامې نه اغوندي.

لکه څنګه مې چې د مینا په هکله اورېدلي و، هغه مې هماغه ډول ومونده؛ ډنګړه او غنم رنګې ښځه. نوموړې چادري په سر کوي چې خپلې اوږې او مخه یې ورباندې پټې کړي دي. په لاس کې یې له شیدو ډک یو پلاستیکي سطل نیولی او په یوې ونې چې له هغې نه د څوکۍ په توګه ګټه اخلي، ناسته ده. ترڅنګ یې کښېنم او د ژوند د ټولو برخو په اړه چې نوموړې یې نڅولې ده، ترې پوښتم. مینا تازه نوې ځوانۍ ته رسېدلې وه چې واده کوي. له خپل خاوند سره چې په کندز کې یې دنده ترسره کوله، ژوند کاوه. خاوند یې په پوځ کې دنده لرله. مینا چې د هغو شېبو یادونه ورته رنځ راوړنکي دي، په ژړغوني غږ وايي: «تازه مې واده کړی و چې یوه مېاشت وروسته یې کندز ته لاړو. هلته یې کور نیولی و. هغه ځای کې چې مونږ ژوند کاوه، خوندي نه و. هره شپه جګړه وه او خاوند مې ډېر لږ کور ته راستنېده. ډیری شپې مې تر سهاره په ویښه تېرولې. په هر ډز سره به مې له خپل ځای نه ټکان وخوړ. ترڅو به چې کورته راستنېده او یا به یې راته زنګ واهه، زړه به مې ناکراره و.» د مینا خاوند یوه شپه چې جګړه سخته کیږي له خپلو پنځو تنو ملګرو سره یوځای اته ساعته د دښمن پر وړاندې جنګېږي. مینا وايي چې هغه مهال د دولت له لوري هېڅ ډول مرسته نه وه ورسېدلې، کېدای شي اوس به ژوندی وای.

کله چې د مینا خاوند وژل کېږي، خسر یې نوموړې خپل کور ته راولي. په دې کور کې مینا د خپل خاوند له ورونو سره یوځای ژوند کوي؛ خو نه د هغو په شان. په داسې حال کې چې لیورونه یې په ښایسته او لوکس کورونو او له منظمو فرش او لوښو سره ژوند کوي او اولادونه یې هم له ښه ژوندانه نه برخمن دي، مینا د طویله خانې ترڅنګ په خټینو خونو کې ژوند کوي چې حتی د خونې پرمخ د غوړولو لپاره مناسب فرش نه لري. مینا د خپل او د کور د لګښتونو په اړه وايي: «د کندز کور مو خسر وپلوره او راته یې وویل چې د هغه پیسې ستا په اولادونو مصروفوم چې له هغې وروسته مې د یادو پیسو رنګ ونه لید. خاوند مې هم که یو څه پیسې سپما کړې وې، ماته نه رارسېدې. زه یې دلته راوستلم ترڅو زما د خاوند پانګه او ارث دوی ته ورسېږي. اوس همدا یوه غوا لرم چې ورځنی لګښت مې پرې پوره کوم. خسر مې لږه زمکه لري او کله چې د هغه حاصل واخلي لږ یې ماته رارسېږي.»

د خاوند له مړینې وروسته یې هېڅ واده ته نه ده تللې او ډېر لږ پېښ شوي چې په لوړ غږ وخاندي. په مسکا له مینا پوښتم چې آیا خندا نه خوښوي؟ سر ته یې ټکان ورکوي او د حیرانتیا په ډک غږ سره ځواب ورکوي: «څوک خندا نه خوښوي؟ زه هم نه غواړم یوې څنډې ته واوسم او ټول عمر د خپل خاوند لپاره په غم کې تېر کړم. خو څه وکړم چې لاس او پښې مې تړلي دي.» نوموړې د انګړ هغه لوري ته چې خسر یې پکې ژوند کوي اشاره کوي: «هغه مهال یې چې دې کورته راوستې یم څو قانونه یې پرما ایښي چې که هغسې ونکړم، داسې ده لکه د خپل خاوند پر مخ مې چې لاړې توف کړې وي» کله چې د مینا خسر هغه دې کور ته راولي، نوموړې ته وايي چې د یوې کونډې په توګه به ژوند کوي. مینا په داسې حال کې چې خواشینې ده د هغوی خبرې دا ډول کوي: «کونډه شوې، اوس نو لکه د کونډې په توګه چلند وکړه.» مینا د خسر په خبره سمه نه پوهېږي خو خواښې یې ټول رسوم او فرهنګ ورته تشریح کوي. مینا ته دیکته کوي چې روښانه جامې پر تن نکړي، ودونو ته لاړه نشي، بل نر ته ونه ګوري او له اړتیا پرته له کور نه بهر ولاړه نشي. دغو رسومو او عنعنې د مینا لاس او پښې یې ورتړلي او د سوکاله او انساني ژوند امکانات یې له هغې اخیستې دي. خلک نه پوهیږي چې مینا څه ډول عذابونه زغمي، او ددې لپاره چې د ټیکري څنډه یې څوک ونه ویني، څومره لاسونه پر هغې پورته شوي دي.

د هغو ټولو محدودیتونو تر څنګ، مینا اړ ده په هر لوی اختر کې، یو څاروی قرباني کړي. خسر یې نوموړې ته ویلي دي چې دا کار د دې لامل کېږي تر څو د هغه د زوی روح ښاد شي. مینا وايي: «زه تل خپل خاوند ته دعا کوم. که چېرې مې ډېره پانګه درلودلای په نوم مې یې خیرات کاوه. خو څه وکړم لاس مې تنګ دی او دسترخوان مې تش. خو اړه یم چې په اخترونو کې قرباني وکړم. که چېرې یې وانخلم کېدای شي خسر مې له کوره بهر کړي. له هغو شیدو چې هره ورځ یې پلورم، په ورځني ډول لږې پیسې قرباني ته بېلوم.» قرباني څاروي مینا د خپلو ټولو کړای شویو پیسو په مرسته پیري، خو غوښه یې خلکو او په خسرخېلو وېشل کیږي. مینا وايي: «لیورونه مې پیسې لري خو کله ناکله قرباني کوي. بیا چې د خاوند په نوم مې قرباني کوم، ځانونو او په خلکو یې ویشي او ډېره لږه غوښه یې مونږ ته رارسېږي.»

مینا د هغو میلیونونو ښځو له ډلې ده چې تاوتریخوالي یې پر ژوند سیوری غوړولی دی. نوموړې چې په ځوانۍ کې یې خپل خاوند له لاسه ورکړی دی، اوس اړ ده د خپل خاوند د کور د نارینه و تر ظلم لاندې ژوند وکړي. نوموړې د خپل ځان لپاره نوې جامې ندي پیرلي او زوړ ټیکری یې له ځان نه پېچلی دی؛ خو د خپل خاوند په نوم یې قرباني کړې ده تر څو خسرخېل یې نوموړې له کوره بهر نه کړي.

ورته لیکنې

Back to top button